طالبان: وروستیو سیلابونو ۹۶ زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چارو د وزارت ویاند ویلي، چې په افغانستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۹۶زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چارو د وزارت ویاند ویلي، چې په افغانستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۹۶زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
جانان سایق د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته وویل، چې د سېلاب له امله تر دوه زره ډېر کورني څاروي هم له منځه تللي دي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په وروستیو ورځو کې د ورښتونو او سیلابونو له امله په ۲۳ ولایتونو کې دوه زره او ۶۲۷ کورونه ویجاړ شوي دي.
د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندهار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د مرستندویه موسسو په همکارۍ له ۵۰سیلاب ځپلو کورنیو سره د ۹۲۰۰ افغانیو نغدي مرسته وکړه.
طالبانو ویلي چې مرستندویه موسسو ژمنه کړې چې د هغو کورنیو لپاره به دایمي کورونه جوړوي چې کورونه یې وران شوي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیم د بدلون له اړخه د نړۍ شپږم زیان منونکی هېواد دی، خو د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو پر وړاندې تر ټولو لږ چمتووالی لري.
په وروستیو کلونو کې پرله پسې طبیعي افتونه لکه وچکالي، زلزله او سیلابونه د افغانستان په زیانمنونکو سیمو کې د خلکو د ژوند ژواک، کورونو او زیربناوو د ویجاړیدو لامل شوي دي.

محمد عمرجان اخوندزاده چې د طالبانو د مشر هبت الله اخنودزاده سلاکار او په کندهار کې د جهادي مدرسې مشر و، پرون د پاکستان د کوټې ښار د پښتون اباد په نوي کلي کې ووژل شو. محمد عمرجان د غبرګي اخوندزاده زوی اوپه ۱۳۴۴ لمریز کال کې د زابل د شاجوی ولسوالۍ په غبرګي کلي کې زېږېدلی و.
نوموړی په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د دیني مدرسې پر جوړولو سربېره د طالبانو د کوټې د رهبرۍ شورا غړی هم و.
د ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې د افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته، طالبانو د کندهار ولایت میخانیکي عالي لېسه په یوه جهادي مدرسه بدله کړه او مولوي محمد عمرجان اخوندزاده یې مشر شو.
دا مدرسه منډیګک ماڼۍ ته څېرمه موقعیت لري، چې ویل کیږي د طالبانو مشر یې د خپل دفتر په توګه کاروي.
د افغانستان انټرنشنل سرچینې وایی چی هبت الله اخوندزاده به خپل مجلسونه د دغه شیخ الحدیث په واسطه د قرانکریم د څو ایتونو په تلاوت سره پیلول او غونډې به یې هم د دغه په دوعا پای ته رسولې.
د سرچینو په وینا، ښاغلی اخوندزاده په اختر کې له خپلې کورنۍ او ملګرو سره د لیدو لپاره کوټې ته تللی و.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د هبت الله اخوندزاده د باوري کس د وژنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ د وري په ۳۱مه د محمد عمرجان اخوندزاده د وژل کېدو په اړه د طالبانو له ادرسه رسمي اعلامیه خپره کړه.
په دې اعلاميه کې په دې اړه ډېر جزيات او معلومات نه دي په ډاګه شوي چې دغه لوړپوړی طالب چارواکي څنګه، کله، چېرته او د چا لخوا وژل شوی دی.
د هبت الله اخوندزاده باوري کس چا وژلی؟
طالبان په خپل جوړښت کې تر ټولو سخت اختلافات لري او له تنظیمي جوړښت څخه بهر هم ډېر دښمنان لري.
سرچینو افغانستان انټرنیشنل ته ویلي چې ممکنه ده هبت الله اخوندزاده ته نږدې دغه کس د طالبانو په ډله کې د ناراضو ځواکونو له خوا وژل شوی وي.
له بلې خوا دغه ډله د تحریک طالبان پاکستان په ګډون له بهرنیو جهادي ډلو سره هم له نږدې کار کوي، چې په استخباراتي لوبو کې یې لاس لري.
