• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو ستره محکمه: نن ماښام د کوچني اختر د میاشتې لیدو په موخه ناسته کوو

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۲۵ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اختر د ورځې د اعلان لپاره خبري ناسته وربللې ده. د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن ماښام د اختر د ورځې د اعلان لپاره ناسته کوي.

طالبانو له رسنیو غوښتي چې په دې اړه ورسره په رسنیز پوښښ کې مرسته وکړي.

د طالبانو سترې محکمي تردې وړاندې له عامو خلکو غوښتي و چې د اختر د میاشتې لیدو هڅه وکړي او د میاشتې د لیدلو سره سم دې د خپلې سیمې د طالبانو محکمې او د هلال کمېټې ته شاهدي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د هلال کمېټه له پرمختلولو وسایلو پرته د اختر او روژې د میاشتو اعلان کوي.

د طالبانو د هلال کمېټې له لوري د شپې ناوخته د سږ کال روژې د میاشتې لیدلو له اعلان وروسته ډیریو کسانو پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو د هلال کمېټې په اړه سختې نیوکې او ملنډې وکړلې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د هرات له زندانه له دوه سوه څخه ډیر بندیان خوشې شول

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۱۸ GMT+۱

د هرات امنیه قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۰مه) په اېکس پاڼه د یاد ولایت له زندان څخه له دوه سوه څخه د ډیرو بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړ. د هرات سیمه ییز طالب چارواکي وايي، له زندانه په خوشي شویو بندیانو کې ښځې هم شاملي وې.

د هرات سیمه ییزو طالب مسوولانو ویلي چې د دغه ډلې د مشر ملا هیبت الله د فرمان له مخې یې ۲۵۲ تنه بندیان د هرات له زندان څخه خوشې کړل.

دوی وايي په خوشې شویو بندیانو کې ښځې هم شاملې دي.

طالبانو دا نه دي ویلي چې خوشې شوي بندیان د کومو جرمونو په تور بندیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی و چې د دغې ډلې د مشر ملا هیبت الله د فرمان له مخې به د کمکي اختر په مناسبت د هېواد له د بېلابېلو ولایتونو له زندانونو څخه ۲۰۰۰ بندیان خوشې کړي.

طالبانو د کمکي اختر په مناسبت د بندیانو د خوشې کولو لړۍ دوه ورځې وړاندې له څرخي پله او د کندهار له عمومي زندانونو څخه پيل کړې.

ایرانی سوداګر: طالبان د تېلو د کیفیت معلومولو لپاره کارپوهان او لابراتوارونه نه لري

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۵۲ GMT+۱

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر له افغانستان څخه د ایران د تېلو د ورستنېدو په غبرګون کې ویلي، چې طالبان مناسب لابراتوار او کارپوهان نه لري. محمود سیادت د تېلو د کیفیت په معلومولو کې د طالبانو وړتیا کمه بولي او وايي چې په ازموینو کې د نیمګړتیاوو او تېروتنو احتمال شته.

نوموړی وايي: «حقیقت دا دی چې افغانستان مناسب لابراتوارونه نه لري او دا ستونزه نه یوازې د طالبانو په حکومت کې شته، بلکې د جمهوري حکومت پر مهال هم وه.»

د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې څرګندیږي چې دغې ډلې یوازې په تېره میاشت کې د نیمروز او فراه له لارو څخه د ټیټ کیفیت لرونکو تېلو ۲۴۳ ټانکرونه بېرته ایران ته ورګرځولي دي.

په ایران کې د بازار خبري اژانس د راپور له مخې، محمود سیادت د طالبانو د ادعاوو په وړاندې د ایران صادر شوي تېل کیفیت لرونکي بللي او ویلي یې دي چې د لوړ کیفیت تېل نه یوازې ایران بلکې د ترکمنستان په ګډون نورو هېوادونو ته هم بېرته ورګرځول شوي دي.

دغه ایرانی چارواکی وايي، د تېلو ټول پېرودونکي افغانان دي او هېڅ ایرانی افغانستان ته تېل ته لیږدوي.

د هغه په وينا، افغان سوداګر له ايران څخه تېل اخلي او لېږدوي او د ايران د تصفيې شرکت له خوا پلورل شوي پټرول او ډيزل تر اوسه بېرته نه دي راستانه شوي.

