• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېتانيا د خبريالانو اتحاديې په پاکستان کې پر افغان خبريال د بريد د څېړلو غوښتنه وکړه

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۱

د برېتانيا د خبريالانو ملي اتحادیې له پاکستانه غوښتي، چې په اسلام اباد کې پر افغان خبريال احمد هنایش د برید په اړه سمدستي پلټنې وکړي. پر ښاغلي هنایش د چهارشنبې په شپه د (وري ۱۵مه) د دوو وسله والو موټر سایکل سپرو له خوا برید وشو.

د برېتانيا د خبريالانو ملي اتحاديې د سې شنبې په ورځ (وري ۲۱مه) اعلان وکړ، چې د اروپايي ټولنې د خبريالانو مشرتابه د پاکستان له حکومت او د دغه هېواد د خبريالانو له بنسټونو غواړي، چې دا موضوع جدي ونيسي او عاملين يې په ګوته کړي.

د برېتانيا د ژورناليستانو ملي اتحاديه د ښاغلي هنایش د ښې روغتيا او ژر تر ژره رغېدو هيله کړې او ويلي يې دي چې اوس يې درملنه روانه ده او روغتيا يې ښه ده.

د ازادي راډیو خبریال احمد هنايش له تېرې یوې میاشتې راهیسې په اسلام اباد کې ژوند کوي.

له افغانستان څخه تر وتلو وړاندې د افغان خبریالانو د مرکز د مدیره هیيت غړی و او ویل کیږي، چې له جلاوطنه افغان رسنیو سره یې اړېکې درلودې.

د خبریالانو د دفاع سازمانونو په داسې حال کې په پاکستان کې پر افغان خبریال د برید د څېړلو غوښتنه کړې، چې په دې وروستیو کې پاکستاني پولیسو اعلان وکړ، چې په اسلام اباد کې پر افغان خبریال د برید په اړه څېړنې کوي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

په سیستان او بلوچستان کې د یوه برید له امله ۷ ایراني پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۳۳ GMT+۱

د سیستان او بلوچستان په سېب و سوران ښار کې د ایراني پولیسو او د جیش العدل د جنګیالیو تر منځ په نښتو کې پنځه ایراني پولیس ووژل شول او دوه نور یې ټپيان شوي دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې؛ دا پېښه تر هغې وروسته رامنځته شوه، چې د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د پولیسو پر دوو موټرو د جیش العدل ډلې جنګیالیو برید وکړ.
تسنیم همداراز لیکلي: «دغه دوه موټر چې له سېب و سوران څخه مهرستان ته تللي و، د بېرته راګرځېدو پرمهال له برید سره مخامخ شول.»
جیش العدل د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د برید مسوولیت منلی دی.
د سیستان او بلوچستان امنیتي مرستیال علي رضا مرحمتي ایراني رسنیو ته په خبرو کې ویلي، چې پېښه د پولیسو د ګزمې پر مهال رامنځته شوې ده.
نوموړی وایي؛ که څه هم جیش العدل د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی خو مونږ دا خبره نه منو او د پېښې د عاملینو لپاره پلټنې روانې دي.

د یادولو ده، چې څو ورځې وړاندې هم د ایران د امنیتي ځواکونو او جیش العدل د جنګالیو ترمنځ نښته وشوه، چې شاوخوا دولس ساعته یې دوام وکړ.

د راپورونو له مخې؛ په دې پېښه کې د جیش العدل ۱۸ غړي او د ایران لس امنیتي ځواکونه ووژل شول.

ترکیې د غزې تر اوربنده اسراییل ته د ۵۴ محصولاتو صادرات محدود کړل

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۱۲ GMT+۱

د ترکيې د سوداګرۍ وزارت وايي، چې تر هغه به اسراییل ته پر صادراتو بنديز ولګوي؛ تر څو چې اوربند نه وي شوی او په غزه کې بشري مرستې زياتې شوې نه وي.

د ترکیې د سوداګرۍ وزارت د سې شنبې په ورځ (د اپریل ۹مه) په یوه بیان کې وویل، چې دوی به نور اسراییل ته په ۵۴ کټګوریو کې د اوسپنې او فولادو محصولات، د جیټ تیل ، ساختماني تجهیزات، ماشینونه، سمنټ، ګرانایټ ، کیمیاوي توکي، افت وژونکی، خښتې او نور توکي نه استوي.

په دغه بیان کې ویل شوي: «دا پرېکړه به تر هغه وخته پورې پر ځای وي چې اسراییل سمدستي اوربند اعلان کړي او غزې ته د بشري مرستو د کافي او بې خنډه لیږد اجازه ورکړي.»

بل خوا؛ د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې بندیزونه له اسراییل سره د سوداګریزو تړونونو یو اړخیزه سرغړونه بللې ده.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې د ترکیې ولسمشر اردوغان د حماس د ملاتړ لپاره د ترکیې اقتصادي ګټې قرباني کوي.

ښاغلي يسراييل کاتس ويلي، چې د ترکيې د بنديزونو په غبرګون کې به د ترکيې پر توليداتو خپل سوداګريز محدوديتونه ولګوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې غوښتل غزې ته د بشري مرستو په الوتنو کې برخه واخلي؛ خو اسراییل ورسره مخالفت وکړ.

غزې ته د هوایي مرستو د استولو سره د ترکیې له غوښتنې د اسراییل مخالفت په داسې حال کې دی، چې د خوړو نړۍوال سازمان غزه کې د خلکو ناورین ته په اشارې سره وویل، چې د یوه میلیون څخه د ډېرو خلکو د یوې میاشتې خواړه د بندو لارو ترشا پاتې دي.

