طالبان : افغان او چینایي چارواکو د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې پر سر درېیمه ناسته کړې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د چین د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي برخې په مشرۍ یې په بیجېنګ کې د بشري مرستو د تګلارې، د طبیعي پېښو، اجباري راستنو شویو کډوالو او د روغتیا په برخه کې د چین د مرستو په اړه دوه اړخیزې خبرې کړې دي.





