د طالبانو د دغه چارواکي د خبرو یوه ویډیو خپره شوې، چې په کې یې ټینګار کړی چې مشران، وزیران او واليان باید د خپلو خلکو په منځ کې وي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د خلکو په منځ کې "د اسلام د پیغمبر حضور" ته په اشارې سره وویل: "هر هغه حکومت چې بنسټ یې پر اسلامي او شرعي احکامو ولاړ وي، باید له خلکو سره ورته چلند وکړي."
هغه ټینګار وکړ، چې مشران او قوماندانان باید د خلکو په منځ کې د هغوی ستونزې هوارې کړي.
د ښاغلي ستانکزي د وینا ویډیويي برخه په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې؛ خو معلومه نه ده چې دا وینا کله او چېرته شوې وه.
تر دې وړاندې ښاغلي ستانکزي په ښکاره د طالبانو د مشر پر سیاستونو نیوکې کولې؛ خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په ښکاره د طالبانو د مشر د "انزوا" خبره کوي او د خپل حکومت د بې ثباتۍ په اړه خبرداری ورکوي.
دوه نیم کاله تېر شول چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ؛ تر اوسه هبت الله اخوندزاده چې طالبان یې مشر بولي، هېڅکله هم د رسنیو د کمرې یا د خلکو په مخ کې نه دی څرګند شوی.
تر دې دمه د هبت الله اخوندزاده له پخواني انځور پرته بل کوم انځور نه دی خپور شوی.
طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځلې د دې ډلې له چارواکو سره د هبت الله اخوندزاده د لیدنې خبر ورکړی؛ خو تر اوسه یې د دغو ناستو عکسونه یا ویډیو نه ده خپره کړې.
نوموړي په دې وينا کې وويل: "افغانستان ستاسو خلکو ته عجيبه پاتې دى، هغه څوک پرېږدئ چې ستاسو خلکو او وينو ته سپکاوى وکړي."
ښاغلي ستانکزي په دې خبرو کې زیاته کړه: "په اسلام کې اقلیت او اکثریت نه شته هر څوک چې د تاجک او پښتون په نوم غږ پورته کوي د هماغو خلکو په څېر دی چې د جاهليت په زمانه کې له اسلام مخکې وو."
د عباس ستانکزي د خبرو دغه ویډیويي برخه د هغه زوی هم پر خپلې اېکس پاڼې خپره کړې ده.