د طالبانو د کډالو وزارت: تر ۸۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه ستانه کړای شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه (د وري په ۳۰مه او ۳۱مه نېټه) د تورخم او سپین بولدک له لارې د ۸۳۷ تنو افغان کډوالو له راستنېدو خبر ورکړی دی.