خوړو نړۍوال پروګرام: تېر کال مو په افغانستان کې نږدې ۴۷۰ کیلو مټره د اوبو کانالونه جوړ کړي

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یې د خلکو پر ځان بسیاینې او د کر کیلې د ډېرېدلو په پار تېر کال شاوخوا ۴۷۰ کیلو مټره د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یې د خلکو پر ځان بسیاینې او د کر کیلې د ډېرېدلو په پار تېر کال شاوخوا ۴۷۰ کیلو مټره د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.
دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ د (وري ۲۹ مه) په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دغه کانالونه یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جوړ کړي دي.
د خوړو نړۍوال بروګرام وايي، له هغه ځایه چې افغانستان کرنیز هېواد دی او ګڼ خلک یې د ځمکو په کر کېله لګیا دي؛ نو د اوبو د نشتوالي او کموالي له امله هغوی نه شي کولای خپلې ورځنۍ چارې په سمه توګه پر مخ یوسي.په افغانستان کې د څو پر له پسې کلونو وچکالۍ له امله د بزګرانو په کلنیو حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی؛ خو د وروستیو بارانونو له امله هغوی تمه لري، چې سږنی کال به د دوی لپاره د پرېمانۍ او ښو حاصلاتود راټولولو کال وي.دا رنګه د هېواد په بېلابېلو سېندونو کې د اوبو کچه لوړه شوې او په وچو شویو کاریزونو کې هم خلک په تمه دي، چې یو ځلې بیا به اوبه وبهېږي او د دوی شاړې ځمکې به پرې خړوبه شي.


که څه هم تر اوسه پورې په رسمي ډول طالبانو نه دي ويلي چې غزني کې د ازادۍ رادیو خبریال حبیب الرحمان تاثیر دوی نیولی خو د دغې ډلې د اسختباراتو اړوند رسنۍ وايي چې دغه خبریال طالب وسله والو «اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي په تور نیولی.»
تېره ورځ چهار شنبه رسنیو خبر ورکړی چې طالبانو حبیب الرحمان تاثیر ۱۲ ورځې وړاندې په غزني کې نیولی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم له طالبانو غوښتي چې د ازادي راډیو خبریال دې پرته له کوم قید او شرطه خوشې کړي.
دغه مرکز په یوې اعلامیه کې لیکلي، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې ښاغلی تاثیر د وري په ۱۸مه، په غزني کې نیولی او بندي کړی دی.
د طالبانو د استخباراتو اړوند د هندوکش په نوم یوې ویب پاڼې پرون په یوه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې حبیب الرحمان تاثیر یې «اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي په تور نیولی او پوښتنې ګرویږنې ترې روانې دي.»
د طالبانو دغې رسنۍ ادعا کړې چې د دغه خبریال اړوند یو غږیز کليپ یې ترلاسه چې نوموړی، «ملا، جومات او لمونځ کوونکو ته سپکې سپورې وايي.»
دغه رسنۍ په خپل راپور کې وايي، چې د حبیب الرحمان تاثیر نیول کېدل د ده له خبریالۍ سره تړاو نه لري.
دا لا نه ده معلومه چې د ازادۍ راډیو دغه خبریال ولې نیول شوی خو د هغه کورنۍ وايي چې له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې له طالبانو سره په زندان کې دی او د نیول کېدو د لامل په اړه یې نه پوهیږي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۹مه) په خپله خبرپاڼه کې د دغه خبریال نیول کېدل غندلي دي.
دغه مرکز د سرچینو په حواله ویلي چې د طالبانو د استخباراتو کارکونکو د ښاغلي تاثیر د نیولو پر مهال د هغه ټیلیفون په ګډون د هغه ټول توکي ضبط کړي دي.
دغه مرکز په غزني کې د یوې ځايي سرچینې له خولې لیکلي، چې ښاغلی تاثیر درې ورځې وړاندې د طالبانو د استخباراتي برخې زندان ته لېږدول شوی او دوسیه یې د دغې ډلې محکمې ته استول شوې ده.
د ازادي راډیو مرکزي دفتر په چک جمهوریت کې دی او له هغه ځایه د افغانستان لپاره خپرونې کوي.
د ۱۴۰۱کال د لېندۍ په میاشت کې طالبانو د «طالبانو پر ضد د پروپاګند» له امله د دغې رسنۍ راډیویي خپرونې او دوه میاشتې وروسته یې پسې ویب پاڼه هم بنده کړه.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په یوه ورځ له سلو ډېرې کورنۍ د سپین بولدک او تورخم له لارو په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو زوارت پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې، تېره ورځ د (وري ۲۹مه) ۵۵۵ تنه افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امریت د راپور په حواله وايي، ۵۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۶ تنه کېږي تېره ورځ په جبري توګه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستې شوې.
همدارنګه یاد وزارت وايي، ۵۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۹ تنه کېږي د ننګرهار د تورخم له لارې په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.
د کډوالو وزارت وايي، تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندلي دي.
د پاکستان حکومت په داسې مهال کې د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړی چې، د کډوالو سازمانونو او ملاتړو ادارو له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو پر اېستلو نیوکې ډېرې کړې دي.

ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو ۴۳ افغان کډوال د اېواجېک ښار په څنډو کې نیولي دي. داسې ویل شوي، چې دغه نیول شوي افغانان په یوې بېړۍ کې سپاره وو او له نیولو وروسته د اېواجېک ښار د ستنېدلو مرکز ته لېږدول شوي دي.
اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ترکيې یو اوسېدونکی هم د «ناقانونه» کډوالو د نیولو په عملیاتو کې نیول شوی دی.
د راپورونو له مخې، ډېری هغه کډوال چې د ترکیې په سمندر کې نیول کېږي هڅه کوي چې ځانونه یونان ته ورسوي.
په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو سازمانونو په وار، وار پر یونان نیوکې کړې، چې کډوالو ته یې د اوسېدو زمینه نه ده برابره کړې او هغوی یې له خپلې خاورې اېستې دي.
راپورونه ښيي، چې له بې اسناده کډوالو په تېره بیا له افغان کډوالو سره د ترکي چارواکو بد چلند، د هغوی نېونه او ځورونه په دې وروستیو کې زیاته شوې ده.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د «ناقانونه» کډوالو د پېژندلو او نیولو لپاره یې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې ګزمې زیاتې کړې دي او یوشمېر نوې پوستې یې هم جوړې کړې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې مرستیال ښاغلي اندریکا راتوت ویلي، اوسمهال په افغانستان کې مېلیونونه هغه کسان چې د خوراکي توکو د پېرلو توان نهلري؛ د لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو پر پاڼه د هغه په یوې لیکنه کې راغلي، په ۲۰۲۴کال کې اټکل شوی چې ۱۵.۸ مېلیونه خلک به د ناورین او د ناخوندي خوړو له بېړني حالت سره مخامخ شي.
ښاغلي راتوت ویلي:« په ۲۰۲۳کال کې موږ د اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره له ننګونو سره مخ وو.»
هغه زیاته کړې، افغانان دا مهال خوراکي توکو ته لاسرسی تر ټولو جدي اړتیا بولي.
له بل پلوه د ګالپ یوې نظرپوښتنې هم موندلې، چې ۹۵ سلنه خلک ځانونه لالهانده او اندېښمن ګڼي.
ښاغلي راتوت همدارنګه ویلي، چې د هرات زلزلې او له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري ستنېدا ویجاړونکې اغېزې لرلې او د دوامداره نړۍوالې مرستې اړتیا یې په ګوته کړې.
هغه زیاته کړې:« په ۲۰۲۴کال کې دا اړینه ده، چې موږ د بشري حقونو، د جنډر مساوات او د ښځو پیاوړتیا اصولو ته په خپلو ژمنو کې ثابت پاتې شو.»
هغه وایي:« موږ به د افغانستان په ټولو برخو کې د افغانانو د غوښتنو سره سم زدهکړو ته د مساوي لاسرسي لپاره نه ستړي کېدونکی کار وکړو.»
تر دې وړاندې د روانې اپرېل میاشتې په ۶مه نېټه د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و، په افغانستان کې د خوارځواکۍ په کلینیکونو کې د تېر کال پرتله د ناروغانو په شمېر کې درې برابره زیاتوالی راغلی او دغه وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.
دغه پروګرام په اېکس پاڼه لیکلي، د مرستو کمېدل یو له هغو لاملونو څخه دی چې د دغو شمېرو په زیاتوالي کې یې مرسته کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د چین د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي برخې په مشرۍ یې په بیجېنګ کې د بشري مرستو د تګلارې، د طبیعي پېښو، اجباري راستنو شویو کډوالو او د روغتیا په برخه کې د چین د مرستو په اړه دوه اړخیزې خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ د (وري ۳۰مه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو او چین بهرنیو چارو وزارتونو سیاسي څانګو په مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې پر سر د اړیکو او تګلارو درېیمه ناسته په بیجېنګ کې جوړه شوه.
ښاغلی بلخي وايي، په دغه ناسته کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارتونو استازو هم ګډون کړی و.
د نوموړي په خبره، د چین له لوري د هغه هېواد د سوداګرۍ، طبیعي سرچینو، د چین نړۍوالې پرمختیايي ادارې او نړۍوالې همکارۍ ادارو استازو برخه اخیستې وه.
بلخي زیاتوي، چې په یاده ناسته کې د طبیعي پېښو، د اجباري راستنو شویو کډوالو د ځای پر ځای کولو او روغتیا په برخه کې د چین پر مرستو خبرې اترې وشوې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چینايي چارواکو په دغه لیدنه کې د جبري راستنو شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د سل مېلیونه یوانو مرسته، په چین کې د افغان ماشومانو د زړه د ناروغیو د درملنې د بیا پیل لپاره د زمینې برابرول، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ زیاتوالی، د ظرفیت لوړونې او په افغانستان کې د کانونو د سوداګرۍ په برخه کې د چین د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې شوې دي.
عبدالقهار بلخي وايي، د چینايي چارواکو سره په دغه لیدنه کې د واخان کوریډور د پرانیستو پر امکاناتو هم بحثونه وشول.
چین هغه هېواد دی، چې په افغانستان کې یې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له دغې ډلې سره نږدې اړیکې پاللي او غواړي د دغه هېواد د کانونو د راسپړلو به برخه کې پانګونه وکړي؛ خو ګڼ افغانان د چین دغې لېوالتیا ته د شک په سترګه ګوري او داسې انګېري، چې له طالبانو سره د دغه هېواد تودې اړیکې د دوی د خپلو ګټو په موخه ترسره کېږي.
خو د دغو تودو اړیکو د پاللو سره، سره بیا هم چین د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.