• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په لغمان کې د تېر حکومت د ولایتي شورا مرستیال اجمل وفا ونیو

۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۲۱ GMT+۱

د تېر حکومت د لغمان ولایتي شورا مرستیال اجمل وفا کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د طالبانو ځواکونو ښاغلی وفا پرون د مرکز مهترلام ښار په لومړی حوزه کې د کور له مخې وړی دی. د اجمل وفا کورنۍ زیاتوي چې نوموړي د ټولبښنې یا عمومي عفوې له مخې په خپل ولایت کې عادي ژوند کاوه.

د اجمل وفا کورنۍ نن جمعې ورځ د وري ۳۱ مه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې اجمل وفا د پخواني اردو رنجر موټرو کې سپرو وسلوالو طالبانو وړی دی.

دوی وايی د معلوماتو له مخې اجمل وفا طالبانو د لغمان لېوا ته وړی دی.

د نوموړي کورنۍ وايي طالبانو ورته تر اوسه د هغه د ځای او د نیولو علت نه دی روښانه کړی.

د اجمل وفا د کورنۍ غړی: « د مهترلام په لومړۍ حوزه کې د پشه يي کلي کې د کور مخې ته له خپلې وړې لور سره ولاړ و، چې د اردو رنجر له ځان سره وېوړو، هیڅ جرم نه لري او نه هم چا ورباندې عریضه کړې ده، بلکې دا یې دوهم ځل دی، چې بې ګناه زنداني کیږي»

د اجمل وفا کورنۍ وايي، طالبانو نوموړی اته میاشتې مخکې هم د یوې شپې لپاره زنداني کړی و او له سختو شګنجو وروسته خوشی کړی و.

دوی زیاتوي له هغه وروسته اجمل وفا له لغمان څخه کابل ته کډه وکړه، خو څلور میاشتې وړاندې یې بیا خپل ولایت ته کډه راوړې وه او عادي ژوند یې کاوه.

که څه هم دطالبانو داک ته رسېدو سره د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده ټولبښنه وکړه، خو په یو شمیر ولایتونو کې طالب وسلوال په خپلسرې توګه د پخواني حکومت یو شمیر نظامیان او کارمنان زنداني، شګنجه او په مرموز ډول وژني.

د طالبانو ځیني مشرانو په خپلو څرګندونو کې له خپلو وسلوالو بیا بیا غواړي، چې ټولبښنې ته احترام وکړي او د تېر حکومت کارمنان دې نه ځوروي.

په کندهار کې ناست د طالبانو مشر څو وارې تکراري فرمانونه ورکړل او د ټولبښنې د عملي کېدو غوښتنه یې وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملا هبت الله د ټولبښنې سرغړونې په جرم تر اوسه طالبانو خپل غړي نه دي مجازات

کړي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

اسحاق ډار امیر خان متقي ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه

۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۴۰ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته اسلام اباد ته د سفر بلنه ورکړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي ډار امیر خان متقي ته په ټیلیفوني خبرو کې دا هم ویلي، چې په مناسب وخت کې کابل ته د تګ پلان لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د چهارشنبې په ورځ امیرخان متقي له اسحاق ډار سره په ټیلیفوني اړیکه کې د بهرنیو چارو د وزارت په څوکۍ ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.

له هغه وخت راهیسې چې طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې افغانستان نیولی، اسلام اباد څو ځلې د طالب چارواکو کوربه توب کړی دی. پاکستاني چارواکي هم څو ځله کابل ته تللي چې پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.

که څه هم اسلام اباد په رسمي ډول د طالبانو ډله د حکومت په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې، خو په نړیوالو سازمانونو او په ځانګړي توګه ملګرو ملتونو کې یې د دې ډلې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته د پاکستان لوړ پوړو چارواکو په لویه کچه د طالبانو د بریا په اړه خوشبیني څرګنده کړه. خو د وخت په تیریدو سره دغه خوشبیني پر طالبانو په سختو نیوکو بدله شوه.

لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د اورپکو ډلو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو د زیاتوالي پړه پر طالبانو اچوي.

