د ریشي سوناک حکومت روانډا ته د برېټانيا د پخوانیو افغان همکارانو د ایستلو معافیت 'ارزوي'

د برېټانیا په پارلمان کې سرچینو ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې د برېټانیا حکومت روانډا ته د برېټانیې د ځینو پخوانیو افغان همکارانو د ایستلو له پلان څخه د معافیت په اړه غور کوي. په دغو کسانو کې په افغانستان کې د پخواني حکومت پوځيان او پخواني ژباړونکي شامل دي.