• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متحده ایالات به د چین څخه هغه وارداتو ته اجازه ورنه کړي چې د دوی نوي صنعتونه زیانمن کړي

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۵۷ GMT+۱

د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې جینټ ییلن د دوشنبې په ورځ چین ته خبرداری ورکړ، چې واشنګټن به د چینایي وارداتو له امله نوي صنعتونو زیانمنیدل و نه مني.‌

نوموړي د چین د وارداتو د محدودولو په موخه د جوړ شوي څلور ورځيني‌ مجلس په پای یو ځل بیا ټینګار کړي، چې چین څخه د وارداتو دوام به د امریکا نوي‌ صنعتونه ویجاړ کړي.

اغلې ییلن یوې خبري غوڼډې ته ویلي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به اجازه ورنه کړي چې د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړیو کې د "چین شاک" تکرار شي، کله چې د چینایي وارداتو یوې لویې جوپې شاوخوا ۲ میلیونه امریکایي تولیدي دندې له منځه وړې وې.

خو په دې سربېره؛ هغې د چینايي تولیداتو پر وړاندې د نویو تعرفو یا نورو سوداګریزو محدودیتونو ګواښ نه دی کړی او نه یې دي ویلي،‌ چې که چېرې بیجینګ د برېښنایی موټرو، بیټریو، سولر تختو او نورو بریښنايي انرژيکي توکو لپاره خپل پراخ دولتي ملاتړ ته دوام ورکړي نو امریکا به څه غبرګون وښيي.

اغلې ییلن په نهو میاشتو کې چین ته خپل دویم سفر کړی او شکایت کوي، چې د بیجینګ ډېرې پانګې اچونې د فابریکو د تولید ظرفیت له کورنۍ اړتیا خورا ډېر کړی او ځکه چین اوس د دغو تولیداتو په صادرولو تمرکز کوي؛ خو دغه په متحده ایالاتو او نورو هېوادونو کې کورنۍ کمپنۍ ګواښي.

هغې وویل، چې د سوداګریزې تبادلې یو نوی جوړ شوی چارچوب چې د چین د اضافي ظرفیت مسالې په اړه بحث کوي یوې حل لارې ته د رسېدو لپاره وخت ته اړتیا لري.

اغلې ییلین په تېرو وختونو کې د متحده ایالاتو د فولادو سکټور کې رامنځته شوی بحران د اوسني وضعیت سره ورته وباله.

هغې خبریالانو ته وویل: "موږ دا کیسه پخوا هم تجربه کړې ده. څه باندې یوه لسیزه مخکې، د چین د خلکو جمهوریت د حکومت پراخ ملاتړ د ټیټ قیمت چینایي فولادو د پراخ تولید لامل شو چې نړۍوال بازار یې په پراخه کچه ونیوه او په ټوله نړۍ او متحده ایالاتو کې یې دغه صنعت له منځه یووړ."

ییلن زیاته کړه: "ما څرګنده کړه چې ولسمشر بایډن او زه به د دې کیسې بیا تکرار ته اجازه ورنه کړو."

هغې وویل؛ کله چې نړۍوال بازار په مصنوعي ډول جوړ شي او ارزانه چینایي محصولاتو نه ډک شي، "د امریکایي او نورو بهرنیو شرکتونو وړتیا تر پوښتنې لاندې راځي."

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ځمکې په یو شمېر برخو کې د سږني کال لومړی بشپړ لمریز کسوف روان دی

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۰۵ GMT+۱

د لمر کسوف لومړی په مکسیکو، بیا د امریکا په ټکساس، اوکلاهوما او ارکنساس او نورو شمال ختیځو ایالتونو او د کاناډا په ختیځو ولایتونو کې لیدل کېږي.

د لمر کسوف به د اروپا په لویدیځه برخه کې هم لیدل کیږي.

د سویلي امریکا په هېوادونو کې بشپړ لمریز کسوف لیدل شوی، تر دې مخکې په جنوبي امریکا کې په ۱۹۱۸م کال کې بشپړ لمریز کسوف لیدل شوی و، یعنې ۱۰۶ کاله وړاندې او بل ځل یې د ۲۰۷۹ کال څخه مخکې نه لیدل کیږي.

