• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تحریک انصاف ګوند: عمران خان به روانه میاشت له زندانه خوشې شي

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د تحریک انصاف ګوند خبر ورکړی چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان به د اپریل په میاشت کې له بنده خوشې شي. ښاغلی خان د۱۴۰۲ کال تلې میاشت کې ونیول شو او اوس د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی. نوموړی په څو قضیو کې تورن شوی او په ۳۰ کاله بند محکوم شوی.

د پاکستان جيو نيوز د دوشنبې په ورځ (د وري۲۰مه) د تحريک انصاف ګوند د اوسني مشر لطيف کهوسه په حواله راپور ورکړی چې عمران خان ښايي په روانه مياشت کې له زندانه خوشې شي. ښاغلي کھوسه وویل: «زه دا په یقین سره وایم چې عمران خان به په اپریل کې خوشې شي.»

په دې وروستیو کې د تحریک انصاف ګوند د مشر ګوهر علي خان په ګډون د دغه ګوند یو شمېر مشرانو د عمران خان د ژر خوشې کېدو په اړه ورته ادعاوې کړې دي.

د تحریک انصاف ګوند مشر لطیف کهوسه له جیونیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د عمران خان د خوشې کېدو خبر به د هغه د بند د غځولو لپاره د هرې معاملې مخه ونیسي.

ښاغلي کھوسه وویل چې پخوانی لومړی وزیر په «غچ اخیستنې» باور نه لري او یوازې په دې هېواد کې د اساسي قانون پلي کېدل غواړي.

هغه وويل چې د عمران خان په ضد موجودې دوسیې ډېرې کم ارزښته دي.

تحریک انصاف اوس هم ادعا کوي چې عمران خان په درواغجنو تورونو په زندان کې دی چې سیاسي مخالفان یې هغه له سیاسته لرې وساتي.

عمران خان د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د پاکستان د پارلمان د رایو له لارې د لومړي وزیر له څوکۍ لرې شو. هغه مهال تحریک انصاف ادعا کړې وه چې د عمران خان پرځول د امریکا لخوا د خپلو سیاسي مخالفانو په ملاتړ تنظیم شوي وو.

له دې پېښې وروسته ښاغلی خان په بېلابېلو قضیو کې د ۱۹۰ میلیونو اختلاس، د دولتي ډالیو د خرڅلاو، ناقانونه ودونو، د دولتي رازونو افشا کولو او ترهګرۍ تورن و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو کډوالو وزارت: له پاکستان څخه لسګونه افغان کډوال راستانه کړل شوي

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان څخه ۳۳ افغان کډوال په جبري ډول راستانه کړل شوي. دغه کډوال د ډیورنډ کرښې د تورخم له لارې له پاکستانه راستانه شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د دوشنبې ورځ د (وري ۲۰مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې د وري ۱۹مه نېټه هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت په تازه اعلان کې ويلي چې له کوچني اختر وروسته د روانې اپریل میاشتې له ۱۵نیتې وروسته به یو ځل بیا د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړي.

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په خضدار ښار کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۵۰ GMT+۱

پاکستاني پولیس وايي د بلوچستان ایالت په خضدار ښار کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. پاکستاني پولیس وايي، نامعلومو کسانو په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي او بیا یې له لرې په ریموټ چاودنه ورکړې ده.

ځینو سرچینو د ژوبلو کسانو شمېر تر دې زیات ښودلی دی.

عیني شاهدان وايي، پېښه کې وژل شوي او ژوبل روژه په خوله ولسي وګړي دي.

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پولیسو په حواله ویلي، چاودنه د یکشنبې ماښام د (وري ۱۹مه) په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې هغه مهال وشوه چې ګڼ شمېر خلک د اختر لپاره په سودا اخیستلو بوخت وو.

د وژل شوو او ټپيانو مړي ورڅېرمه د خضدار روغتون ته وړل شوي دي.

تر اوسه پورې دا نه معلومه چې دغه برید چا او کومې ډلې کړی خو پولیس وايي په دې اړه یې پلټنې روانې دي.

سرچینې: شمالي وزیرستان کې پاکستاني حکومت ته تسلیم شوی پخوانی وسله وال قوماندان وژل شوی

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۳۶ GMT+۱

له شمالي وزیرستان څخه سرچینې وايي، په رزمک سیمه کې د رییس خان په نوم د ټي ټي پي ډلې پخوانی قوماندان د حافظ ګل بهادر ډلې له لوري وژل شوی. خپله د حافظ ګل بهار ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو سرچینې وايي، دغه پخوانی وسله وال یې ځکه وژلی چې دا مهال د پاکستان حکومت پلوی و.

د رییس خان په نوم د ټي ټي پي پخوانی قوماندان تېره ورځ یکشنبه د (وري ۱۹مه) د شمالي وزیرستان په رزمک کې ځکه وژل شوی چې پاکستاني حکومت ته تر تسليمېدو وروسته یې په سیمه کې د حکومت پلوه وسله وال رول لوباوه.

د پاکستان حکومت پلوه وسله والو ته د پاکستاني امنیتي ادارو له لوري د (ګوډ طالب) اصطلاح کارول کیږي.