د ایران- افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر وايي: «لا هم د دغه هېواد د لابراتوارونو په ګډون د افغانستان په ډېرو برخو کې بشپړ منطقي او اصولي سیستم شتون نه لري»

د ایران او افغان سوداګرو د دغه بنسټ مشر ویلي په دې اړه یې له طالبانو سره خبرې کړې دي، او طالبانو ته یې وړاندیز کړی چې د ایران لابراتوارونه د حوالې په توګه ومني، او د توکو له لیږلو وړاندې دې طالبان د خپلو اصولو سره سم چې دوی یې غواړي د هماغسې توکو کیفیت مشخص کړي.

نوموړی ټینګار کوي چې طالبان به یا خپل لابراتوارونه جوړوي او یا به د ایران له لوري ورکړل شوی وړاندیز مني.

صالح، ایلن ماسک ته: هیله لرم چې د پاکستان له فشاره به زما اېکس له «بلو ټيک» نه وي پاتې

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۰۲ GMT+۱

امرالله صالح ایلن ماسک ته لیکلي، په داسې حال کې چې د «القاعده، داعش او طالبانو» غړو (بلو ټيک) ترلاسه کړی خو د ده غوښتنه رد شوې. هغه وايي داسې نه وي چې اېکس شبکې د پاکستان د فشار له امله د هغه خپل اکاونټ ته شنه نښه (بلو ټيک) ځنډولی وي.

د مخکني ولسمشر اشرف غني مرستیال وايي، اېکس شبکې یې د اکاونټ لپاره د شنې نښې (بلو ټیک) د ترلاسه کولو غوښتنه رد کړې ده.

ښاغلي صالح د یکشنبې په ورځ د وري ۱۹مه په ډاګه له ایلن ماسک څخه د اېکس ټولنیز شبکې لپاره د شنې نښې (بلوټیک) غوښتنه وکړه. هغه لیکلي چې له یو میلیون ډیر څارونکي لري ، خو تر دې دمه یې د اېکس بلو ټیک نه دی ترلاسه کړی.

د افغانستان د مخکني ولسمشر مرستیال هیله څرګنده کړې، چې د بلو ټیک د نه ترلاسه کېدو احتمالي لامل دې شبکې ته د «پاکستان د امنیتي بنسټونو له خوا اعتراض» نه وي.

وروسته له هغه چې ایلن ماسک د ټویټر شرکت وپیرلو، دغه امریکايي میلیارډر د هغه نوم د خپلې خوښې کلمې ایکس ته بدل کړ، له دې وړاندې بلو ټیک د اېکس ریښتینو کاروونکو ته ورکړل کېدو چې اوس د پیسو په بدل کې ان نامعلومو کاروونکو ته هم ورکړل شوی.

امرالله صالح د «القاعده، طالبانو او داعش ترهرګروډلو» ته اشاره وکړه او ویې ويل چې دوی د اېکس شبکې د اکاونټ لرلو تر څنګ بلو ټیک هم ترلاسه کړی.

میټا او نورو ټولنیزو شبکو د ملیشو او وسله والو ډلو لپاره چې د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو لخوا د ترهګرو سازمانونو په توګه په تور لیست کې دي د هغوی د فعالیتونو لپاره د اکاونټ ورکول سخت کړي، خو اېکس دا سختي نه پرې راولي.

یو شمېر لوړپوړي طالب چارواکي په اېکس شبکه کې په خپل اصلي هویت اکاونټونه لري، او د طالبانو تبلیغاتي ډلېد ځینو طالب څېرو لپاره مثبت تبلیغ او د دوی مخالف لوري د همدې اېکس شبکې له لارې ټکوي او سپکې سپورې ورته وايي.

طالبانو خپلو معلولو غړو ته موټرونه اخلي؛ خو د متقاعدینو او نورو معلولینو معاشونه بند دي

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا ولایتي رییسانو ته په لیږل شوي یو مکتوب کې غوښتنه شوې، چې د دغې ډلې د ټولو معلولینو نوملړ دې ورسره شریک شي، چې د فوق العاده امتیاز په توګه ورسره د موټر د اخیستو لپاره مرسته وکړي.

دغه مکتوب چې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د سرپرست د ملا عبدالمجید اخوند له خوا لاسلیک شوی او یو کاپي یې افغانستان اڼټرنشنل- پښتو تر لاسه کړې، د دغه معلولینو لپاره یې څلور ځانګړتیاوې ټاکلي دي.

