• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکیې د غزې تر اوربنده اسراییل ته د ۵۴ محصولاتو صادرات محدود کړل

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۱۲ GMT+۱

د ترکيې د سوداګرۍ وزارت وايي، چې تر هغه به اسراییل ته پر صادراتو بنديز ولګوي؛ تر څو چې اوربند نه وي شوی او په غزه کې بشري مرستې زياتې شوې نه وي.

د ترکیې د سوداګرۍ وزارت د سې شنبې په ورځ (د اپریل ۹مه) په یوه بیان کې وویل، چې دوی به نور اسراییل ته په ۵۴ کټګوریو کې د اوسپنې او فولادو محصولات، د جیټ تیل ، ساختماني تجهیزات، ماشینونه، سمنټ، ګرانایټ ، کیمیاوي توکي، افت وژونکی، خښتې او نور توکي نه استوي.

په دغه بیان کې ویل شوي: «دا پرېکړه به تر هغه وخته پورې پر ځای وي چې اسراییل سمدستي اوربند اعلان کړي او غزې ته د بشري مرستو د کافي او بې خنډه لیږد اجازه ورکړي.»

بل خوا؛ د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې بندیزونه له اسراییل سره د سوداګریزو تړونونو یو اړخیزه سرغړونه بللې ده.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې د ترکیې ولسمشر اردوغان د حماس د ملاتړ لپاره د ترکیې اقتصادي ګټې قرباني کوي.

ښاغلي يسراييل کاتس ويلي، چې د ترکيې د بنديزونو په غبرګون کې به د ترکيې پر توليداتو خپل سوداګريز محدوديتونه ولګوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې غوښتل غزې ته د بشري مرستو په الوتنو کې برخه واخلي؛ خو اسراییل ورسره مخالفت وکړ.

غزې ته د هوایي مرستو د استولو سره د ترکیې له غوښتنې د اسراییل مخالفت په داسې حال کې دی، چې د خوړو نړۍوال سازمان غزه کې د خلکو ناورین ته په اشارې سره وویل، چې د یوه میلیون څخه د ډېرو خلکو د یوې میاشتې خواړه د بندو لارو ترشا پاتې دي.

د اکټوبر له اووم راهیسې کله چې اسراییل پر غزې خپل بې رحمانه بریدونه پیل کړل ترکیه د اسراییل یو له سرسختو منتقیدونو څخه بلل کیږي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې پولیسو په اغرې او بالیکسیر ښارونو کې ۴۰ افغان کډوال نیولي دي

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۳۷ GMT+۱

ترکي رسنیو د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد د پولیسو له خوا د بالیکسیر په ښار کې د ۳۳ افغان مهاجرو د نیولو خبر ورکړ. په یوه بله پېښه کې اووه افغان کډوال هم په اغره ښار کې نیول شوي دي.

د ترکيې د رسنيو د راپورونو له مخې؛ د دغه هېواد پوليسو د باليکسير ښار د اردمت په کلي کې په عملياتو کې تر ٣٠ زيات افغان کډوال پېژندلي او نيولي دي.

د اخلاص خبري اژانس د راپور له مخې؛ نیول شوي پناه غوښتونکي توقیف ځایونو ته لیږدول شوي او یو تن ترکیې ته د قانوني اسنادو پرته د مهاجرینو د لیږد د تنظیم په تور نیول شوی دی.

په دوو نورو پېښو کې د دغه هېواد پوليسو اووه تنه افغان کډوال چې په اغره ښار کې په يوه موټر او په يوه بس کې پټ شوي وو، پېژندلي او نيولي دي.

رسنیو ویلي، چې په دغو پېښو کې د دوو ایراني چلوونکو په ګډون پنځه تنه نیول شوي دي.

د خبر ځاى د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې دوه ميله وسلې هم کشف او ضبط شوي دي.

ترکیې په تېرو دوه نیمو کلونو کې لسګونه زره افغان کډوال د استوګنې له اجازې پرته نیولي او افغانستان ته یې استولي دي.

د دغه هېواد چارواکو په وار - وار اعلان کړی، چې هېڅ کډوال ته به اجازه ورنه کړي، چې د اوسېدو له اسنادو پرته په دغه هېواد کې ژوند وکړي.

شهباز شریف: د ترهګرۍ ضد جګړه کې به زموږ هوډ بدل نه شي

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۲۰ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د بلوچستان صوبې په کوچلاغ او خضدار کې د پرونیو بریدونو په غندلو سره ویلي، چې دا ډول پېښې به د «ترهګرۍ» ضد جګړه کې د پاکستان هوډ بدل نه کړي. په دغو بریدونو کې د یو پولیس په ګډون پنځه کسان وژل شوي او تر شلو ټپیان دي.