بشپړ لمریز کسوف هغه وخت رامنځته کیږي، چې سپوږمۍ د لمر او ځمکې ترمنځ راشي، د لمر رڼا په بشپړه توګه بندوي، د څو ثانیو یا دقیقو لپاره په بشپړه توګه تیاره کوي او په ورځ کې د شپې په څېر تیاره ښکاري.

سعودي عربستان او طالبان: د راتلونکې چهارشنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۴۲ GMT+۱

تازه سعودي عربستان او د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې د چهارشنبې ورځ (د حمل ۲۲مه) د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

سعودي ګزټ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت د سپوږمۍ د لیدنې له پروسې وروسته د چهارشنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو سترې محکمې هم اعلان کړی، چې د مرکز سربېره په ولایاتو کې چا د شوال د میاشتې سپوږمۍ نه ده لیدلې؛ نو پر همدې بنسټ به راتلونکې چهارشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

طالبان دا علان د سعودي عربستان له اعلانه دوه ساعته وروسته کوي.

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال: ایراني پولیس د قانوني اسنادو سربېره هم افغانان وباسي

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۲۴ GMT+۱

په ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوالو د افغانستان انټرنشنل فارسي څانګې ته ویلي، چې د اوسېدو د قانوني اسنادو سربېره هم د ایران پولیس افغان کډوال نیسي او له دغه هېواده یې وباسي.

د دوی په وینا؛ یو شمېر پولیس په شخصي لباس کې د ایران په عامه ځایونو کې افغان کډوال نیسي او زندانونو ته یې بیايي.

یو شمېر کډوالو افغانستان انټرنشنل - فارسي ته په لېږل شوي یاداشت کې لیکلي، چې پولیس د افغان کډوالو د نیولو پر مهال قانوني اسنادو لکه؛ پاسپورت، وېزې او د اوسېدو کارتونو ته پام نه کوي.

یو تن کډوال چې نیول شوی و، په یوې ویډیو کې چې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې پاسپورت او ویزه لري؛ خو د ایران اسلامي جمهوریت پولیسو هغه نیولی او له هېواده یې شړي.

نوموړي په دغه ویډیويي پیغام کې ویلي، کله چې کډوال د تهران په یوه بازار کې د لوی اختر د سودا د پېرلو لپاره ځي، پولیسو یې پېژني او نیسي یې.

په دې ویډیو کې دا هم لیدل کیږي، چې پولیس کډوال په یوه وین موټر سره لېږدوي او په یوه خونه کې یې بندیان کړي دي.

افغان کډوال له ایران څخه په زوره د کډوالو د ایستلو شکایت کوي، په داسې حال کې چې دغه هېواد هره ورځ سلګونه افغان کډوال توقیف او شړلي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو په وار - وار ټینګار کړی، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو پلان ته په جدي توګه دوام ورکوي؛ خو په تېر کال کې پاکستان او ایران لسګونه زره افغان کډوال په زوره ایستلي دي.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو دغه اقدام د نړۍوالې ټولنې له توند غبرګون سره مخ شوی دی.

د کډوالو نړۍوالې ادارې ویلي، چې د کډوالو جبري ویستل د ټولو نړۍوالو کنوانسیونونو خلاف عمل دی.

حسن نصرالله: امریکا او اسراییل متوجې دي، چې د اسراییل پر وړاندې د ایران غبرګون حتمي دی

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۰۳ GMT+۱

د لبنان د حزب الله ډلې منشي حسن حزب الله وايي؛ وروسته له دې چې د اسراییل له خوا د ایران پر کونسلګرۍ برید شوی، اسراییل او امریکا د ایران حتمي غبرګون ته په تمه دي.

د لبنان د حزب الله عمومي منشي حسن نصرالله په سوریې کې د ایران په قونسلګرۍ باندې د اسراییل حملې ته په اشارې سره ویلي، چې امریکا او اسرايیل په دې پوه شوي دي، چې د دوی پر وړاندې به د ایران د اسلامي جمهوریت غبرګون خامخا راځي.

هغه په ​​سوریه او لبنان کې د اسلامي انقلابي ګارډ ځواکونو شتون ته په اشارې سره، پر کونسلګرۍ برید د ایران پر خاوره برید وباله.