په دغه مکتوب کې لیکل شوي:‌ “چې دغو معلولینو باید د خپل بدن دوه یا ډېر غړي له لاسه ورکړي وي، د طالبانو اړوند مجاهد وي، نومونه یې تکراري نه وي او معلولیت یې لا تر اوسه نه وي جوړ شوی.”

100%

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو څخه غوښتل شوي، چې دغه لېستونه د روژې میاشتې تر ۲۲ نېټې پورې جوړ او د دوی له وزارت سره یې شریک کړي.‌

په مکتوب ویل شوي، چې دغه لېست باید د بوديجې د امر چې یو ملا دی،‌ شخصي نمبر ته ولیږل شي.

بل خوا؛ د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو معلول افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي،‌ چې په وار - وار یې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت ته مراجعه کړې؛ خو خپل معاش یې هم نه دی ورکړل شوی.

هغه چې د طالبانو له ویرې د خپل نوم له اخیستو ډډه کوي، وايي: “کله چې د پخواني حکومت ملکي او نظامي معلولین د طالبانو اړوند وزارت ته ورشي، دوی ورته وايي،‌ چې بودیجه نه شته او ځکه یې معاشونه نه ورکول کیږي. د معلولینو د معاشونو د ورکولو په اړه د طالبانو ټولې خبرتیاوې دروغ دي.”

دغه پخوانی معلول سرتېری وايي: “دا د ملایانو انصاف دی،‌ دا اسلامي ارزښتونو ته د دوی ژمنتیا ده، مونږ ته مو هغه خپل حق معاش نه راکوي او خپلو معلولینو ته موټرې اخلي.”

طالبانو نېږدې درې کاله مخکې پر افغانستان له بیا واکمن کېدو وروسته ټولو پخوانیو چارواکو او دولتي ملکي او نظامي کارکوونکې ته د بښنې اعلان وکړ؛ خو له واکمن کېدو سره سم یې لومړی له امنیتي برخو د پخواني حکومت پاتې کارکوونکې لرې کړل او بیا یې د مسلکي ملکي حکومتي کارمندانو پر ځای د ملایانو د ګومارنۍ لړۍ پیل کړه، چې تر اوسه دوام لري.

طالبان: ملا امامان دې د «نظام ضد تبلیغاتو او مجلسونو» په مخنيوي کې همکاري وکړي

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۱۰ GMT+۱

د طالبانو حج او اوقافو وزارت په یوه مکتوب کې د مسجدونو له ملایانو غوښتي، چې «د نظام ضد تبلیغاتو، مجلسونو او د امنيت د تخريب د عواملو» په مخنيوي کې ولس پوه او همکاري ورسره وکړي.

یاد وزارت دغه مکتوب په شپږو مادو کې د کوچني اختر په پلمه لېږلی.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت اړوند د مسجدونو ارشاد او د چارو د انسجام ادارې د مشر مولوي محمد نبي محمدي په امضاء دغه مکتوب ولایتونو ته لېږلی او پر عملي کولو يې ټينګار کړی.

دغه مکتوب چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته هم رسېدلی د افغانستان د مسجدونو له ملایانو غوښتل شوي، چې د اختر د اعلان نېټې سره سم دي، د کوچني اختر مراسمو ته چمتوالی ونیسي.

په مکتوب کې غوښتل شوي؛ په ټول هېواد کې دې د کوچني اختر لمونځ پر يوه وخت د سهار په ۷ نيمې بجو تر سره شي.

د طالبانو دغه وزارت ټينګار کړی، چې د اختر د لمانځه پر مهال دې د دوی د مشر هبت الله اخوندزاده اختريز پيغام هم ولس ته وړاندي شي.

د طالبانو وزارت د مکتوب له لارې خلکو ته خبرداری ورکړی او ليکلي يې دي: « امامان باید ولس ته پوهاوی ورکړي، چې د نظام ضد تبلیغاتو، د مجلسونو او د امنيت د تخريب له عواملو څخه دډه وکړي.»

په مکتوب کې له خلکو هم غوښتل شوي، چې د کوچني اختر په شپو او ورځو کې دې د هوايي ډزو او پټاقيو له استعمال ډډه وکړي؛ څو د خلکو د ذهني تشويش لامل جوړ نه شي.

نن په ډېرو ولايتونو کې طالبانو د خپل مشر هبت الله اخوندزاده اختريز پيغام پرعامو خلکو وېشلی او له هغوی یې د عملي کولو غوښتنه کړې ده.