اسلام اباد په وار وار له طالبانو غوښتي چې یاغیان دې پرې نه ږدي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي. خو د اسلام اباد د نیوکو په ځواب کې طالبانو ویلي، چې پاکستان غواړي د امنیت په برخه کې د خپلې ناکامۍ پړه پر کابل واچوي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده سلاکار او د جهادي مدرسې مشر په کوټه کې ووژل شو

۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده سلاکار او په کندهار کې د جهادي مدرسې مشر پرون ماښام د بلوچستان په کوټه ښار کې ووژل شو. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بې له دې چې د محمد عمر جان اخونزاده د وژل کېدو ځای ته اشاره وکړي، د نوموړي ترور کېدل یې غندلي دي.

ذبیح الله مجاهد په خپل اېکس د عالمانو وژل «ستر جنایت» بولي او وايي، چې د ښاغلي اخوندزاده مړینه «د هېواد لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده.»

د شیخ عمر جان په اړه ویل کېږي، چې هغه په اصل کې د زابل ولایت اوسېدونکی او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده سلاکار او هغه ته ډېر نږدې کس و.
نوموړی د اختر د رخصتۍ تېرولو لپاره د خپلې کورنۍ لیدو ته د کوټې نوي کلي تللی و، چې د ناپېژانده وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

د سرچینو په خبره، په نوي کلي کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کور هم دی.
ښايي دا لومړی ځل وي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دغې ډلې یو مهم کس په کوټه کې د وسله‌والو له‌خوا په نښه کېږي.
تر اوسه کومې ډلې پر نوموړي د برید پړه نه ده منلې او طالبانو هم په دې اړه زیات جزییات نه دي خپاره کړي.

په هرات ولایت کې د یوه پخواني ماین پاتې شونو پنځو تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۴۷ GMT+۱

له هراته سیمه‌ییزو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، دغه پېښه د هرات په زنده‌جان ولسوالۍ کې شوې چې له امله یې یو تن ماشوم ځای پر ځای مړ شوی او څلور تنه نور یې ټپیان شوي دي.

سرچېنې وویل، پېښه پرون پنجشنبه د (وري ۳۰ مه) د زنده‌جان ولسوالۍ په «قلعه رېګ» سیمه کې هغه مهال شوې چې ماشومانو د یوه پخواني ماین له پاتې شونو سره لوبې کولې.

دغې سرچېنې وویل، چې ټپیان په بېړه روغتون ته رسول شوي او د درېیو هغو یې روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.
د افغانستان د خاورې ډېره برخه د تېرو شاوخوا درې لسیزو جګړو په ترڅ کې په ماینونو ککړه شوې او د جکړه‌يیزو توکو پاتې شوني هره ورځ د دغه هېواد خلکو په تېره بیا ماشومانو ته مرګ ژوبله اړوي.
که څه هم چې دا مهال په افغانستان کې یو شمېر ادارې د ماین پاکولو په چارو بوختې دي؛ خو خلک وايي د دغه پټ دښمن د زیانونو په اړه خلکو ته لازم پوهاوی نه دی ورکړل شوی.

دغه خلک وايي، ملګرو ملتونو ته په کار دي چې د افغانستان د ښونځیو او نورو ورته پروګرامونو له لارې باید خلکو په تېره بیا ماشومانو ته اړین پوهاوی ورکړل شي.

طالبانو 'د حزب التحریر ویاند او څو تنه نور غړي په افغانستان کې نیولي دي'

۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۴۱ GMT+۱

په افغانستان کې حزب التحریر ویلي، چې طالبانو د دغه ګوند ویاند سیف‌الله مستنیر او څو تنه نور غړي 'اسلامي خلافت ته د بلنې' په تور نیولي دي. د دغې ډلې په وینا، طالبانو دغه غړي د یوې غونډې تر جوړېدو وروسته نیولي دي.

