• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کډوالو وزارت: له پاکستان څخه لسګونه افغان کډوال راستانه کړل شوي

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان څخه ۳۳ افغان کډوال په جبري ډول راستانه کړل شوي. دغه کډوال د ډیورنډ کرښې د تورخم له لارې له پاکستانه راستانه شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د دوشنبې ورځ د (وري ۲۰مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې د وري ۱۹مه نېټه هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت په تازه اعلان کې ويلي چې له کوچني اختر وروسته د روانې اپریل میاشتې له ۱۵نیتې وروسته به یو ځل بیا د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړي.

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د بلوچستان ایالت په خضدار ښار کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۵۰ GMT+۱

پاکستاني پولیس وايي د بلوچستان ایالت په خضدار ښار کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. پاکستاني پولیس وايي، نامعلومو کسانو په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي او بیا یې له لرې په ریموټ چاودنه ورکړې ده.

ځینو سرچینو د ژوبلو کسانو شمېر تر دې زیات ښودلی دی.

عیني شاهدان وايي، پېښه کې وژل شوي او ژوبل روژه په خوله ولسي وګړي دي.

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پولیسو په حواله ویلي، چاودنه د یکشنبې ماښام د (وري ۱۹مه) په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې هغه مهال وشوه چې ګڼ شمېر خلک د اختر لپاره په سودا اخیستلو بوخت وو.

د وژل شوو او ټپيانو مړي ورڅېرمه د خضدار روغتون ته وړل شوي دي.

تر اوسه پورې دا نه معلومه چې دغه برید چا او کومې ډلې کړی خو پولیس وايي په دې اړه یې پلټنې روانې دي.

د طالبانو ستره محکمه: نن ماښام د کوچني اختر د میاشتې لیدو په موخه ناسته کوو

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۲۵ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اختر د ورځې د اعلان لپاره خبري ناسته وربللې ده. د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن ماښام د اختر د ورځې د اعلان لپاره ناسته کوي.

طالبانو له رسنیو غوښتي چې په دې اړه ورسره په رسنیز پوښښ کې مرسته وکړي.

د طالبانو سترې محکمي تردې وړاندې له عامو خلکو غوښتي و چې د اختر د میاشتې لیدو هڅه وکړي او د میاشتې د لیدلو سره سم دې د خپلې سیمې د طالبانو محکمې او د هلال کمېټې ته شاهدي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د هلال کمېټه له پرمختلولو وسایلو پرته د اختر او روژې د میاشتو اعلان کوي.

د طالبانو د هلال کمېټې له لوري د شپې ناوخته د سږ کال روژې د میاشتې لیدلو له اعلان وروسته ډیریو کسانو پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو د هلال کمېټې په اړه سختې نیوکې او ملنډې وکړلې.

سرچینې: شمالي وزیرستان کې پاکستاني حکومت ته تسلیم شوی پخوانی وسله وال قوماندان وژل شوی

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۳۶ GMT+۱

له شمالي وزیرستان څخه سرچینې وايي، په رزمک سیمه کې د رییس خان په نوم د ټي ټي پي ډلې پخوانی قوماندان د حافظ ګل بهادر ډلې له لوري وژل شوی. خپله د حافظ ګل بهار ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو سرچینې وايي، دغه پخوانی وسله وال یې ځکه وژلی چې دا مهال د پاکستان حکومت پلوی و.

د رییس خان په نوم د ټي ټي پي پخوانی قوماندان تېره ورځ یکشنبه د (وري ۱۹مه) د شمالي وزیرستان په رزمک کې ځکه وژل شوی چې پاکستاني حکومت ته تر تسليمېدو وروسته یې په سیمه کې د حکومت پلوه وسله وال رول لوباوه.

د پاکستان حکومت پلوه وسله والو ته د پاکستاني امنیتي ادارو له لوري د (ګوډ طالب) اصطلاح کارول کیږي.

ويل کیږي، هغه د پاکستان حکومت ته تر تسلیمېدو وروسته د حکومت پلوه وسله والې لونګین ډلې ډلګۍ مشري کوله او په سیمه کې د پاکستان حکومت د مخالفو وسله والو ډلو په وړاندې جنګېده.

دا مهال د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان د ټي ټي پي ګل بهادر وسله واله ډله فعاله ده او په دغه سیمه کې د پاکستاني پوځ په وړاندې جنګیږي.

