• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: د پوځ لوی درستیز د عمران خان ۲۰ پلویان له زندانه خوشې کړل

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۴۳ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز د عمران خان هغه ۲۰ تنه پلویان له بنده خوشې کړل چې د ۲۰۲۳ کال د مئ په میاشت کې یې د لاریون پر مهال پوځي بنسټونو او وسایلو ته اور ورته کړی و او ویجاړئ یې کړې وې. دغه ۲۰ کسان د پوځ محکمې په یو، یو کال بند محکوم کړي وو.

پاکستاني رسنیو نن سه شنبه د (وري ۲۰مه) خبر ورکړی چې د دغه هیواد لوی درستیز جنرال عاصم منیر د پاکستان تحریک انصاف عمران خان ګوند ۲۰ تنه هغه پلویان چې د مئ میاشتې په نهمه نېټه د لاریون پر مهال یې د تاوتریخوالي له جوړولو وروسته پوځي ودانیو او موټرونو ته اور ورته کړی و، خوشې کړي.
د ۲۰۲۳ کال د مئ په نهمه نېټه وروسته له هغې د عمران خان پلویانو په ټول پاکستان کې لاریونونه وکړل چې سترې محکمې د عمران خان د نیولو حکم وکړ.
دغه ۲۰ تنه خوشې بندیان د راولپنډۍ، لاهور، ګوجرانوالا، دير او مردان اوسېدونکي دي چې د پوځ محکمې په یو کال بند سزا محکوم کړي وو.
ویل کیږي د پاکستان لوی درستیز دغه ۲۰ تنه د کوچني اختر د رارسېدو په مخه بښلي او د روانې اپریل په شپږمه او اومه نیټه یې خوشې کړي دي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې د پاکستان پوځي محکمې د دغو ۲۰ تنو د بښنې په اړه د دغه هیواد سترې محکمې ته لیکلی حکم استولی او د هغه په رڼا کې سترې محکمې د اختر په مخه دغه بندیان خوشې کړي دي.
د پاکستان جيو نيوز د وري۲۰مه د تحريک انصاف ګوند د اوسني مشر لطيف کهوسه په حواله راپور ورکړی و چې عمران خان ښايي په روانه مياشت کې له زندانه خوشې شي.
عمران خان د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د پاکستان د پارلمان د رایو له لارې د لومړي وزیر له څوکۍ لرې شو. هغه مهال تحریک انصاف ادعا کړې وه چې د عمران خان پرځول د امریکا لخوا د خپلو سیاسي مخالفانو په ملاتړ تنظیم شوي وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په مصر کې د اوربند خبرو بې پایلې پاتې کېدل؛ نتنیاهو ویلي پر رفح د برید نېټه ټاکل شوې ده

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۴۳ GMT+۱

د حماس یو لوړ پوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ (د وري په ۲۰مه) رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د اوربند لپاره په قاهره کې د اسراییل له لوري شوی وړاندیز د حماس له‌خوا رد شوی دی.

له دې سره هم‌ مهاله د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې پر رفح د برید نېټه ټاکل شوې هلته چې د غزې د بې‌ځایه شویو د هیلو وروستی ځای دی.

اسراییل او حماس د یکشنبې په ورځ د قطري او مصري منځګړو او د امریکا د مرکزي اطلاعاتو سیاه د مشر ویلیم برنز چې د امریکايي پلاوی مشري یې کوله د خبرو اترو او منځګړیتوب له‌پاره د مصر پلازمېنې قاهرې ته خپل پلاوي استولي وو.

د برنز استول د امریکا د هغو زیاتو فشارونو یوه بله نښه ده، چې پر خپل اصلي ملګري اسراییل یې راوستي دي.

له دې سره، سره د حماس یو بل چارواکي علي برکه رویټرز ته ویلي: «موږ د اسراییل وروستي وړاندیزونه چې د مصري پلاوي له‌خوا رسېدلي رد کړي دي. زموږ سیاسي دفتر نن په دې اړه غونډه وکړه او په دې برخه کې یې پرېکړه هم وکړه.»

تر دې وړاندې د حماس یو بل چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رویټرز ته ویلي و، چې په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

هغه وایي: «د نیواک ګرو (اسراییل) په دریځ کې هیڅ بدلون نه لیدل کېږي؛ نو د قاهرې په خبرو کې نوی شی نه شته او تر اوسه کوم پرمختګ هم نه دی شوی.»

تر اوسه د اسراییل د وړاندیز جزییات نه دي ځرګند شوي، چې د حماس له‌خوا رد شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د غزې په سویلي برخو کې اسراییلي ځواکونو له شا تګه یوه ورځ وروسته د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي و، چې په قاهره کې یې د خبرو اترو په اړه بشپړ رپوټ تر لاسه کړی دی.

