• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

الجزیره: غزه کې د اسراییل په هوايي برید کې د اسماعیل هنیه درې زامن او لمسیان وژل شوي

۲۲ وری ۱۴۰۳ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وری ۱۴۰۳ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۱۷ GMT+۱

د الجزیرې خبري شبکې د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۲مه) خبر ورکړ، چې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه درې زامن په غزه کې د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوي دي. دغې رسنۍ خبر ورکړی، چې په دغه برید کې د ښاغلي هنیه لمسیان هم وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ د ښاغلي هنيه زامن حازم، امير او محمد هنيه دي.

د حماس د سیاسي دفتر د مشر دغه اولادونه په غزه کې د کډوالو پر کمپ د اسرايیل په هوايي برید کې وژل شوي دي.

دغې شبکې د اسماعیل هنیه له قوله ویلي، چې ماشومان یې د غزې په شمال کې شاطي کمپ ته د اختر لپاره له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره د لیدو لپاره روان وو، چې پرې برید وشو.

د اسماعیل هنیه زامن
100%
د اسماعیل هنیه زامن

د حماس د سیاسي دفتر مشر ویلي، که د حماس د مشرانو کورنۍ او کورونه هم په نښه شي، دوی به له خپل دریځه شا نه شي.

د اسراییل پوځ تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

الجزیرې خبر ورکړی، چې د اسراییل په بریدونو کې د اسماعیل هنیه د کورنۍ ۶۰ تنه خپلوان وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان لومړي وزير د مختلفو هېوادونو مشرانو ته د اختر مبارکي لپاره ټلیفون وکړ

۲۲ وری ۱۴۰۳ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۳۸ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزير د مالیزیا، ترکيې، قطر، بحرين، عمان او محتده عربي اماراتو مشرانو ته ټلیفون سره د اختر مبارکي ور کړه. شهباز شریف وايي، له دې مشرانو سره یې پر مبارکۍ سربېره د اسلامي هيوادونو پر ګډه ملګرتيا، د سوداګريزو اړيکو پر پياوړتيا او په سېمه کې پر سوله او ثبات خبرې کړي.

د پاکستان لومړۍ وزير شهباز شريف نن چهار شنبه د کوچني په لومړۍ ورځ پر خپله اېکس پاڼه د هغو هيوادونو د مشرانو یادونه کړې چې ده ور سره نن او یا پرون د اختر مبارکي لپاره ټلیفون کړی دی.

شهباز شريف د مالیزیا لومړي وزیر انوار ابراهیم، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د قطر امیر شیخ تمیم بن محمد الثانی، د متحده عربي اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید النهیان، د عمان پاچا سلطان هشام بن طارم او د بحرين پاچا حمد بن عیسا ال خلیفه ته زنګ وهلی دی.

شهباز شریف دغو ټولو هيوادونو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ د همکارۍ غوښتنه کړې او د «اسلامي هيوادونو» د اړيکو پر پياوړتيا يې ټينګار کړی دی.

شهباز شریف پرون د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د سعودي عربستان له دوه ورځني سفر هېواد ته ستون شو.

د سعودي چارواکو له نوموړي سره د پاکستان د خراب اقتصادي حالت په ښه کولو کې د مرستې ژمنه کړې ده.

امريکا: له سپاه پاسداران څخه نیول شوې وسلې او مهمات مو اوکراین ته لېږلي دي

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۵۱ GMT+۱

د امریکا مرکزي قومانداني (سنټکام) وايي، چې د دوی حکومت د ایران له سپاه پاسداران څخه نیول شوې وسلې اوکراين ته انتقال کړي؛ څو د روسيې د یرغل او د ځان د دفاع لپاره ترې ګټه واخلي. سپاه پاسدارانو دغه وسلې يمني حوثيانو ته استولې، چې په لاره کې امريکايي پوځيانو نيولي.

سنتکام د سې شنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې په دې وسلو کې ۵۰۰ زره د کلاشنکوفونه، سنايپر توپکونه، ار پي جي او تر ۵۰۰ زره زياتې مرمۍ، چې په څلور کښتيو کې ځای پر ځای شوي وې يمن ته د لېږلو پر مهال نيول شوي دي.

