• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک د اسعارو د انلاین تباديدلې فعالیتونه «منع» اعلان کړل

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۰۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک اعلان وکړ، چې هېڅ کس یا شرکت ته یې د انلاین صرافۍ د فعالیت جواز نه دی ورکړی او د دوی فعالیتونه غیر قانوني دي.

دغه بانک په یوې خبرتيا کې له خلکو او شرکتونو غوښتي، چې د انلاین صرافۍ له کاروبار څخه ډډه وکړي.

د طالبانو تر واک لاندي د افغانستان مرکزي بانک د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) د خپلې اېکس پاڼې له لارې په يوې خبرتيا کې خلکو ته خبر ورکړی، چې د انلاین صرافي فعاليتونه غيري قانوني دي او د بنديز موضوع یې د طالبانو له کشفي او امنيتي ادارو سره هم شریکه کړې ده.

بانک خلکو ته په دې خبرتيا کې ليکلي: « له هېوادوالو غواړو، چې د دې ډول معاملاتو د خطرونو او زیانونو په پام کې نيولو سره له انلاین صرافيو سره د معاملاتو له ترسره کولو ډډه وکړي.»

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې؛ که د انلاین صرافۍ د فعالیتونو په تړاو څوک ونيول شي قانوني چلند به ورسره وشي.

تر دې مخکې د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک ويلي وو، چې په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو پر انلاین سوداګرۍ بندیز دی.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو د خلکو اقتصادي وضعت ښکته کچې ته رسېدلی او ډېرو خلکو انلاین سوداګرۍ او د ډيجيټل اسعارو ذخيره کولو ته مخه کړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د «جامو وینځلو واسلین» منع کړل

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د جامو وینځلو واسلینو تولیدونکو ته امر کړی، چې د دې صنایعو له تولید څخه دې په جدي توګه ډډه وکړي.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې د ناروغیو د مخنیوي او د هېوادوالو د روغتیا د خوندیتوب لپاره باید د دې صابون تولید ودرول شي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۹مه) د دغې مایع تولیدوونکو ته چې په افغانستان کې د «وینځلو وایسلین» په نوم یادېږي، خبرداری ورکړ چې که له دغه حکم څخه سرغړونه وکړي له قانوني چلند سره به مخ شي.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت هم له خلکو غوښتي چې له دې صابون څخه دې استفاده نه کوي؛ ځکه چې د پوستکي د ناروغیو او د پوستکي د مزمن حساسیت لامل کېږي.

مولوی عبدالکبير: رسنۍ او د نظر خاوندان دې د دوی په وړاندي د منفي تبلیغاتو مخه ونيسي

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا سياسي مرستيال تېره شپه د روژه ماتې پرمهال له رسنيو او سیاسي فعالانو څخه وغوښتل، چې د دوی په وړاندې دې د منفي تبليغاتو په مخنيوي کې خپل رول ادا کړي.

مولوی عبدالکبير زياتوي، چې د دوی «د اسلامي نظام» په وړاندې منفي تبلیغات روان دي.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د یکشنبې په ماښام د رسنيو او سياسي فعالانو سره د روژه ماتي پر مهال وويل، چې دوی د «اسلامي امارت د ملي ګټو او اسلامي احکامو په رڼا کې» د رسنيو او فعالانو ملاتړ کوي او مشورې يې مني.

نوموړي زياتوي: «په تېرو دوو لسیزو کې د نفاق لپاره پراخې هڅې شوي دي.»

هغه غوښتنه وکړه، چې رسنۍ او فعالان دې د ملي يوالي لپاره کار وکړي.

مولوی عبدالکبير وايي، چې نړۍ بايد د افغانستان ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته احترام ولري.

د رسنيو استازي او سياسي فعالان د رییس الوزرا د سياسي مرستيال سره د روژه ماتي پرمهال
100%
د رسنيو استازي او سياسي فعالان د رییس الوزرا د سياسي مرستيال سره د روژه ماتي پرمهال

د هغه په خبره، چې دوی د نړۍ او ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو ترینګلتيا نه غواړي.

په دې ناسته کې د رسنيو استازو او سیاسي فعالانو د افغانستان پر اوسني وضعیت او د ستونزو پر حل هم خبرې وکړې.

طالبان په داسې کې د رسنيو او فعالانو سره ليدلي، چې طالبانو واک ته په رسېدو سره پر رسنيو او مدني فعالانو باندې بنديزونه زيات کړي او د يو شمېر د رسنيو کارکوونکي او فعالان یې نیولي او په بندخونو کې ساتلي.

د طالبانو ستره محکمه: د ملا هبت الله په امر له بندخونو څخه نږدې ۳۰۰۰ بندیان خوشې شول

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یادې ډلې د مشر په امر یې د کوچني اختر په مناسبت ۲۸۵۵ بندیان خوشي کړل او له زرو څخه د ډیرو بندیانو د بند موده یې کمه کړه. تر اوسه پورې خپلواکو بنسټونو دغه شمېرې نه دي تایید کړې.

د طالبانو سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادې ډلې د مشر ملا هبت الله د فرمان له مخې یې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو له زندانونو ۲۸۵۵ تنه بندیان خوشې کړي.