تېر دوه کلونه په پاکستان کې امنیتي حالت تر بل وخت ترینګلی شوی او د دغه هیواد پر پوځ، پولیسو، پوله ساتو ځواکونو، حکومتي کارکونکو، قومي مشرانو او فعالانو باندې د وسله والو ډلو له لوري ځانمرګي او وسله وال بریدونه، سړک غاړې ماین چاودنې او هدفي وژنې تر پخوا ډیرې شوې او خلک یې اندېښمن کړي.

طالبان: د هرات له زندانه له دوه سوه څخه ډیر بندیان خوشې شول

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۱۸ GMT+۱

د هرات امنیه قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۰مه) په اېکس پاڼه د یاد ولایت له زندان څخه له دوه سوه څخه د ډیرو بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړ. د هرات سیمه ییز طالب چارواکي وايي، له زندانه په خوشي شویو بندیانو کې ښځې هم شاملي وې.

د هرات سیمه ییزو طالب مسوولانو ویلي چې د دغه ډلې د مشر ملا هیبت الله د فرمان له مخې یې ۲۵۲ تنه بندیان د هرات له زندان څخه خوشې کړل.

دوی وايي په خوشې شویو بندیانو کې ښځې هم شاملې دي.

طالبانو دا نه دي ویلي چې خوشې شوي بندیان د کومو جرمونو په تور بندیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی و چې د دغې ډلې د مشر ملا هیبت الله د فرمان له مخې به د کمکي اختر په مناسبت د هېواد له د بېلابېلو ولایتونو له زندانونو څخه ۲۰۰۰ بندیان خوشې کړي.

طالبانو د کمکي اختر په مناسبت د بندیانو د خوشې کولو لړۍ دوه ورځې وړاندې له څرخي پله او د کندهار له عمومي زندانونو څخه پيل کړې.

ایرانی سوداګر: طالبان د تېلو د کیفیت معلومولو لپاره کارپوهان او لابراتوارونه نه لري

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۵۲ GMT+۱

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر له افغانستان څخه د ایران د تېلو د ورستنېدو په غبرګون کې ویلي، چې طالبان مناسب لابراتوار او کارپوهان نه لري. محمود سیادت د تېلو د کیفیت په معلومولو کې د طالبانو وړتیا کمه بولي او وايي چې په ازموینو کې د نیمګړتیاوو او تېروتنو احتمال شته.

نوموړی وايي: «حقیقت دا دی چې افغانستان مناسب لابراتوارونه نه لري او دا ستونزه نه یوازې د طالبانو په حکومت کې شته، بلکې د جمهوري حکومت پر مهال هم وه.»

د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې څرګندیږي چې دغې ډلې یوازې په تېره میاشت کې د نیمروز او فراه له لارو څخه د ټیټ کیفیت لرونکو تېلو ۲۴۳ ټانکرونه بېرته ایران ته ورګرځولي دي.

په ایران کې د بازار خبري اژانس د راپور له مخې، محمود سیادت د طالبانو د ادعاوو په وړاندې د ایران صادر شوي تېل کیفیت لرونکي بللي او ویلي یې دي چې د لوړ کیفیت تېل نه یوازې ایران بلکې د ترکمنستان په ګډون نورو هېوادونو ته هم بېرته ورګرځول شوي دي.

دغه ایرانی چارواکی وايي، د تېلو ټول پېرودونکي افغانان دي او هېڅ ایرانی افغانستان ته تېل ته لیږدوي.

د هغه په وينا، افغان سوداګر له ايران څخه تېل اخلي او لېږدوي او د ايران د تصفيې شرکت له خوا پلورل شوي پټرول او ډيزل تر اوسه بېرته نه دي راستانه شوي.

د ایران- افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر وايي: «لا هم د دغه هېواد د لابراتوارونو په ګډون د افغانستان په ډېرو برخو کې بشپړ منطقي او اصولي سیستم شتون نه لري»

د ایران او افغان سوداګرو د دغه بنسټ مشر ویلي په دې اړه یې له طالبانو سره خبرې کړې دي، او طالبانو ته یې وړاندیز کړی چې د ایران لابراتوارونه د حوالې په توګه ومني، او د توکو له لیږلو وړاندې دې طالبان د خپلو اصولو سره سم چې دوی یې غواړي د هماغسې توکو کیفیت مشخص کړي.

نوموړی ټینګار کوي چې طالبان به یا خپل لابراتوارونه جوړوي او یا به د ایران له لوري ورکړل شوی وړاندیز مني.