د م.م استازی: روان کال به ۱۵.۸ مېلیونه خلک د خوړو د خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ وي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې مرستیال ښاغلي اندریکا راتوت ویلي، اوس‌مهال په افغانستان کې مېلیونونه هغه کسان چې د خوراکي توکو د پېرلو توان نه‌لري؛ د لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي.