• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏خالد حنفي: زموږ په واکمنۍ کې د مېرمنو حقونه تامین شوي دي

۳۰ وری ۱۴۰۳ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي ویلي:« زموږ په واکمنۍ کې د مېرمنو حقونه تامین شوي او موږ چاته اجازه نه ورکوو، چې حقونه یې تر پښو لاندې کړي.»

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ له بهر مېشتو افغان سیاسي شخصیتونو او سوداګرو سره په لیدنه کې کړې دي.
‏ښاغلي حنفي زیاته کړې، امر بالمعروف وزارت تېرو درېیو کلونو کې د پنځه زره مېرمنو د میراث حق د اخیستلو او دوی ته د سپارلو سربېره؛ په بشپړه توګه بدو کې د مېرمنو د ورکولو مخنیوی کړی دی.
‏ورته مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون په اېکس پاڼه د دغو سیاستوالو او سوداګرو له خولې لیکلي، چې هېواد ته په راتګ سره یې د افغان مېرمنو د حقونو په تړاو اندېښنې له منځه تللې دي.
دوی زیاته کړې ده، چې نړۍ کې د افغان مېرمنو د حقونو په تړاو خپرېدونکې ډنډورې بې بنسټه دي.
‏⁧خو بهر مېشتو دغو مشرانو تر دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د نجونو د ښوونځیو او کار په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې وې.
خو د طالبانو تر واک لاندې رسنیو په تېره بیا ملي ټلویزیون د دغو بهر مېشتو افغانانو د دغو اندېښنو او د طالبانو د ځواب په اړه څه نه دي ویلي او په څنګ ترېنه تېر شوي دي.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۳
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي

۴
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۵

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی