طالبان: وروستیو سېلابونو په فراه او کندهار کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

په فراه ولایت کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او یو بل ټپي شوی دی. په فراه ولایت کې د طبیعي پېښو پروړاندې د طالبانو د مبارزې رییس وایي، چې دغو سېلابونو د ځاني زیانونو ترڅنګ خلکو ته مالي تاوانونه هم اړولي دی.