حزب التحریر د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۹مه) په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې چې په اېکس یې خپره کړې، له طالبانو غوښتي چې د دوی غړي دې خوشې کړي او د هغوی نیونه یې «غیرشرعي» بللې ده.
حزب التحریر یو بنسټ پاله اسلامي ډله ده، چې په څو هېوادونو له هغې ډلې په روسیه او منځنۍ اسیا هېوادونو کې د هغوی پر فعالیتونو بندیز لګول شوی دی.
د افغانستان د وخت حکومت لومړي مرستیال د ۱۳۹۹ کال د وري په میاشت کې ویلي و، چې د حزب التحریر ګوند د عدلیې په وزارت کې ثبت شوی نه دی او د غونډو جوړولو او تبلیغ حق نه لري.
طالبانو په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته، د دغې ډلې او جمیعت اصلاح چې یو اسلام پاله تبلیغي سازمان دی فعالیتونه منعه کړي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم د حزب التحریر ځیني غړي په بېلابېلو ولایتونو کې نیولي وو.
حزب التحریر چې په څو نورو هېوادونو کې هم فعالیت کوي، د اسلامي خلافت او اسلامي دولت د جوړېدو په لټه کې دی.

دغې ډلې په خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبان په افغانستان کې «د نړۍ په کچه تر هر نظام زیات د خلافت په جوړولو کې وړتیاوې لري.»

جلاوطنه خبریالان: طالبان د رسنیو پر وړاندې د "رسنیو د سرغړونې له کمېسیون" څخه استفاده کوي

۳۰ وری ۱۴۰۳ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۱۴ GMT+۱

په اروپا او امریکا کې یو شمېر جلاوطنه افغان خبریالان د نور او بریا ټلویزیونونو د نشراتو د ځنډولو په غبرګون کې وايي، چې د رسنیو د سرغړونې کمېسیون د طالبانو د لاس اله ګرځېدلې ده.

دغو خبریالانو وویل، چې طالبان له یاد کمېسیون څخه د رسنیو پر ضد کار اخلي.

د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمېسیون، چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا جوړ شوی، ویلي چې د نور او بریا خصوصي ټلویزیونونو خپرونې د دې ډلې د قوانینو څخه د سرغړونې له امله په موقت ډول بندې شوې دي.

جلاوطنو خبریالانو په یوې اعلامیه کې ویلي، چې طالبان په هېواد کې د رسنیو پر وړاندې د تېر حکومت له خوا د جوړو شوو قوانیو څخه ګټه اخلي او له رسنیو سره خپلې «سختې او اوږدې دښمنۍ» ته دوام ورکوي.

دغو خبريالانو د دغه کمېسيون د غړو پر ټاکلو نیوکه وکړه او ويې ويل، چې طالبانو د رسنيو د ټولنې د استازو تر عنوان لاندې د خپلو غړو شمېر له دوو څخه پنځو ته لوړ کړى او د دغه کمېسيون نور شپږ غړي د اطلاعاتو او کلتور، کورنیو چارو، امر بالمعروف، حج او اوقافو وزارتونو او د طالبانو د استخباراتو ریاست څخه ټاکل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دغه کمېسیون دوو استازو، چې د افغانستان د رسنیو د ټولنې له ادرس څخه یې د نور او بریا ټلویزیونونو د خپرونو د ځنډولو اعلان کړی، په دغه کمېسیون کې اجراییوي صلاحیت نه لري او طالبانو د دوی له شتو څخه د خپلو ګټو لپاره استفاده کړې ده.

دغو خبریالانو د طالبانو د کمېسیون د دغو دوو غړو نومونه نه دي اخیستي.

د طلوع نیوز ټلویزیون مشر او د طالبانو د رسنیزو سرغړونو د کمېسیون غړی ذبیح الله سادات یو له هغو کسانو څخه و چې په وروستۍ غونډه کې یې اعلان وکړ چې نور او بریا ټلویزیونونه د طالبانو د اصولو د نه مراعاتولو له امله بند شوي دي. هغه د دغې پریکړې سره خپل مخالفت پر فیسبوک خپور کړي پیغام کې اعلان کړی و.

دغو خبریالانو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د دغه کمېسیون کړنې له بشري حقونو څخه د ښکاره «سرغړونې» په توګه ثبت کړي.