د سرچينې په وينا، "د استخباراتو او جهاديانو سره کار کول هم ډېر خطرونه لري."
که څه هم د طالبانو د مشر د باوري کس د وژلو تر شا د چا د لاس لرلو په اړه باوري سرچينې نشته، خو د محمد عمرجان اخوندزاده وژنه د طالبانو له مشرتابه یا هغه کس سره چې ځان هبت الله اخوندزاده معرفي کوي، بې تړاوه نه ده.
ځکه دا پوښتنه هم شته چې وسلوال د محمد عمرجان اخوندزاده په وژلو سره د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده ته کوم پیغام رسوي که څنګه؟

د تېر حکومت د لغمان ولایتي شورا مرستیال اجمل وفا کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د طالبانو ځواکونو ښاغلی وفا پرون د مرکز مهترلام ښار په لومړی حوزه کې د کور له مخې وړی دی. د اجمل وفا کورنۍ زیاتوي چې نوموړي د ټولبښنې یا عمومي عفوې له مخې په خپل ولایت کې عادي ژوند کاوه.
د اجمل وفا کورنۍ نن جمعې ورځ د وري ۳۱ مه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې اجمل وفا د پخواني اردو رنجر موټرو کې سپرو وسلوالو طالبانو وړی دی.
دوی وايی د معلوماتو له مخې اجمل وفا طالبانو د لغمان لېوا ته وړی دی.
د نوموړي کورنۍ وايي طالبانو ورته تر اوسه د هغه د ځای او د نیولو علت نه دی روښانه کړی.
د اجمل وفا د کورنۍ غړی: « د مهترلام په لومړۍ حوزه کې د پشه يي کلي کې د کور مخې ته له خپلې وړې لور سره ولاړ و، چې د اردو رنجر له ځان سره وېوړو، هیڅ جرم نه لري او نه هم چا ورباندې عریضه کړې ده، بلکې دا یې دوهم ځل دی، چې بې ګناه زنداني کیږي»
د اجمل وفا کورنۍ وايي، طالبانو نوموړی اته میاشتې مخکې هم د یوې شپې لپاره زنداني کړی و او له سختو شګنجو وروسته خوشی کړی و.
دوی زیاتوي له هغه وروسته اجمل وفا له لغمان څخه کابل ته کډه وکړه، خو څلور میاشتې وړاندې یې بیا خپل ولایت ته کډه راوړې وه او عادي ژوند یې کاوه.
که څه هم دطالبانو داک ته رسېدو سره د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده ټولبښنه وکړه، خو په یو شمیر ولایتونو کې طالب وسلوال په خپلسرې توګه د پخواني حکومت یو شمیر نظامیان او کارمنان زنداني، شګنجه او په مرموز ډول وژني.
د طالبانو ځیني مشرانو په خپلو څرګندونو کې له خپلو وسلوالو بیا بیا غواړي، چې ټولبښنې ته احترام وکړي او د تېر حکومت کارمنان دې نه ځوروي.
په کندهار کې ناست د طالبانو مشر څو وارې تکراري فرمانونه ورکړل او د ټولبښنې د عملي کېدو غوښتنه یې وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملا هبت الله د ټولبښنې سرغړونې په جرم تر اوسه طالبانو خپل غړي نه دي مجازات
کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته اسلام اباد ته د سفر بلنه ورکړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي ډار امیر خان متقي ته په ټیلیفوني خبرو کې دا هم ویلي، چې په مناسب وخت کې کابل ته د تګ پلان لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د چهارشنبې په ورځ امیرخان متقي له اسحاق ډار سره په ټیلیفوني اړیکه کې د بهرنیو چارو د وزارت په څوکۍ ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.
له هغه وخت راهیسې چې طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې افغانستان نیولی، اسلام اباد څو ځلې د طالب چارواکو کوربه توب کړی دی. پاکستاني چارواکي هم څو ځله کابل ته تللي چې پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.
