طالب چارواکي د دولتي او نادولتي سازمانونو د شمېر په اړه ضد و نقیض شمېرې خپروي

د طالبانو د اقتصاد وزارت معین عبداللطیف نظري وایي، چې په افغانستان کې څه باندې شپږ زره دولتي او نادولتي سازمانونه فعالیت کوي، په داسې حال کې چې د یاد وزارت ویاند ویلي، چې څه باندې اوه سوه کورنۍ او بهرنۍ موسسې په افغانستان کې فعاله دي.