• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په راتلونکو درېیو ورځو کې د اوبو کچې د لوړېدو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرداري له مخې د هریرود، هلمند شمال، کابل او پنج امو سیندیزو حوزو په شاوخوا سیمو کې مېشت خلک دې په راتلونکو درېیو ورځو کې د سیندونو څنډو ته له ورتګه ډډه وکړي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د یک شنبې په ورځ د (وري ۲۶مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې د وري له ۲۷مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړېدو او سېلابونو راوتلو احتمال ډير دی.

یاد وزارت وايي، د هوا پېژندنې ادارې د او نړېوالې هوا پېژندنې ادارو د وړاندوینو له مخې د افغانستان په ځینو برخو کې د چټکو بارانونو او وارې ورېدو له امله د سېلابونو د راوتلو او ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډیر اټکل د هریرود، هلمند شمال، کابل او پنج امو په سیندیزو حوزو کې شوی دی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبرداری ورکوي او وايي، چې د «کوشک و کشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترینکوټ، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، مدان وردګ، غوربند، پنجشیر، لغمان، کنړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان سیندونو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال ډیر دي.»

دغه وزارت د یادو سیندونو په څنډو کې استوګنو کسانو ته خبرداری ورکړی چې د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره تر راتلونکو درېیو ورځو د سیندونو له غاړو لیرې و اوسي.

ها خوا د کندهار او اروزګان لویه لاره د سیلابونو راوتلو له امله د تګ راتګ لپاره له نن سهار راهیسې تړل شوې.

دا په داسې حال کې چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د افغانستان په یو شمېر سوېلي ولایتونو کې د دوامداره ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله ګڼو کسانو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د افغانستان په سوېل کې د باران، ږلۍ او سېلابونو له امله ګڼ مالي زیانونه اوښتي

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۳۱ GMT+۱

سرچینې وايي، د افغانستان په سوېلي ولایتونو کندهار، هلمند او روزګان کې د باران، ږلۍ او سېلابونو له امله د اوبو یو بند او زرګونه جرېبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې. په سیمه کې ځايي طالب چارواکي هم مني چې تېر ۲۴ ساعته د باران، ږلۍ او سېلابونو له امله خلکو ته مالي زیانونه ور اوښتي دي.

نا تایید شوي راپورونه وايي، چې په دغو سېلابونو کې د سر زیان هم اوښتی خو طالبان یې په اړه معلومات نه ورکوي او تر اوسه پورې د خپلواکو ادارو له لوري هم کره شمېرې نه دي خپرې شوې.

په کندهار کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د بارانونو له امله ۲۲ کورونه ویجاړ شوي.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسولان وايي، د بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله د کندهار په میوند او ژړی ولسوالیو کې شاوخوا ۹۰۰ سوه میوه لرونکي ونې چپه شوې دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د کرنې ریاست د مالدارۍ مدیر محمد الله وايي، د کندارها ولایت د معروف ولسوالۍ په لنډي کلي کې له ۹۰ زیات څاروي مړه شوي.

هاخوا د هلمند د مارجي او ناوې ولسوالیو اوسېدونکي وايي د تېرې ورځې ږلۍ یې فصلونه زیانمن کړي.

د محمد عمر په نوم د ناوې ولسوالۍ یو کروندګر وايي: «دا نو د خدای افت و پنځه دقیقې ږلۍ و اورېدله زموږ د ټول کال خوارۍ یې را ختمې کړې. ما په ژوند دومره غټې ږلۍ نه وې لیدلې سولر هندارې او د موټرانو هندارې یې هم ماتې کړې.»

په هلمند کې د طالبانو د والي ویاند ریاض وايي، په سنګین، موسی کلا او کجکي ولسوالیو کې سېلابونو سلګونه جرېبه کروندې ویجاړې کړې دي.

خو په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د ځاني زیانونو په اړه یې جزیات ورنه کړل.

د هلمند او کندهار ترڅنګ له روزګان ولایت څخه هم د سېلابونو او بارانونو له امله کروندګرو ته د اوښتو زیانونو په اړه راپورونه ورکړل شوي.

د روزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د سېلابونو او بارانونو له امله د خاص روزګان، چنارتو، ګیزاب او دهراود ولسوالیو کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او لسګونه کورونه او دوکانونه ویجاړ شوي دي.

د روزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، تېره ورځ ناوخته په دغې ولسوالۍ کې د اوبو یو بند هم ویجاړ شوی.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي‌ چلند د هواپوهنې ریاست د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د چټکو بادونو، بارانونو او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی و.

د ازادۍ او ملي مقاومت جبهو لومړنۍ ګډه غونډه وکړه

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۳:۲۲ GMT+۱

د ازادۍ او ملي مقاومت جبهې، چې د طالبانو پر ضد دوه نظامي خوځښتونه دي، د طالبانو له خوا د ازادۍ جبهې د ځواکونو د وژل کېدو د لومړي تلین په مناسبت ګډه غونډه وکړه. په دې کتنه کې یاسین ضیاء او احمد مسعود د دغو دوو جبهو په یووالي او له طالبانو سره د مبارزې په دوام ټینګار وکړ.

د زادۍ جبهې مشهور قوماندان اکمل امیر تېر کال د وري په ۲۲مه له خپلو شپږو تنو ملګرو عبدالبصیر اندرابي، قربان علي بامیاني، فهیم سالنګي، برهان الدین اندرابي، عبدالصبور فاریابي او حسین سمنګاني سره یو ځای، د سالنګ په کوکلامي دره کې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شول.

په دې غونډه کې د ازادي او ملي مقاومت جبهو مشرانو ګډون کړی وو. دا د طالبانو پر ضد د دغو دوو پوځي خوځښتونو لومړۍ ګډه ناسته وه.

ياسين ضياء د طالبانو له مخالفو خوځښتونو وغوښتل چې د درېيو مياشتو لپاره دې متحد شي او طالبانو پر وړاندې دې بریدونه وکړي.

ښاغلي ضیاء د طالبانو پر وړاندې پر پوځي مبارزې ټینګار وکړ. هغه د امنیت د ټینګښت او د داعش د ځپلو په اړه د طالبانو ادعا ناسمه وبلله او ویې ویل چې طالبانو له وسله والو ډلو سره په همکارۍ یوه «لویه لوبه» پیل کړې ده.

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په دې ناسته کې وویل، چې د ملي مقاومت او ازادۍ جبهې وژل شوي کسان په یوې جبهې او یوې کورنۍ پورې اړه نه، بلکې په ټول افغانستان پورې اړه لري. نوموړي د طالبانو پر وړاندې د ازادۍ جبهې د مبارزې قدرداني وکړه.

ښاغلي مسعود زیاته کړه چې ځینې کسان هڅه کوي چې په ټولنیزو رسنیو کې د ملي مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې ترمنځ اختلافات رامنځته کړي. هغه ټینګار وکړ چې د دغو دواړو جبهو تر منځ ډېر اتحاد او یووالی موجود دی.

ښاغلي مسعود د طالبانو پر وړاندې د ازادۍ جبهې له خوا د بریدونو د بیا پیل ستاینه وکړه.

ازادي جبهې د روژې له پیله د یوې میاشتې لپاره خپل بریدونه بند کړي وو. دغې جبهې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو پر وړاندې یې خپله جګړه بیا پیل کړې او په کابل کې یې د طالبانو یو غړی وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان د ازادۍ او د ملي مقاومت جبهې جوړې شوې. دغو دوو جبهو په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر وړاندې ګڼ بریدونه کړي دي.

په روزګان کې د سيلابونو له راوتلو وروسته درې ماشومان په اوبو کې ډوب شوي

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې روزګان ولایت کې د سیلابونو له راتلو وروسته درې ماشومان په اوبو کې ډوب شوي او تراوسه یې برخلیک معلوم نه دی.

دغې دولتي رسنۍ په خپل راپور کې لیکلي، چې په پنجشیر ولایت کې هم سېلاب «انساني او مالي زیانونه» اړولي دي.

د دغې رسنۍ راپور کې راغلي « د روزګان او پنجشېر په بېلابېلو سيمو کې د دغو سېلابونو له امله د استوګنې کورونه، کرنيزې ځمکې او سړکونه ويجاړ شوي دي.»

تر اوسه د دغو ویجاړیو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د شنبې په سهار (د وري ۲۵مه) په ټول افغانستان کې د سختو واورو او بارانونو، برېښنا او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی و.

