• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پوتین ولې طالبانو ته نږدې کېدل غواړي؟

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۳۸ GMT+۱

د کانورسیشن په نوم یوې اسټرلیايي رسنۍ په یو تحلیلي مقاله کې د روسي چارواکو له قوله لیکلي، چې دغه هیواد اوس په دې غور کوي چې طالبان د ترهګریزو سازمانونو له لیسته وباسي.

په داسې حال کې چې تر اوسه په دې اړه کومه وروستۍ پریکړه نه ده شوې، خو د طالبانو او روسیې د مخ په زیاتیدونکو دوستانه اړیکو یوه بله بیلګه دا ده چې روسیې په می میاشت کې د دغه هیواد په کازان ښار کې په جوړیدونکي نړیوال اقتصادي کنفرانس کې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

کرملین له دې مخکې هم له طالبانو سره خبرې پیل کړې وې او روسیه یو له هغو څو هېوادونو وه، چې د طالبانو له خوا د افغانستان د واک د بیا ترلاسه کولو پر مهال یې کابل کې ډیپلوماټیک حضور درلود.

خو د افغانستان سیاسي او اقتصادي کړکېچ او د اوکراین د جګړې له امله پر روسیې د لوېدیځ بندیزونه په دې مانا دي، چې روسیې او طالبانو ترمنځ غښتلې اړیکې د دواړه لورو په ګټه دي.

په ۱۹۹۹ کال کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یو پریکړه لیک په تصویبولو سره، طالبان د "نړیوالو ترهګرو لپاره د پټنځیو او روزنې چمتو کولو" مسوول وبلل.

څو میاشتې وروسته، ولادیمیر پوتین د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک د پلي کولو لپاره یو فرمان لاسلیک کړ او پر طالبانو یې بندیزونه ولګول.

په ۲۰۰۳ کال کې د روسیې سترې محکمې د طالبانو غورځنګ د یوه تروریستي سازمان په توګه وپېژنده او ویې ویل، چې په چیچنیا کې یې له ناقانونه وسله والو سره اړیکې ساتلې او په ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان کې یې د واک د نیولو هڅه کړې ده.

روسیې په ۲۰۱۷ کال کې د یو سیمه ییز ابتکار د رامنځ ته کولو په لړ کې، د کابل حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د کوربه توب هڅه وکړه.

د دغو خبرو اترو موخه د افغانستان کړکېچ ته د حل لارې وړاندې کول وو او تر ډیره د چین، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو په ګډون سره ترسره کېدې.

روسیې د ترورېستي ډلې په توګه د طالبانو د نومولو سربېره، له هغوی سره تماسونه ساتل.

که پر طالبانو لګیدلي نړیوال بندیزونه لیرې شي، افغانستان به د لاجورد د مهم سوداګریز دهلیز له لارې له استانبول او اروپا سره ونښلوي او د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د اورګاډي کرښې له پراختیا څخه به اقتصادي ګټه پورته کړي.

د روسیې له خوا د ترهګرو له نوملړ څخه د طالبانو ایستل به د دغې ډلې لپاره په نړیواله کچه د رسميت پېژندنې په لور لومړی ګام وي.

روسیه هم له طالبانو سره له خپلې همکارۍ ګټه پورته کوي. له دې کار څخه د روسیې موخه دا ده، چې ځان د سیمې د امنیت برابرونکي په توګه وړاندې کړي، په ځانګړې توګه کله چې دا وضعیت په افغانستان کې د ثبات د رامنځ ته کولو په برخه کې د امریکا له ناکامۍ سره په پرتله شي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان: اول ځل د ایران له لارې ترکیې ته ۱۱ سوه متریک ټنه کاني ډبره ولېږل شوه

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۴۹ GMT+۱

د طالبانو پلټۍ اداره وايي، د ایران د پټلۍ له لارې يې پرون اول ځل ترکيې ته ۱۱۰۰ متريک ټنه معدني ډبره صادره کړې ده. دغه اداره نن زياتوي، چې په دې ډبرو کې د تالک یا شوکاڼي ډبره شامله ده. طالبان وايي، دا ډبره د ترکيې مرسينګ ښار ته لېږل شوې، خو دا یې نه دي ویلي چې کله به ورسېږي.