هغه زیاته کړه:« موږ د تل لپاره د خپلو موخو د ترلاسه کولو په برخه کې، یعنې د ټولو یرغمل شویو کسانو د ازادولو لپاره هڅې کوو.»

نتنیاهو وویل:« د دغه بري د ترلاسه کولو لپاره لازمه ده، چې موږ په رفح کې ټولې ترهګریزې مورچې له منځه یوسو او دغه څه به کېږي او د هغې لپاره نېټه نه ده ځانګړې شوې.»

رفح د فلسطین د هغو ولسي خلکو وروستی پناه ځای دی، چې د اسراییل د بې‌دریغه بمباریو له امله بې‌ځایه شوي دي.

اسراییل وایي، رفح د حماس د جنګیالیو وروستی او مهم ځای دی.

په دغه سویلي ښار کې له یو مېلیون څخه زیات خلک د اوبو، خوړو او سرپناه د نشتوالي او کموالي سره مخامخ دي. ګڼو دولتونو او بهرنیو بنسټونو له هغې ډلې د جوبایډن ادارې له اسراییل غوښتي، چې پر رفح دې له بریده ډډه وکړي.

لویدیځوالو د اسراییل له‌خوا پر حماس د کېدونکو بریدونو له امله د فلسطینیانو پر مرګ ژوبلې او انساني ناورین د رامنځته کېدو په برخه کې لا له وړاندې اندېښنې په ډاګه کړې دي.

د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس تر کنټرول لاندې دی د دوشنبې د ورځې په راپور کې ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۳۳ زره او ۲۰۷ فلسطینیان وژل شوي دي. دوه مېلیونه او ۳۰۰ زره خلک بې کوره شوي او د سختې لوږې سره مخامخ دي.

د شمېرو له مخې د اسراییل او حماس په جګړه کې د اکټوبر له اوومې نېټې څخه تر اوسه ۱۲۰۰ اسراییلیان وژل شوي او ۲۵۳ تنه یرغمل شوي دي.

اسراییلي پوځ وايي، چې له هغه مهاله تر اوسه د دوی ۶۰۰ سرتېری وژل شوي دي.

متحده ایالات به د چین څخه هغه وارداتو ته اجازه ورنه کړي چې د دوی نوي صنعتونه زیانمن کړي

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۵۷ GMT+۱

د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې جینټ ییلن د دوشنبې په ورځ چین ته خبرداری ورکړ، چې واشنګټن به د چینایي وارداتو له امله نوي صنعتونو زیانمنیدل و نه مني.‌

نوموړي د چین د وارداتو د محدودولو په موخه د جوړ شوي څلور ورځيني‌ مجلس په پای یو ځل بیا ټینګار کړي، چې چین څخه د وارداتو دوام به د امریکا نوي‌ صنعتونه ویجاړ کړي.

اغلې ییلن یوې خبري غوڼډې ته ویلي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به اجازه ورنه کړي چې د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړیو کې د "چین شاک" تکرار شي، کله چې د چینایي وارداتو یوې لویې جوپې شاوخوا ۲ میلیونه امریکایي تولیدي دندې له منځه وړې وې.

خو په دې سربېره؛ هغې د چینايي تولیداتو پر وړاندې د نویو تعرفو یا نورو سوداګریزو محدودیتونو ګواښ نه دی کړی او نه یې دي ویلي،‌ چې که چېرې بیجینګ د برېښنایی موټرو، بیټریو، سولر تختو او نورو بریښنايي انرژيکي توکو لپاره خپل پراخ دولتي ملاتړ ته دوام ورکړي نو امریکا به څه غبرګون وښيي.

اغلې ییلن په نهو میاشتو کې چین ته خپل دویم سفر کړی او شکایت کوي، چې د بیجینګ ډېرې پانګې اچونې د فابریکو د تولید ظرفیت له کورنۍ اړتیا خورا ډېر کړی او ځکه چین اوس د دغو تولیداتو په صادرولو تمرکز کوي؛ خو دغه په متحده ایالاتو او نورو هېوادونو کې کورنۍ کمپنۍ ګواښي.

هغې وویل، چې د سوداګریزې تبادلې یو نوی جوړ شوی چارچوب چې د چین د اضافي ظرفیت مسالې په اړه بحث کوي یوې حل لارې ته د رسېدو لپاره وخت ته اړتیا لري.

اغلې ییلین په تېرو وختونو کې د متحده ایالاتو د فولادو سکټور کې رامنځته شوی بحران د اوسني وضعیت سره ورته وباله.

هغې خبریالانو ته وویل: "موږ دا کیسه پخوا هم تجربه کړې ده. څه باندې یوه لسیزه مخکې، د چین د خلکو جمهوریت د حکومت پراخ ملاتړ د ټیټ قیمت چینایي فولادو د پراخ تولید لامل شو چې نړۍوال بازار یې په پراخه کچه ونیوه او په ټوله نړۍ او متحده ایالاتو کې یې دغه صنعت له منځه یووړ."