د پاکستان راډیو د راپور له مخې؛ شهباز شریف نن د دې بریدونو د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده او ټپیانو ته یې د غوره درملنې سپارښتنه کړې ده.

د بلوچستان په کوچلاغ کې بېګا په یوه جومات کې د چاودنې له امله د یوه پولیس په ګډون درې کسان ووژل او تر پنځلسو ټپیان شول.

ځايي چارواکي وايي، چاودنه له روژه ماتي وروسته د لمونځ ادا کولو پر مهال وشوه.

تر دې پېښې څو کړۍ مخکې مخکې د دې صوبې په خضدار بازار کې هم د چاودنې له امله دوه کسان ووژل او پنځه ټپیان شول.

د بلوچستان یووالي ټولنې پر دې بریدونو اندېښنه ښودلې او له حکومت یې د کوټلو امنیتي ګامونو د اخیستو غوښتنه کړې ده.

لا هم کومې ډلې د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

د بلوچستان په کچلاغ کې چاودنې سره درې کسان ووژل او ۱۵ ټپیان شول

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۰۸ GMT+۱

د بلوچستان په کوچلاغ کې بېګا په یوه جومات کې د چاودنې له امله د یوه پولیس په ګډون درې کسان ووژل او تر پنځلسو ټپیان شول. ځايي چارواکي وايي، چاودنه له روژه ماتی وروسته د لمونځ ادا کولو پر مهال وشوه.

لا هم د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

تر دې مخکې د بلوچستان په خضدار بازار کې هم د چاودنې له امله دوه کسان ووژل او پنځه ټپیان شول.

د بلوچستان یووالي ټولنې پر دې بریدونو اندېښنه ښودلې او له حکومت یې د کوټلو امنیتي ګامونو د اخیستو غوښتنه کړې ده.

په مصر کې د اوربند خبرو بې پایلې پاتې کېدل؛ نتنیاهو ویلي پر رفح د برید نېټه ټاکل شوې ده

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۴۳ GMT+۱

د حماس یو لوړ پوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ (د وري په ۲۰مه) رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د اوربند لپاره په قاهره کې د اسراییل له لوري شوی وړاندیز د حماس له‌خوا رد شوی دی.

له دې سره هم‌ مهاله د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې پر رفح د برید نېټه ټاکل شوې هلته چې د غزې د بې‌ځایه شویو د هیلو وروستی ځای دی.

اسراییل او حماس د یکشنبې په ورځ د قطري او مصري منځګړو او د امریکا د مرکزي اطلاعاتو سیاه د مشر ویلیم برنز چې د امریکايي پلاوی مشري یې کوله د خبرو اترو او منځګړیتوب له‌پاره د مصر پلازمېنې قاهرې ته خپل پلاوي استولي وو.

د برنز استول د امریکا د هغو زیاتو فشارونو یوه بله نښه ده، چې پر خپل اصلي ملګري اسراییل یې راوستي دي.

له دې سره، سره د حماس یو بل چارواکي علي برکه رویټرز ته ویلي: «موږ د اسراییل وروستي وړاندیزونه چې د مصري پلاوي له‌خوا رسېدلي رد کړي دي. زموږ سیاسي دفتر نن په دې اړه غونډه وکړه او په دې برخه کې یې پرېکړه هم وکړه.»

تر دې وړاندې د حماس یو بل چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رویټرز ته ویلي و، چې په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

هغه وایي: «د نیواک ګرو (اسراییل) په دریځ کې هیڅ بدلون نه لیدل کېږي؛ نو د قاهرې په خبرو کې نوی شی نه شته او تر اوسه کوم پرمختګ هم نه دی شوی.»

تر اوسه د اسراییل د وړاندیز جزییات نه دي ځرګند شوي، چې د حماس له‌خوا رد شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د غزې په سویلي برخو کې اسراییلي ځواکونو له شا تګه یوه ورځ وروسته د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي و، چې په قاهره کې یې د خبرو اترو په اړه بشپړ رپوټ تر لاسه کړی دی.

هغه زیاته کړه:« موږ د تل لپاره د خپلو موخو د ترلاسه کولو په برخه کې، یعنې د ټولو یرغمل شویو کسانو د ازادولو لپاره هڅې کوو.»

نتنیاهو وویل:« د دغه بري د ترلاسه کولو لپاره لازمه ده، چې موږ په رفح کې ټولې ترهګریزې مورچې له منځه یوسو او دغه څه به کېږي او د هغې لپاره نېټه نه ده ځانګړې شوې.»

رفح د فلسطین د هغو ولسي خلکو وروستی پناه ځای دی، چې د اسراییل د بې‌دریغه بمباریو له امله بې‌ځایه شوي دي.

اسراییل وایي، رفح د حماس د جنګیالیو وروستی او مهم ځای دی.

په دغه سویلي ښار کې له یو مېلیون څخه زیات خلک د اوبو، خوړو او سرپناه د نشتوالي او کموالي سره مخامخ دي. ګڼو دولتونو او بهرنیو بنسټونو له هغې ډلې د جوبایډن ادارې له اسراییل غوښتي، چې پر رفح دې له بریده ډډه وکړي.

لویدیځوالو د اسراییل له‌خوا پر حماس د کېدونکو بریدونو له امله د فلسطینیانو پر مرګ ژوبلې او انساني ناورین د رامنځته کېدو په برخه کې لا له وړاندې اندېښنې په ډاګه کړې دي.

د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس تر کنټرول لاندې دی د دوشنبې د ورځې په راپور کې ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۳۳ زره او ۲۰۷ فلسطینیان وژل شوي دي. دوه مېلیونه او ۳۰۰ زره خلک بې کوره شوي او د سختې لوږې سره مخامخ دي.

د شمېرو له مخې د اسراییل او حماس په جګړه کې د اکټوبر له اوومې نېټې څخه تر اوسه ۱۲۰۰ اسراییلیان وژل شوي او ۲۵۳ تنه یرغمل شوي دي.

اسراییلي پوځ وايي، چې له هغه مهاله تر اوسه د دوی ۶۰۰ سرتېری وژل شوي دي.

متحده ایالات به د چین څخه هغه وارداتو ته اجازه ورنه کړي چې د دوی نوي صنعتونه زیانمن کړي

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۵۷ GMT+۱

د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې جینټ ییلن د دوشنبې په ورځ چین ته خبرداری ورکړ، چې واشنګټن به د چینایي وارداتو له امله نوي صنعتونو زیانمنیدل و نه مني.‌

نوموړي د چین د وارداتو د محدودولو په موخه د جوړ شوي څلور ورځيني‌ مجلس په پای یو ځل بیا ټینګار کړي، چې چین څخه د وارداتو دوام به د امریکا نوي‌ صنعتونه ویجاړ کړي.

اغلې ییلن یوې خبري غوڼډې ته ویلي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به اجازه ورنه کړي چې د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړیو کې د "چین شاک" تکرار شي، کله چې د چینایي وارداتو یوې لویې جوپې شاوخوا ۲ میلیونه امریکایي تولیدي دندې له منځه وړې وې.

خو په دې سربېره؛ هغې د چینايي تولیداتو پر وړاندې د نویو تعرفو یا نورو سوداګریزو محدودیتونو ګواښ نه دی کړی او نه یې دي ویلي،‌ چې که چېرې بیجینګ د برېښنایی موټرو، بیټریو، سولر تختو او نورو بریښنايي انرژيکي توکو لپاره خپل پراخ دولتي ملاتړ ته دوام ورکړي نو امریکا به څه غبرګون وښيي.

اغلې ییلن په نهو میاشتو کې چین ته خپل دویم سفر کړی او شکایت کوي، چې د بیجینګ ډېرې پانګې اچونې د فابریکو د تولید ظرفیت له کورنۍ اړتیا خورا ډېر کړی او ځکه چین اوس د دغو تولیداتو په صادرولو تمرکز کوي؛ خو دغه په متحده ایالاتو او نورو هېوادونو کې کورنۍ کمپنۍ ګواښي.

هغې وویل، چې د سوداګریزې تبادلې یو نوی جوړ شوی چارچوب چې د چین د اضافي ظرفیت مسالې په اړه بحث کوي یوې حل لارې ته د رسېدو لپاره وخت ته اړتیا لري.

اغلې ییلین په تېرو وختونو کې د متحده ایالاتو د فولادو سکټور کې رامنځته شوی بحران د اوسني وضعیت سره ورته وباله.

هغې خبریالانو ته وویل: "موږ دا کیسه پخوا هم تجربه کړې ده. څه باندې یوه لسیزه مخکې، د چین د خلکو جمهوریت د حکومت پراخ ملاتړ د ټیټ قیمت چینایي فولادو د پراخ تولید لامل شو چې نړۍوال بازار یې په پراخه کچه ونیوه او په ټوله نړۍ او متحده ایالاتو کې یې دغه صنعت له منځه یووړ."

ییلن زیاته کړه: "ما څرګنده کړه چې ولسمشر بایډن او زه به د دې کیسې بیا تکرار ته اجازه ورنه کړو."

هغې وویل؛ کله چې نړۍوال بازار په مصنوعي ډول جوړ شي او ارزانه چینایي محصولاتو نه ډک شي، "د امریکایي او نورو بهرنیو شرکتونو وړتیا تر پوښتنې لاندې راځي."