د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله د کندهار_ روزګان لویه لاره د تګ راتګ لپاره بنده شوه

په کندهار او روزګان کې ځايي طالب چارواکو له خلکو غوښتي، چې پر یاده لاره دې له سفر کولو څخه ډډه وکړي. د روزګان لپاره د طالبانو د والي ویاند اغا ولي انعام وايي، د پنجشنبې په ورځ د (وري ۳۰مه) د تیزو بارانونو او سېلابونو له امله دغه لویه لاره د هر ډول سفر پر مخ بنده شوه.