• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: ۱۹ ټانکره بې کیفیته تېل مو بېرته ایران ته ور ستانه کړل

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د سټنډرډ اداره وايي،‌ د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې یې ۱۹ ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته ور ستانه کړل. د طالبانو د سټنډرډ ادارې د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې یې ۱۹ ټانکره بې کیفیته تېل له پولې ګرځولي.

یاده اداره وايي، د دغو ۱۹ ټانکره تېلو کیفیت د طالبانو د سټنډرډونو سره په ټکر کې و.

دغې ادارې له سوداګرو غوښتي چې افغانستان ته د بې کیفیته نفتي توکو له واردولو څخه ډډه وکړي.

څو ورځې وړاندې ایراني چارواکو پر طالبانو نیوکه کړې وه او ویلي و چې طالبان د سټنډرډونو د معلوملو لپاره مناسب سیسټم نه لري.

خو د وري میاشتي په شلمه د طالبانو د سټنډرډ ادارې د ایراني چارواکو نیوکو ته په غبرګون کې ویلي، د افغانستان په ټولو بندرونو کې یې د نړۍ د پرمختللو کمپنیو د سټنډرډ معلومولو سیسټم لګولی او اجازه نه ورکوي چې هېواد بې کیفیته او ضرر رسوونکي توکي وارد شي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو کډوالو وزارت: له سلو څخه ډیر افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۵۴ GMT+۱

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چې، د وري میاشتې پر ۲۵مه او ۲۶مه نېټه ۱۰۳ تنه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته راستانه شول. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه کسان په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي،‌ له پاکستانه په جبري ډول ستانه شوي افغان کډوال ۲۴ کورنۍ وي چې شمېر یې ۱۰۳ تنه و د تورخم دروازي له لارې هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت ویلي له پاکستان څخه په جبري توګه راستانه شوي تازه افغان کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته ورپيژندلي دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د پاکستان حکومت په تازه اعلان کې ويلي چې له کوچني اختر وروسته د روانې اپریل میاشتې له ۱۵نیټې وروسته به یو ځل بیا د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړي.

د مقاومت جبهه وايي، چې په کابل کې یې د طالبانو پر موټر برید کړی

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۱۴ GMT+۱

د ملي مقاومت جبهې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې جنګیالیو یې د طالبانو پر یوه موټر برید کې دوه طالب وسله‌وال وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي.

دغه جبهه وايي، چې یاد بريد د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د اريانا د تيلو ټانک سره نږدې شوى دى.

د مقاومت جبهې پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې دا برید د یکشنبې په ماښام ۷:۳۰بجې شوی او ملکي وګړو ته پکې زیان نه دی اوښتی.

دا په تېره یوه اوونۍ کې د دغې جبهې دویم برید دی.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو د احتمال خبرداری ورکړی

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې په افغانستان کې د سختو بارانونو او واورو د وریدو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۷مه) د هېواد په ۲۹ ولایتونو او سالنګونو کې د سختو بارانونو او واورو د اورېدو امکان شته دی.

نوموړې ادارې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۵ تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل کړې ده.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د شنبې په ورځ د (وري ۲۵مه) هم وړاندوینه کړې وه، چې د شنبې او یکشنبې په ورځو کې به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې بارانونه وشي.

دغې ادارې په داسې حال کې په افغانستان کې د باران او واورو د احتمال خبر ور کړی، چې په تېرو دوو ورځو کې په دغه هیواد کې د سېلابونو له امله ۳۳ کسان مړه شوي او ۲۷نور ټپیان دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال محمد همایون فوزي ومړ

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۵۸ GMT+۱

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال او د افغانستان د اسلامي غورځنګ ګوند مرستیال جنرال محمد همایون فوزي د ۶۶ کلونو په عمر په ایټالیا کې ومړ. د ښاغلي فوزي کورنۍ ویلي، چې نوموړی د یکشنبې په ورځ د (وري ۲۶مه) د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.

همایون فوزي یو له مشهورو نظامي کسانو او د افغانستان د ملي غورځنګ له بنسټ ایښودونکو څخه و، چې په تېر حکومت کې یې د فاریاب د والي او د دفاع وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې وه.

جنرال محمد همایون فوزي په ۱۳۳۶ کال کې د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې زېږېدلی وو.

نوموړي په نظامي برخه کې زده کړې درلودې او په ١٣٥٧ کال کې له پوهنتونه تر فارغیدو وروسته يې په غزني ولايت کې د اردو د پوځي قطعې د قوماندان په توګه دنده پيل کړه او وروستۍ پوځي دنده يې د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستيالي وه.

طالبان: د بارانونو او سېلابونو له امله ۳۳ کسان مړه شوي او ۲۷ نور ټپي شوي دي

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۱

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د وزارت ویاند وايي، چې په ټول افغانستان کې له تيرو دوو ورځو راهيسي د بارانونو او سېلابونو له امله ۳۳ کسان مړه شوي او ۲۷ نور ټپي شوي دی. ملا جانان سایق زياتوي، چې سېلابونو ۶۰۶ کورنه او په سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د وزارت ویاند ملا جانان سایق د یکشنبې په ورځ د (وري ۲۶مه) په کابل کې يوې خبري غونډي ته وويل، چې د تېري جمعې ورځي راهيسي بارانونو، اورښتونو او سېلابونو مالي او ځاني زيانونه اړولي.

نوموړی زیاتوي: « په هيواد کې د اورښتونو او سېلابونو له امله ۳۳ کسان مړه شوي، ۲۷ نور ټپيان شوي دي، ۶۰۶ کورنه په بشپړ ډول نړېدلي او تر زرو ډیرې کورنۍ زيانمني شوي دي.»

د سایق په خبره، د اورښتونو او سېلابونو له امله ۲۰۰ څاروۍ مړې شوي او ۸۵ کيلومتره سړکونه او فرعي لارې يې هم ویجاړي شوې دي.

نوموړي وايي، چې اورښتونو شاوخوا ۱۹۵۵ جريبه کرنيزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.

سایق وايي، چې د مرسته کوونکو ادارو په همکارۍ يې ځينو زيانمنو کورنيو ته مرستې رسولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي‌ چلند د هوا پیژندنې ریاست د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د چټکو بادونو، بارانونو او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی و.