امریکا: طالبان دې پر هغې ژمنې ودرېږي، چې د افغانستان خاوره به د دوی پر ضد نه کارول کېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر ویلي، چې طالبان دې دغه باور رامنځته کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي. هغه زیاته کړې، افغانستان باید د هغو ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي چې غواړي امریکا او متحدینو ته یې زیان ورسوي.