طالبان وايي، په لومړيو کې د هرات د روزنک پټلۍ تمځي له لارې اوس په ورځني ډول په یوه اورګاډي کې سوداګريز توکي لېږدوي خو د توکو زیاتېدو سره به دا کچه دوو اورګاډو ته لوړه شي.

د هرات د طالبانو د اوسپني پټلۍ مشر محمد نسیم محمدي تېره اونۍ په هرات کې يوې خبري غونډي ته ويلي و، چې له روزنک تمځي به د هرات – خواف بندر له لارې د سوداګريزو توکو لېږد رالېږد ژر پيل شي.

هغه ويلي و، چې اوس سوداګر کولی د هرات – خوف بندر له لارې په مالياتي تخفيف سره له افغانستان څخه خپل سوداګريز توکي چابهار بندر، بندر عباس او د ترکيې تر پولو صادر او وارد کړي.

محمدي زياته کړې وه، چې د دې پټلۍ له لارې به د مسافرو تګ راتګ هم پيل شي.

طالبان وايي افغانستان اوسمهال له ایران او ترکمنستان سره د پټلۍ له لارې نښلول شوی، چې هره ورځ پرې سلگونه ټنه سوداگریز توکي لېږد او رالېږدول کېږي.

طالبان: په تېرو دوو ورځو کې سېلابونو او بارانونو ۲۹ کسان مړه او ۷ نور ټپيان کړل

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۱۹ GMT+۱

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند وايي له تېرو دوو ورځو راهيسي پرله پسې سېلابونو په لسو ولایتونو کې ۲۹ کسان مړه او ۷ نور يې ټپیان کړي دي. ملا جانان سایق د هواپوهنې ادارې د معلوماتو له مخز خلکو ته د نورو ورښتونو او بارانونو خبرداری ورکوي او د ځان ساتنې غوښتنه کوي.

ښاغلي سایق نن شنبه په يوه ويډيويي پيغام کې ویلي په تېرو دوو ورځو کې دغه ۲۹ کسان په غزني، پکتيا، ننګرهار، فراه، نیمروز، هلمند، جوزجان، سمنګان، غور او پروان ولایتونو کې مړه شوي او ۷ نور ټپیان شو دي.

د سایق د معلوماتو له مخي، چې د همدې سېلابونو پر مهال ۷۲ کورونه او ۲۵۲۵ جريبه کرينزه ځمکه په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.

نن شنبه د هلمند د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد ويلي، چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د راوتلو سېلابونو له امله د یوې کورنۍ اووه تنه مړه شوي او درې نور یې ټپیان دي.

هغه زياتوي، چې تېره شپه د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ په تاجکانو کلي کې د يوه کور د چت د پرېوتو له امله دوه ۲کسان وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.

څلور ورځي وړاندي د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند ملا جانان سايق ويلي، چې سېلابونو ۶۶ کسان مړه کړي او ۳۶ نور يې ټپيان کړي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو وزارت وياند ملا جانان سایق وايي، چې د سېلاب ځپلو کورنيو د لاس نيوي په خاطر يې له بهرنيو مرستدویه ادارو د همکارۍ غوښتنه کړې.

د سایق په خبره، مرستندویه ادارو ورته په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د طالبانو د چارو ادارې غوښتنه: د بیت المال وسایط شخصي مه کاروئ او ساتنه یې وکړئ

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د چارو ادارې رییس د دې ډلې له چارواکو او غړو غوښتي، چې د بيت المال اجناس او وسایط په شخصي چارو کې مصرف نه کړي. نورالحق انور ټولو طالبانو ته سپارښتنه کړې ده، چې د بیت المال ساتنې ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې په ارګ کې د چارو ادارې نن په خپل اېکس کې لیکلي، چې په اوونیزه ناسته ددې ادارې د مشر نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د طالبانو د چارو ادارې مشر ويل چې کارکوونکي بايد په دفترونو او کارځیو کې د برېښنا د بېځايه لګښت مخنيوی وکړي او په وينا يې چې د بيت المال ضايع‌ د ګناه لامل کيږي چې بايد ځان ترې وساتل شي.

دا څرکندونې په داسې حال کې کیږي، چې د اختر په شپو او ورځو کې د طالبانو یو شمیر پلویانو د خپلې ډلې پر کسانو نیوکې وکړې، چې د اختر د خوښیو پرمهال په دولتي موټرو کې یو شمیر ولایتونو ته په چکر لاړ دي.

دوی دا کار د بیت المال سره خیانت بللی دی.

په دې وروستیو ورځو کې ویډیوګانې ښيي چې د پخواني امنیتي ځواکونو نظامي وسایط چې اوس مهال د طالبانو په کنټرول کې دي، د بې احتیاطۍ له امله په اوبو کې ډوب شوي دي.

ټي ټي پي د پاکستان استخباراتي اداره د طالبانو د مشر د سلاکار پر وژلو تورنه کړه

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د پاکستاني طالبانو غوځنګ یا ټي ټي پي د پاکستان استخباراتي اداره د بلوچستان په مرکز کوټه کې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده سلاکار په وژلو تورنوي. محمد عمر جان اخوندزاده چې د کوچني‌اختر لپاره کوټې ته تللی و، تېره پنجشنبه د پښتون اباد په نوي کلي کې د وسلوالو له خوا ووژل شو.

تر اوسه کومې ډلې د ښاغلی اخوندزاده د وژلو مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستان طالبانو تحريک نن په يوه اعلامیه کې د نوموړي پر وژل کېدو خواشني ښيي او پړه یې پر پاکستاني استخباراتو اچوي.

دا دله وایي، د پاکستان استخباراتدا ډول پېښې پر «نامعلوم ډولو» تاوانوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بې له دې چې د محمد عمر جان اخونزاده د وژل کېدو ځای ته اشاره وکړي، د نوموړي ترور یې غندلی.

محمد عمر جان د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اوسېدونکی، په قوم توخی او د عنایت الله مشهور په غبرګي اخونزاده زوی و.

د هغه پلار او بيا وروسته خپله محمد عمرجان په کوټه کې له کلنو راهيسي د جومات امامت درلود، په همدې سېمه کې يې لويه ديني مدرسه او د تصوف په برخه کې يې سلګونه موريدان او شاګردان درلوده.

هغه د جمعې په ورځ د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې په خپل کلي او پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

چې د جنازې مراسيمو ته یې د طالبانو يو شمېر مشران هم ورغلي وه.

په زابل کې طالبانو یو کس د زنا په تور ۳۹ دورې وهلی

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۱۷ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، په زابل کې یې یو کس د زنا په تور ۳۹ دروې وهلی دی. دغې محکمې نن يوه خبرپاڼه کې زیاته کړېو دي چې دغه کس په شاجوى ولسوالۍ کې د دغې ډلې د سيمه ييزو مسوولينو په شتون کې په دورو ووهل شو.

پر افغانستان د طالبانو بیا ځلي واک تر لاسه کولو وروسته د مدني سزاګانو لکه پر دورو وهلو، بدن غړو غوڅولو او اعدامولو لړۍ بیا پیل کړه او تر اوسه یې په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر افغانان په عام محضر کې په سزا رسولي دي.

د بشري حقونو مدافعینو او نړیوالې ټولنې په وار وار د طالبانو له مشرانو غوښتي، چې د تورنو کسانو د بدني سزاګانو مخه ونیسي

خو طالب چارواکو ویلي دي، چې دوی به د «اسلامي شریعت» له مخې سزا ورکولو ته دوام ورکړي.