حقاني: د څو لسیزو جګړو له امله په افغانستان کې شرعي او عصري علوم اغېزمن شوي دي

د طالبانو د ازموینو د ملي ادارې سرپرست وایي، چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله شرعي او عصري علوم اغېزمن شوي دي.

د طالبانو د ازموینو د ملي ادارې سرپرست وایي، چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله شرعي او عصري علوم اغېزمن شوي دي.
عبدالباقي حقاني د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) د اسلامي پوهنتون د ماسټرۍ او دوکتورا د ازموینو په غونډه کې ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د عصري او شرعي علومو د زدهکړې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.نوموړی که څه هم په افغانستان کې شرعي علوم ضروري ګڼي؛ خو په عصري علومو هم ټينګار کوي.د طالبانو د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وایي، چې د یوه هېواد پرمختګ له زده کړو سره تړلی دی او عصري علوم د دې لامل کیږي، چې یو هېواد ځان بسیاینې ته ورسېږي.د نوموړي په خبره: (( افغانستان دواړو علومو ته اړتیا لري)).ښاغلی حقاني زیاتوي، چې عصري علوم سهولتونه برابروي او افغانستان له نورو هېوادونو سره سیال ګرځوي.هغه وایي؛ افغانستان له شرعي او عصري علومو پرته خپل هدف ته رسېدلی نه شي او افغانستان اوسمهال هم په دې برخه کې ډېر وروسته پاتې دی.نوموړی وایي: ((په نورو هېوادونو کې تکړه استادان او محصلین افغانان دي او که په هېواد کې ورته زمینه برابره شي؛ نو افغانان به ټوله نړۍ کې اولنمره وي.))د طالبانو د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وایي، چې دمګړی په افغانستان کې د دواړو علومو د تر لاسه کولو لپاره ښه فرصتونه برابر شوي او له لاسه تللي فرصتونه باید جبران شي.سره له دې چې یو شمېر طالب چارواکي پر عصري علومو ټينګار کوي؛ خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې د مدرسو جوړولو ته پاملرنه ډېره کړې ده او له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې یې ډېرې مدرسې جوړې کړې دي.د یو شمېر راپورونو له مخې؛ په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر نږدې شلو زرو ته رسیدلی دی.له دې سره، یو شمېر افغانان بیا وایي، چې ښوونځي او مدرسې باید یو شي او د ملا او مکتبي او د مدرسې او مکتب جنګ باید پای ته ورسیږي.د دوی په خبره، افغانستان باید یو تعلیمي نظام ولري او بېل بېل نظامونه د خلکو ترمنځ اختلافونه زیږوي.طالبانو په تېرو دوه نیمو کلونو کې په تعلیمی نصاب کې هم لوی بدلونونه راوستي او ځیني مضمونونه یې له تعلیمي نصاب څخه اېستلي دي.