روغتیا نړېوال سازمان: کابل کې مو د ماشومانو خوارځواکۍ د درمنلې څانګه جوړه کړه

د روغتیا نړېوال سازمان د افغانستان څانګې ویلي، چې د کابل خیرخانې مېنې په ۱۰۲ بستریز روغتون کې یې د ماشومانو خوارځواکۍ د مخنیوي څانګه جوړه کړې. یاد سازمان وايي، دغه څانګه به په خوارځواکۍ له اخته ماشومانو سره په درملنه کې مرسته وکړي.