دغه اداره وایي، چې امريکا د عدليې وزارت د حکم سره سم د ۱۴۰۲ کال د (ليندۍ ۱۰مه) دغه بېړۍ او محموله له سپاه پاسدارانو څخه نيولې او د همدې کال د (وري ۱۶مه) نېټه يې اوکران ته تسلیم کړي دي.

د امريکا مرکزي قوماندانۍ په دې اعلاميه کې د سپاه پاسدارن له لوري یمن ته د وسلو دغه قاچاق د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۲۲۱۶ پرېکړه ليک خلاف بللی دی.

دغه پرېکړه لیک چې په ۲۰۱۵ کال کې تصویب شو، په یمن کې د بې ثباته کوونکو کړنو لکه دغه هېواد ته د وسلو د لېږلو په مخنیوي ټینګار کړی.

د سنټکام په علاميه کې راغلي، چې واشنکتن ژمن؛ څو په سيمه کې د ایران د وسلو د مرستې د «وژونکي جريان» په وړاندي د خپلو متدحدينو او شريکانو سره په ګډه مبارزه وکړي.

سنټکام په منځني ختيځ کې د وسله والو ډلو څخه د ایران د حکومت ملاتړ د سيمې او نړۍ امنيت ته ګواښ وباله او زياته يې کړه، چې د ایران دا کړنې د امريکا او د هغه د متحدينو د اتباعو، ډيپلوماټانو او پوځ لپاره خطر دی.

تېر کال د وږي په مياشت کې امریکا د اوکراين پوځ ته شاوخوا یو ميليون او ۱۰۰ زره مرمۍ ورکړې، چې د سپاه پاسدارنو څخه یې نيولي وې.

د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، د یمن حوثيانو، چې د ایران یوه نیابتي ډله ده په سور سمندرګي، د باب المندب تنګي او د عدن خليج په نړیوالو بېړیو په بریدونو سره يې په سیمه کې د تګ راتګ امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

اوکراین ته د ایراني وسلو او مهماتو انتقال په داسې حال کې کېږي، چې د ایران حکومت له مسکو سره همکاري کوي.

تهران له اوکراین سره په جګړه کې د روسیې یو له مهمو متحدینو څخه دی.

پر ایران تور دی، چې د شاهد ۱۳۱ او شاهد ۱۳۶ ځانمرګي ډرون الوتکي يې روسيې ته استولي؛ څو په اوکراين کې د پوځي عملياتو پرمهال ترې کار واخلي.

زېلینسکي: پوتین چې هر څه ته لاس وروړي په کنډواله بدلیږي

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۴۷ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر وایي، چې د روسیې هدف روښانه دی؛ دوی غواړي له خرکییف او سیمي څخه د خلکو د اېستلو لپاره هره ممکنه کار ترسره کړي. ولادیمیر زېلینسکي د سې شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پانې د یوې ویډیو په خپرولو سره وایي: «پوتین چې هر څه ته لاس وروړي په کنډواله بدلیږي.»

ښاغلي زېلینسکي زیاته کړې: «موږ د خپلو ښارونو او ټولنو د ساتنې لپاره خپلې ټولې ممکنې او ناممکنې هڅې کوو.»

زېلینسکي وایي؛ په نړۍ کې زموږ ټول متحدین باید پوه شي چې په دوی باور او د ازادې نړۍ راتلونکی همدا اوس خرکییف، زاپوریززیه، خرسون، د سومي او دونیتسک کې ډېری ښارګوټو، مایکولیوف، چرنیهیف، او دنیپروپیټروسک په ښارونو کې ترلاسه کېدی شي، چیرې چې هوایي دفاع ته اړتیا ده او د نړۍ سیاسي ارادې ته اړتیا ده ترڅو د خوندي ژوند پرېکړه وکړي او د روسیې د ترهګرۍ پر وړاندې بریا تضمین کړي.

په دې وروستیو کې روسیې د اوکراین په انرژۍ سکتور پراخ بریدونه پیل کړي او اوکراین چې تر جګړې وړاندې د انرژي صادرونکی هېواد و، اوس د خپل اړتیا وړ انرژۍ یوه برخه له بهره واردوي.