ويل کیږي، هغه د پاکستان حکومت ته تر تسلیمېدو وروسته د حکومت پلوه وسله والې لونګین ډلې ډلګۍ مشري کوله او په سیمه کې د پاکستان حکومت د مخالفو وسله والو ډلو په وړاندې جنګېده.

دا مهال د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان د ټي ټي پي ګل بهادر وسله واله ډله فعاله ده او په دغه سیمه کې د پاکستاني پوځ په وړاندې جنګیږي.

تېر دوه کلونه په پاکستان کې امنیتي حالت تر بل وخت ترینګلی شوی او د دغه هیواد پر پوځ، پولیسو، پوله ساتو ځواکونو، حکومتي کارکونکو، قومي مشرانو او فعالانو باندې د وسله والو ډلو له لوري ځانمرګي او وسله وال بریدونه، سړک غاړې ماین چاودنې او هدفي وژنې تر پخوا ډیرې شوې او خلک یې اندېښمن کړي.

د ایراني چارواکي خبرداری: د زیات زیان په رسولو سره به اسراییل په خپل کار پښېمانه کړو

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۳:۵۲ GMT+۱

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز خبرداری ورکړی چې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل برید به بې ځوابه پاتې نه شي. محمد حسین باقري ویلي: «موږ به د عملیاتو څرنګوالی او ډول وټاکو او اسراییل به په خپلو کړنو پښېمانه کړو.»

محمد باقري دغه څرګندونې په سوریه او لبنان کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان محمد رضا زاهدي د جنازې په مراسمو کې وکړې.

دغه ایراني چارواکي په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل برید «لیونتوب» بللی او ویلي یې دي، چې د نړیوالو تړونونو له مخې د اسراییل دغه ګام «ځان وژنه» ده.

ښاغلي باقري د ایران د مشر علي خامنه يي وینا ته په اشارې سره وویل چې، «موږ به دښمن پښېمانه کړو، خو ایران به د عملیاتو وخت، پلان او ځای وټاکي.»

هغه زیاته کړه چې د ایران عملیات به په «مناسب وخت او تر ټولو زیات زیان سره» ترسره شي.

د دوشنبې په ورځ د (وري ۱۳مه) د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران د کونسلګرۍ ودانۍ باندې اسراییل ته منسوب بریدونه ترسره شوه.

په دغو بریدونو کې د محمد رضا زاهدي په ګډون د سپاه پاسداران اوه غړي ووژل شول.

ایران وايي، یاد برید اسراییل کړی، خو اسراییل په رسمي توګه د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

دغه برید په نړۍ کې غبرګونونه راوپارول او د ایران مشر له دې برید یوه ورځ وروسته خبرداری ورکړ چې اسراییل به په دغه «جرم او ورته نورو کړنو» پښېمانه کړي.

خو رویټرز تر دې مخکې په یوه راپور کې لیکلي وو چې ایران د غچ اخیستو لپاره ډېر انتخابونه لري، خو تهران نه غواړي له اسراییل سره پراخې جګړې ته داخل شي.

د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالانت، اسراییل ته د ایران له خبرداري وروسته وویل، هېواد یې د اسلامي جمهوریت پر ضد د هر ډول احتمالي سناریو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

ګالانت ټینګار وکړ چې د اسراییل دفاعي سیسټم د اوسني وضعیت په اړه خپله ارزونه بشپړه کړې او د ایران په وړاندې غبرګون ته چمتو دی.

د امریکا استازو جرګې د استخباراتو کمیټې مشر: د ایران کونسلګرۍ د اسراییل لپاره مشروع هدف و

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۳:۳۰ GMT+۱

د امریکااستازو جرګې د استخباراتو کمیټې مشر له سي‌اين‌این سره په مرکه کې په سیمه کې د ایران نیابتي ډلو شتون ته په اشارې سره وويل په دمشق کې د ایران کونسلګرۍ «د اسراییل لپاره یو مشروع هدف و.» مایک ټرنر زیاته کړه: «ایران په سفارتونو د بریدونو تاریخ لري.»

ایران د دوشنبې په ورځ اسراییل تورن کړل چې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې یې پر کونسلګرۍ برید کړی، خو تل ابیب تر اوسه پورې د دې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

په همدې حال کې، سرچینو ایران انټرنشنل ته وویل چې اسراییل په دمشق کې د دوشنبې په ورځ د وري ۱۳مه د ایران پر کونسلګرۍ په برید کې د محمد رضا زاهدي او د سپاه پاسداران د نورو چارواکو د وژلو مسوولیت په غاړه درلود.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې په ورځ په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید په اړه بیړنۍ غونډه وکړه. ایران د دغې غونډې د ترسره کولو غوښتنه کړې وه.

په دغه برید کې د کونسلګرۍ ودانۍ ته سخت زیان اوښتی او خپاره شوي انځورونه ښيي چې یاده ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. په تېرو څو ورځو کې دایران حکومت چارواکو په دوامدار ډول د اسراییل پر ضد د غچ اخیستنې ګوتڅنډنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې ګڼو هېوادونو په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وغانده.