د اکټوبر له اووم راهیسې کله چې اسراییل پر غزې خپل بې رحمانه بریدونه پیل کړل ترکیه د اسراییل یو له سرسختو منتقیدونو څخه بلل کیږي.

پاکستانۍ رسنۍ: افغانستان ته د پاکستان صادرات زیات خو واردات یې کم شوي دي

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۶ GMT+۱

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې تېره میاشت افغانستان ته د پاکستان صادرات ۲۰.۶ سلنه ډېر شوي؛ خو په مقابل کې یې واردات نږدې نیمايي کم شوي.

د دې رسنیو د راپور له مخې؛ د روان کال په مارچ کې افغانستان ته له پاکستان د ۱۱۷ میلیون ډالرو صادرات شوي؛ خو په فبروري کې دا اندازه ۱۰۴ میلیونه ډالره وه.

په دې حساب د فېبروري پرتله په مارچ میاشت کې دا صادارت ۱۲.۵ سلنه زیات شوي دي.

پاکستانۍ رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله دا هم وايي، چې په مقابل کې پاکستان ته د افغانستان صادرات کم شوي دي.

د دې راپور له مخې؛ د ۲۰۲۴ کال په مارچ یا تېره میاشت کې پاکستان ته له افغانستان د ۳۶ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي؛ خو د تېر کال په مارچ کې همدا اندازه ۷۱ میلیون ډالره وه.

د خپلمنځۍ سوداګرۍ د دې بدلون لامل نه دی په ګوته شوی؛ خو د وېزو نه درلودو په پلمه افغان ډرېورانو ته د پاکستان له خوا د تورخم او چمن لارو بندول او پر ډېورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تاوتریخوالی د دې سوداګرۍ خنډ بلل کېږي.

د پاکستاني صادراتو د زیاتوالي خبره په داسې مهال ده، چې تېره میاشت د پاکستان یو سوداګریز پلاوی کابل ته لاړ او هلته دواړو لورو پر دې سلا وکړه چې سوداګري به له سیاسي او امنیتي مسالو جلا ساتي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت: د ځینو ویب سایټونو له خوا د افغانستان ضد هڅې د منلو نه دي

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۶ GMT+۱

د ایران کورنيو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې لیکلي، چې د ځينو ویب سایټونو له خوا د افغانستان ضد هڅې د منلو نه دي. د ایران کورنیو چارو وزارت وايي، په ایران کې د افغانان اتباعو د منلو امکان نه شته.

د ایران کورنیو چارو وزارت دغه شپږ ماده يیزه اعلاميه د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۰مه) د هغه څه په غبرګون کې خپره کړه، چې رسنیو په دغه هېواد کې د کډوالو په اړه خپاره کړي.

دغه وزارت د هغو پاڼو (سايټونو) نومونه نه دي په ډاګه کړي، چې د افغانستان ضد  خپرونې کوي.

په دې اعلاميه کې د کډوالو موضوع په افغانستان باندي د بهرنیو هېوادونو د «تيري» او د جګړې له امله د يوه ناورين د رامنځته کېدو له امله یوه جدي بشري مساله بلل شوې ده.

د دې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «افغان کډوال باید خپلې خاورې ته ستانه شي او افغانستان اباد کړي.»

د ایران خبری اژانس ایرنا د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزارت له قوله یوه نسخه خپره کړې او لیکلي یې دي، چې د استوګنې له اسنادو پرته کډوال به بېرته خپل هېواد ته ستانه شی.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بيا رسېدو سره سم، ډېری وګړي د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شول.

د ایران کورنيو چارو وزارت د شمېرو له مخې؛ په ایران کې شاوخوا پنځه ميليونه افغان کډوال ژوند کوي.

په همدې مهال په دې هېواد کې د کډوال ستونزې ورځ تر بلې زياتيږي او ایران هره ورځ لسګونه کډوال د استوګنې له اسنادو پرته بنديان او يا له هېواده باسي.

د ترکیې پولیسو په اغرې او بالیکسیر ښارونو کې ۴۰ افغان کډوال نیولي دي

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۳۷ GMT+۱

ترکي رسنیو د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد د پولیسو له خوا د بالیکسیر په ښار کې د ۳۳ افغان مهاجرو د نیولو خبر ورکړ. په یوه بله پېښه کې اووه افغان کډوال هم په اغره ښار کې نیول شوي دي.

د ترکيې د رسنيو د راپورونو له مخې؛ د دغه هېواد پوليسو د باليکسير ښار د اردمت په کلي کې په عملياتو کې تر ٣٠ زيات افغان کډوال پېژندلي او نيولي دي.

د اخلاص خبري اژانس د راپور له مخې؛ نیول شوي پناه غوښتونکي توقیف ځایونو ته لیږدول شوي او یو تن ترکیې ته د قانوني اسنادو پرته د مهاجرینو د لیږد د تنظیم په تور نیول شوی دی.

په دوو نورو پېښو کې د دغه هېواد پوليسو اووه تنه افغان کډوال چې په اغره ښار کې په يوه موټر او په يوه بس کې پټ شوي وو، پېژندلي او نيولي دي.

رسنیو ویلي، چې په دغو پېښو کې د دوو ایراني چلوونکو په ګډون پنځه تنه نیول شوي دي.

د خبر ځاى د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې دوه ميله وسلې هم کشف او ضبط شوي دي.

ترکیې په تېرو دوه نیمو کلونو کې لسګونه زره افغان کډوال د استوګنې له اجازې پرته نیولي او افغانستان ته یې استولي دي.

د دغه هېواد چارواکو په وار - وار اعلان کړی، چې هېڅ کډوال ته به اجازه ورنه کړي، چې د اوسېدو له اسنادو پرته په دغه هېواد کې ژوند وکړي.