وروسته له هغې چې ایران په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د برید د غچ اخیستنې اعلان وکړ، د اسراییل د دفاع وزیر د ایران د ګواښونو په ځواب کې ویلي، چې دوی هر ډول ګواښ او سناریو ته اماده دي.

د اسراييل د دفاع وزير يوف ګالانت وويل؛ هېواد يې خپل چمتووالى زياتوي او د لبنان د حزب الله او نورو هغو سازمانونو پر وړاندې چې اسراييل ته ګواښ پېښوي، خپل عمليات پراخوي.

په ورته وخت کې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ له برید وروسته ایران د تهران په ډېپلوماتیکه سیمه کې د پنځو هغو اسراییلي چارواکو انځورونه لګولي وو، چې له مخې یې یاد خلک د دمشق په برید کې ښکېل بلل کیږي.

په دغو بېنرونو کې د اسراییل د دفاع وزیر، د پوځ لوی درستیز او مرستیالان او د اسراییل د هوايي او سمندري ځواکونو قوماندانان شامل دي.

پر یادو بېنرونو د ټوپک د نښې سره دایره موجوده ده او ورسره لیکل شوي: "موږ انتقام اخلو".

په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ له برید یوه ورځ وروسته د ایران د اسلامي جمهوري دولت مذهبي مشر وویل، چې اسراییل به د دوی د «زړور ولس»له خوا مجازات شي.
سید علي خامنه یي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د سپاه د غړو وژل کېدل د ایران لپاره سخت دي.

نوموړي د تېرې سې شنبه په ورځ دغه راز په اېکس کې زیاته کړې، چې محمد رضا زاهدي او محمد هادي حاجي رحیمي د اسراییل له خوا وژل شوي دي.

همدا راز د تېرې چهار شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم ویلي وو، چې امریکا هڅه کوي په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل د برید په اړه شواهد تر لاسه کړي.

تحریک انصاف ګوند: عمران خان به روانه میاشت له زندانه خوشې شي

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د تحریک انصاف ګوند خبر ورکړی چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان به د اپریل په میاشت کې له بنده خوشې شي. ښاغلی خان د۱۴۰۲ کال تلې میاشت کې ونیول شو او اوس د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی. نوموړی په څو قضیو کې تورن شوی او په ۳۰ کاله بند محکوم شوی.

د پاکستان جيو نيوز د دوشنبې په ورځ (د وري۲۰مه) د تحريک انصاف ګوند د اوسني مشر لطيف کهوسه په حواله راپور ورکړی چې عمران خان ښايي په روانه مياشت کې له زندانه خوشې شي. ښاغلي کھوسه وویل: «زه دا په یقین سره وایم چې عمران خان به په اپریل کې خوشې شي.»

په دې وروستیو کې د تحریک انصاف ګوند د مشر ګوهر علي خان په ګډون د دغه ګوند یو شمېر مشرانو د عمران خان د ژر خوشې کېدو په اړه ورته ادعاوې کړې دي.

د تحریک انصاف ګوند مشر لطیف کهوسه له جیونیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د عمران خان د خوشې کېدو خبر به د هغه د بند د غځولو لپاره د هرې معاملې مخه ونیسي.

ښاغلي کھوسه وویل چې پخوانی لومړی وزیر په «غچ اخیستنې» باور نه لري او یوازې په دې هېواد کې د اساسي قانون پلي کېدل غواړي.

هغه وويل چې د عمران خان په ضد موجودې دوسیې ډېرې کم ارزښته دي.

تحریک انصاف اوس هم ادعا کوي چې عمران خان په درواغجنو تورونو په زندان کې دی چې سیاسي مخالفان یې هغه له سیاسته لرې وساتي.

عمران خان د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د پاکستان د پارلمان د رایو له لارې د لومړي وزیر له څوکۍ لرې شو. هغه مهال تحریک انصاف ادعا کړې وه چې د عمران خان پرځول د امریکا لخوا د خپلو سیاسي مخالفانو په ملاتړ تنظیم شوي وو.

له دې پېښې وروسته ښاغلی خان په بېلابېلو قضیو کې د ۱۹۰ میلیونو اختلاس، د دولتي ډالیو د خرڅلاو، ناقانونه ودونو، د دولتي رازونو افشا کولو او ترهګرۍ تورن و.