پاکستاني پولیس: نن سهار په کراچۍ ښار کې د جاپاني وګړو پر موټر وسله‌وال برید شوی

پر چینايي انجنیرانو د وسله‌وال برید وروسته دا دویم ځل دی، چې په تېرې یوه میاشت کې دغه هېواد کې بهرنیان په نښه کېږي. پولیس سرچېنې وايي، په دغه برید کې جاپاني وګړو ته زیان نه دی اوښتی؛ خو د هغوی دوه ساتونکي وژل شوي دي.