دغه خبرپاڼه چې د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۰مه) د طالبانو سترې محکمې له لوري خپره شوې پکې ویل شوي چې د ۱۴۲۰ تنه بندیانو د بند موده یې راکمه کړې.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان د خپلواکو او بې پرې ادارو نه شتون او پڅې چارې د دې لامل شوې چې د طالبانو له لوري د ورته شمېرو له خپرېدو وروسته د شمېرو د کره والي تایید نه شي کیدای.

د سترې محکمې له لوري په خبره شوي خبرپاڼه کې له زندانونو د ازادو شویو بندیانو د جرم په اړه جزیات نه دي ورکول شوي.

تر دې وړاندې د څرخي پله، هرات او کندهار له زندانونو د بندیانو د خوشې کېدو راپورونه ورکړل شوي وو. خو دا نه ده معلومه چې په خوشې شویو بندیانو کې څو تنه ښځې له بندخونو ازادې شوې.

د طالبانو اپراتیفي معلومات؛ د میدان وردګ ځینې سیمو کې «خوارجو» د جلب او جذب پروسه پیل کړې

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست د اپراتیفي عملیاتو مدیریت یو سند، چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلی، په کې لیکل شوي، چې د ميدان وردګو ولايت يو شمېر سيمو کې د خوارجو د جلب پروسه پيل شوې. دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو یوه امنیتي اداره د داعش د جلب جذب پروسه تایدوي.

د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست د اپراتیفي عملیاتو مدیریت په دغه سند کې اندېښنه ښودلې ده، چې «خوارج» په بېلابيلو نومونو د ميدان وردګو ولايت هغه طالبان به چې د تصفيې پروسې له پيلېدو ورسته يې خپلې دندې پرېيښې جلب او د دوی د حکومت پر خلاف به یې د خپلو استخباراتي موخو لپاره استعمال کړي.

طالبان په خپلو مکتوبونو او رسنیو کې د خوارج نوم د داعش لپاره کاروي.

د امنیتي پېښو د رامنځته کېدو په برخه کې ویل شوي، چې د طالبانو په منځ کې د ملګرتيا له سيسټم څخه داعش کولای شي تر طالب مسولينو ځان ورسوي.

د طالبانو په دغه د استخباراتي سند کې راغلي، چې د داعش پرضد د ميدان وردګو ولايت په ولسواليو کې اوپراتيفي استخباراتي عمليات پيل شوي، «ترڅو د دوشمن د شريعت خلاف د موخو مخنیوی وشي.»

په سند کې په ډاکه شوې، چې ددغه عملياتو پر مهال دې د سيمي د جوماتونو د ملا امامانو څخه د همکارۍ غوښتنه شوې.

طالبانو په دغه سند کې یادونه کړې، چې د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې ددغو عملياتو اوپراتيفي مسوليت د نرخ ولسوالۍ د چينزايو په سیمه کې مولوي وکيل ته سپارل شوی و، چي تېره شپه ناوخته د داعش له خوا په خپل کلي کې وژل شوی دی.

د میدان وردګو ولایت د استخباراتي ریاست په کابل کې د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست ۰۷۴مدیریت څخه غوښتنه کړې ده، چې په دغه ولایت کې دې د اوپراتیفي طالبانو مسوولینو د امنیت لپاره اقدامات ترسره شي.

په دې اړه یو بل مکتوب د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ خلکو ته لیکل شوی، چې د طالبانو د استخباراتي مسوولینو تلفوني شمیرې په کې لیکل شوې. له دې خلکو غوښتل شوي د طالبانو د حکومت د بقا لپاره د خپلو سیمو «د هر ډول غیر شرعي، مشکوکو او غیرقانوني کړنو»په هکله معلومات ور سره شریک کړی.

100%

که څه هم طالبان وايي داعش یې په افغانستان کې ځپلی او د بیا راپورته کېدو توان نه لري، خو د دوی په امنیتي او په ځانګړې توګه د استخباراتي ادارو لپاره داعش د اندېښنې وړ موضوع ده.

په کندهار کې د داعش لخوا پر نوي کابل بانګ له ځانمرګي برید وروسته داسې معلومیږی، چې طالب مشران یې سخت اندېښمن کړي دي.

اوچا: په هرات کې زلزله ځپلې ۲۴ زره کورنۍ لا هم خوندي سرپناوې نه لري

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۴۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي په هرات کې د زلزلو له امله زیانمنې شوې زرګونه کورنۍ چې سرپناوو ته اړتیا لري نه هېروو او هڅه کوو چې د اوسېدو لپاره ورته مناسب کورنه جوړ کړو.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۰مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، لا هم زرګونه کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي او اوسېدو لپاره خوندي سرپناوې نه لري.

اوچا ویلي چې، شپږ میاشتې وړاندې د زلزلو درېیو زورورو ټکانونو په هرات کې ۴۰ زره کورونه ویجاړ او دوه لکه ۷۵ زره کسان یې زیانمن کړل.

دغې ادارې ویلي دې له زرګونو زلزله ځپلو سره یې مرستې کړې او دا بشري مرستې لا هم دوام لري.

اوچا زیاتوي چې دمګړۍ لا هم ۲۴۸۰۰ کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي.

اوچا وايي یادې کورنۍ د اوسیدو لپاره مناسبو کورونو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې د مرستنېدویه ادارو له لوري سلګونه جوړ شوي کورونه اړمنو کسانو ته سپارل شوي دي خو ويل کیږي لاهم زرګونه کورنۍ د ژوندانه خوندي استوګنځي نه لري.