د افغانستان په ۴ ولایتونو کې د ترافيکي پېښو پرمهال ۱۰ کسان مړه شوي او ۲۲ نور ټپي شوي دي

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۳۴ GMT+۱

د طالبانو ولایتي مسولانو په بدخشان، سمنګان، بادغيس او پروان ولایتونو کې له پرون راهیسې د ترافيکي پېښو پرمهال د ۱۰ کسانو د مړه کېدو او ۲۲ نورو ټپي کېدو خبر ور کړی. طالب مسولان وايي، چې په دې پېښو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د يو شمېر زخمیانو حالت د اندېښنې وړ دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندي باختر خبري اژانس د شنبې په ورځ د ولايتي امنيتي مسولينو له قوله خبر ورکړی، چې د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د يوه موټر د چپه کېدو له کبله ۴ کسان مړه شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

باختر اژانس ليکلي، چې په ټپيانو کې ښځي او ماشومان شامل دي او ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

بل لوري بيا په سمنګان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسولینو سېمه یيزو رسنیو ته ويلي، چې د دې ولایت او بلخ پر لويه لار د حضرت سلطان ولسوالۍ په یکه توت کې د يوه موټر د ټکر له کبله یو کس مړ او ۹ نور ټپي شوي دي.

طالب ولايتي مسولان وايي، چې د ۵ ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د باغيس د طالبانو امنيه قومندانۍ پرون خبر ورکړ، چې یو موټر چپه شوی، دوه کسان په کې مړه شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

په یو بل خبر کې بيا د پروان طالبان وایي، چې د يوه موټر د ټکر له امله ۳ کسان مړه شوي او دوه نور ټپي شوي دي.

د پروان د طالبانو امنيه قومندانۍ وايي، چې پېښه د دې ولايت په مرکز کې شوې.

د ولايتي طالب مسولانو په خبره، چې ټپي شوي کسان يې سېمه ييزو روغتونونو ته انتقال کړي او تر تداوی لاندي دي.

د یادوني وړ ده، چې د اختر په لومړۍ ورځ په کونړ ولایت کې د ټرافیکو پېښو له امله یو کس ژوند له لاسه ورکړ او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، دغه پېښې په شیګل، ناړۍ، سرکاڼو، نواپاس، نرنګ او څوکۍ ولسوالیو کې د موټرو د ټکر او چپه کېدو له امله رامنځته شوې دي.

په دې وروستيو کې په ډېرو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو ګراف لوړ شوی.

څه موده مخکي د طالبانو رییس الوزرا هم اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې وه، چې پر لوي لار د ترافيکي پېښو څار زیات او مخه یې ونيسي.

مولوي عبدالکبير: هیچا ته اجازه نشته چې په افغانستان کې د ننه او بهر تخريبي فعاليتونه وکړي

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستیال نن په يوه اعلاميه کې ويلي «هیچاته ځای نشته، چې د افغانستان د ننه یا بهر تخريبې کړنې او فعالیتونه تر سره کړي.» مولوي عبدالکبير وايي، چې د دوی «خپلواک پياوړی اسلامي نظام او ملي امنيتي ځواکونه» لري او چا ته به د ورته کړنو اجازه ور نه کړي.

که څه هم نوموړي کومې ډلې ته اشاره نه ده کړې، خو داعش داسې ډله بلل کېږي چې طالبان یې په افغانستان کې له ننګونو سره مخ کړي دي.

ور سره نړیواله ټولنه په تېره د افغانستان ګاونډیان هم وخت نا وخت په افغانستان کې د داعش د بریدونو ډېرېدو او بهر ته د دې ډلې د ګواښ له زیاتېدو اندېښنه ښيي.

دې ډلې تېره میاشت په کندهار ښار کې د نوي کابل بانک مخ ته د ځانمرګی مسوولیت ومانه چې پکې تنخا اخیستو ته کتار شوي د طالبانو امنیتی ځواکونه په نښه شول.

له هغه وروسته په تېره تېر اختر کې طالبانو په کندهار او نورو ولایتونو کې د امنیت ټینګولو تدابیر سخت کړل.

د رییس الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالکبير په نننۍ علاميه کې له خپلو «امنيتي ځواکونو» مننه کړې، چې د اختر په ورځو کې يې امنيتي پلان په ښه ډول عملي کړ.

نوموړي اه خلکو د امنيت په خوندي کولو کې د همکارۍ پر غوښتلو سربېره له «امنيتي ځواکونو» غوښتي، چې د امنيت په تامين کې خپلو چارو ته لا متوجه واوسي.

د طالبانو نورو مشرانو هم د کوچني اختر د مبارکۍ په ليدونو کې له خلکو د امنيت په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.