که څه هم اسلام اباد په رسمي ډول د طالبانو ډله د حکومت په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې، خو په نړیوالو سازمانونو او په ځانګړي توګه ملګرو ملتونو کې یې د دې ډلې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته د پاکستان لوړ پوړو چارواکو په لویه کچه د طالبانو د بریا په اړه خوشبیني څرګنده کړه. خو د وخت په تیریدو سره دغه خوشبیني پر طالبانو په سختو نیوکو بدله شوه.
لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د اورپکو ډلو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو د زیاتوالي پړه پر طالبانو اچوي.
اسلام اباد په وار وار له طالبانو غوښتي چې یاغیان دې پرې نه ږدي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي. خو د اسلام اباد د نیوکو په ځواب کې طالبانو ویلي، چې پاکستان غواړي د امنیت په برخه کې د خپلې ناکامۍ پړه پر کابل واچوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د لښکر یو قوماندان عبدالرحمان ساسانیان اعلان کړی، چې د پوځ سرتېري یې د ایران او افغانستان ترمنځ د پولې پر بندولو بوخت دي. ښاغلي ساسانیان وویل، چې د ایران او افغانستان په سرحدي برخو کې د دغې پروژې لپاره ټولې اړینې بنسټیزې چارې برابرې شوې دي.
د اېرنا خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) راپور ورکړی، چې عبدالرحمان ساسانیان د ایران او افغانستان ترمنځ د پولې بندولو طرحه تر ټوله «اړینه» پروژه ګڼلې.
د دغه ایراني چارواکي د څرګندونو پربنسټ، دغه طرحه د دغه هېواد د ځمکنیو ځواکونو د انجنیرانو لهخوا د پلې کېدو په حال کې ده.
د اېرنا په راپور کې راغلي، د ۱۴۰۲ کال د سلواغې په میاشت کې د ایراني پوځ د ځمکنیو ځواکونو قوماندان کیومرث حیدری ویلي و، چې «په پوله کې د پوځي ځواکونو شتهوالی د ناامنیو په مانا نه دی؛ بلکې د اطلاعاتي او پوځي چمتوالي په موخه دا چاره اړینه ده.»
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د ۱۴۰۲ کال د سلواغې په میاشت کې ویلي و، چې د ایران او افغانستان تر منځ پوله باید د دواړو خواوو په تفاهم بنده شي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د دغې ډلې ځواکونه څو، څو ځلې د ایراني پوله ساتو سره په وسلهوالو نښتو کې ښکېل شوي دي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده سلاکار او په کندهار کې د جهادي مدرسې مشر پرون ماښام د بلوچستان په کوټه ښار کې ووژل شو. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بې له دې چې د محمد عمر جان اخونزاده د وژل کېدو ځای ته اشاره وکړي، د نوموړي ترور کېدل یې غندلي دي.
ذبیح الله مجاهد په خپل اېکس د عالمانو وژل «ستر جنایت» بولي او وايي، چې د ښاغلي اخوندزاده مړینه «د هېواد لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده.»
د شیخ عمر جان په اړه ویل کېږي، چې هغه په اصل کې د زابل ولایت اوسېدونکی او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده سلاکار او هغه ته ډېر نږدې کس و.
نوموړی د اختر د رخصتۍ تېرولو لپاره د خپلې کورنۍ لیدو ته د کوټې نوي کلي تللی و، چې د ناپېژانده وسلهوالو په برید کې ووژل شو.
د سرچینو په خبره، په نوي کلي کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کور هم دی.
ښايي دا لومړی ځل وي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دغې ډلې یو مهم کس په کوټه کې د وسلهوالو لهخوا په نښه کېږي.
تر اوسه کومې ډلې پر نوموړي د برید پړه نه ده منلې او طالبانو هم په دې اړه زیات جزییات نه دي خپاره کړي.
