حنفي: ټول بهر میشتي کادرونه دې افغانستان ته ستانه او د هېواد په ابادۍ کې دې برخه واخلي

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال وایي، ټول بهر میشتي افغان کادرونه او متخصصین دې بېرته افغانستان ته ستانه شي او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې دې ونډه واخلي. عبدالسلام حنفي پرون د بهر مېشتو افغانانو له یو شمېر استازو او علمي او فرهنګي شخصیتونو سره په کتنه کې دا خبره کړې ه.