د ۲۰۲۲ کال په فېبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې برید د ۱۹۶۲ کال د کیوبا د توغندیو له کړکېچ وروسته له لویدیځ سره د روسیې په اړیکو کې تر ټولو ژور کړکېچ را منځته کړی دی.

د روسیې او اوکراین جګړې ته په کتو سره د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټوسک خبرداری ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې د هر اړخیزې جګړې قوي امکان شته او روسیه باید اوکراین ته ماتې ورنکړي که نه نو دا به ټوله اروپا بې ثباته کړي.

د برېتانيا د خبريالانو اتحاديې په پاکستان کې پر افغان خبريال د بريد د څېړلو غوښتنه وکړه

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۱

د برېتانيا د خبريالانو ملي اتحادیې له پاکستانه غوښتي، چې په اسلام اباد کې پر افغان خبريال احمد هنایش د برید په اړه سمدستي پلټنې وکړي. پر ښاغلي هنایش د چهارشنبې په شپه د (وري ۱۵مه) د دوو وسله والو موټر سایکل سپرو له خوا برید وشو.

د برېتانيا د خبريالانو ملي اتحاديې د سې شنبې په ورځ (وري ۲۱مه) اعلان وکړ، چې د اروپايي ټولنې د خبريالانو مشرتابه د پاکستان له حکومت او د دغه هېواد د خبريالانو له بنسټونو غواړي، چې دا موضوع جدي ونيسي او عاملين يې په ګوته کړي.

د برېتانيا د ژورناليستانو ملي اتحاديه د ښاغلي هنایش د ښې روغتيا او ژر تر ژره رغېدو هيله کړې او ويلي يې دي چې اوس يې درملنه روانه ده او روغتيا يې ښه ده.

د ازادي راډیو خبریال احمد هنايش له تېرې یوې میاشتې راهیسې په اسلام اباد کې ژوند کوي.

له افغانستان څخه تر وتلو وړاندې د افغان خبریالانو د مرکز د مدیره هیيت غړی و او ویل کیږي، چې له جلاوطنه افغان رسنیو سره یې اړېکې درلودې.

د خبریالانو د دفاع سازمانونو په داسې حال کې په پاکستان کې پر افغان خبریال د برید د څېړلو غوښتنه کړې، چې په دې وروستیو کې پاکستاني پولیسو اعلان وکړ، چې په اسلام اباد کې پر افغان خبریال د برید په اړه څېړنې کوي.

په سیستان او بلوچستان کې د یوه برید له امله ۷ ایراني پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۳۳ GMT+۱

د سیستان او بلوچستان په سېب و سوران ښار کې د ایراني پولیسو او د جیش العدل د جنګیالیو تر منځ په نښتو کې پنځه ایراني پولیس ووژل شول او دوه نور یې ټپيان شوي دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې؛ دا پېښه تر هغې وروسته رامنځته شوه، چې د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د پولیسو پر دوو موټرو د جیش العدل ډلې جنګیالیو برید وکړ.
تسنیم همداراز لیکلي: «دغه دوه موټر چې له سېب و سوران څخه مهرستان ته تللي و، د بېرته راګرځېدو پرمهال له برید سره مخامخ شول.»
جیش العدل د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د برید مسوولیت منلی دی.
د سیستان او بلوچستان امنیتي مرستیال علي رضا مرحمتي ایراني رسنیو ته په خبرو کې ویلي، چې پېښه د پولیسو د ګزمې پر مهال رامنځته شوې ده.
نوموړی وایي؛ که څه هم جیش العدل د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی خو مونږ دا خبره نه منو او د پېښې د عاملینو لپاره پلټنې روانې دي.

د یادولو ده، چې څو ورځې وړاندې هم د ایران د امنیتي ځواکونو او جیش العدل د جنګالیو ترمنځ نښته وشوه، چې شاوخوا دولس ساعته یې دوام وکړ.

د راپورونو له مخې؛ په دې پېښه کې د جیش العدل ۱۸ غړي او د ایران لس امنیتي ځواکونه ووژل شول.