ییلن زیاته کړه: "ما څرګنده کړه چې ولسمشر بایډن او زه به د دې کیسې بیا تکرار ته اجازه ورنه کړو."

هغې وویل؛ کله چې نړۍوال بازار په مصنوعي ډول جوړ شي او ارزانه چینایي محصولاتو نه ډک شي، "د امریکایي او نورو بهرنیو شرکتونو وړتیا تر پوښتنې لاندې راځي."

د ځمکې په یو شمېر برخو کې د سږني کال لومړی بشپړ لمریز کسوف روان دی

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۰۵ GMT+۱

د لمر کسوف لومړی په مکسیکو، بیا د امریکا په ټکساس، اوکلاهوما او ارکنساس او نورو شمال ختیځو ایالتونو او د کاناډا په ختیځو ولایتونو کې لیدل کېږي.

د لمر کسوف به د اروپا په لویدیځه برخه کې هم لیدل کیږي.

د سویلي امریکا په هېوادونو کې بشپړ لمریز کسوف لیدل شوی، تر دې مخکې په جنوبي امریکا کې په ۱۹۱۸م کال کې بشپړ لمریز کسوف لیدل شوی و، یعنې ۱۰۶ کاله وړاندې او بل ځل یې د ۲۰۷۹ کال څخه مخکې نه لیدل کیږي.

بشپړ لمریز کسوف هغه وخت رامنځته کیږي، چې سپوږمۍ د لمر او ځمکې ترمنځ راشي، د لمر رڼا په بشپړه توګه بندوي، د څو ثانیو یا دقیقو لپاره په بشپړه توګه تیاره کوي او په ورځ کې د شپې په څېر تیاره ښکاري.

سعودي عربستان او طالبان: د راتلونکې چهارشنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۴۲ GMT+۱

تازه سعودي عربستان او د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې د چهارشنبې ورځ (د حمل ۲۲مه) د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

سعودي ګزټ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت د سپوږمۍ د لیدنې له پروسې وروسته د چهارشنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو سترې محکمې هم اعلان کړی، چې د مرکز سربېره په ولایاتو کې چا د شوال د میاشتې سپوږمۍ نه ده لیدلې؛ نو پر همدې بنسټ به راتلونکې چهارشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

طالبان دا علان د سعودي عربستان له اعلانه دوه ساعته وروسته کوي.

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال: ایراني پولیس د قانوني اسنادو سربېره هم افغانان وباسي

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۲۴ GMT+۱

په ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوالو د افغانستان انټرنشنل فارسي څانګې ته ویلي، چې د اوسېدو د قانوني اسنادو سربېره هم د ایران پولیس افغان کډوال نیسي او له دغه هېواده یې وباسي.

د دوی په وینا؛ یو شمېر پولیس په شخصي لباس کې د ایران په عامه ځایونو کې افغان کډوال نیسي او زندانونو ته یې بیايي.

یو شمېر کډوالو افغانستان انټرنشنل - فارسي ته په لېږل شوي یاداشت کې لیکلي، چې پولیس د افغان کډوالو د نیولو پر مهال قانوني اسنادو لکه؛ پاسپورت، وېزې او د اوسېدو کارتونو ته پام نه کوي.

یو تن کډوال چې نیول شوی و، په یوې ویډیو کې چې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې پاسپورت او ویزه لري؛ خو د ایران اسلامي جمهوریت پولیسو هغه نیولی او له هېواده یې شړي.

نوموړي په دغه ویډیويي پیغام کې ویلي، کله چې کډوال د تهران په یوه بازار کې د لوی اختر د سودا د پېرلو لپاره ځي، پولیسو یې پېژني او نیسي یې.

په دې ویډیو کې دا هم لیدل کیږي، چې پولیس کډوال په یوه وین موټر سره لېږدوي او په یوه خونه کې یې بندیان کړي دي.

افغان کډوال له ایران څخه په زوره د کډوالو د ایستلو شکایت کوي، په داسې حال کې چې دغه هېواد هره ورځ سلګونه افغان کډوال توقیف او شړلي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو په وار - وار ټینګار کړی، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو پلان ته په جدي توګه دوام ورکوي؛ خو په تېر کال کې پاکستان او ایران لسګونه زره افغان کډوال په زوره ایستلي دي.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو دغه اقدام د نړۍوالې ټولنې له توند غبرګون سره مخ شوی دی.

د کډوالو نړۍوالې ادارې ویلي، چې د کډوالو جبري ویستل د ټولو نړۍوالو کنوانسیونونو خلاف عمل دی.