
د طالبانو د چارو ادارې رییس د دې ډلې له چارواکو او غړو غوښتي، چې د بيت المال اجناس او وسایط په شخصي چارو کې مصرف نه کړي. نورالحق انور ټولو طالبانو ته سپارښتنه کړې ده، چې د بیت المال ساتنې ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د طالبانو تر واک لاندې په ارګ کې د چارو ادارې نن په خپل اېکس کې لیکلي، چې په اوونیزه ناسته ددې ادارې د مشر نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د طالبانو د چارو ادارې مشر ويل چې کارکوونکي بايد په دفترونو او کارځیو کې د برېښنا د بېځايه لګښت مخنيوی وکړي او په وينا يې چې د بيت المال ضايع د ګناه لامل کيږي چې بايد ځان ترې وساتل شي.
دا څرکندونې په داسې حال کې کیږي، چې د اختر په شپو او ورځو کې د طالبانو یو شمیر پلویانو د خپلې ډلې پر کسانو نیوکې وکړې، چې د اختر د خوښیو پرمهال په دولتي موټرو کې یو شمیر ولایتونو ته په چکر لاړ دي.
دوی دا کار د بیت المال سره خیانت بللی دی.
په دې وروستیو ورځو کې ویډیوګانې ښيي چې د پخواني امنیتي ځواکونو نظامي وسایط چې اوس مهال د طالبانو په کنټرول کې دي، د بې احتیاطۍ له امله په اوبو کې ډوب شوي دي.

د پاکستاني طالبانو غوځنګ یا ټي ټي پي د پاکستان استخباراتي اداره د بلوچستان په مرکز کوټه کې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده سلاکار په وژلو تورنوي. محمد عمر جان اخوندزاده چې د کوچنياختر لپاره کوټې ته تللی و، تېره پنجشنبه د پښتون اباد په نوي کلي کې د وسلوالو له خوا ووژل شو.
تر اوسه کومې ډلې د ښاغلی اخوندزاده د وژلو مسوولیت نه دی منلی.
د پاکستان طالبانو تحريک نن په يوه اعلامیه کې د نوموړي پر وژل کېدو خواشني ښيي او پړه یې پر پاکستاني استخباراتو اچوي.
دا دله وایي، د پاکستان استخباراتدا ډول پېښې پر «نامعلوم ډولو» تاوانوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بې له دې چې د محمد عمر جان اخونزاده د وژل کېدو ځای ته اشاره وکړي، د نوموړي ترور یې غندلی.
محمد عمر جان د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اوسېدونکی، په قوم توخی او د عنایت الله مشهور په غبرګي اخونزاده زوی و.
د هغه پلار او بيا وروسته خپله محمد عمرجان په کوټه کې له کلنو راهيسي د جومات امامت درلود، په همدې سېمه کې يې لويه ديني مدرسه او د تصوف په برخه کې يې سلګونه موريدان او شاګردان درلوده.
هغه د جمعې په ورځ د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې په خپل کلي او پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
چې د جنازې مراسيمو ته یې د طالبانو يو شمېر مشران هم ورغلي وه.
د طالبانو ستره محکمه وايي، په زابل کې یې یو کس د زنا په تور ۳۹ دروې وهلی دی. دغې محکمې نن يوه خبرپاڼه کې زیاته کړېو دي چې دغه کس په شاجوى ولسوالۍ کې د دغې ډلې د سيمه ييزو مسوولينو په شتون کې په دورو ووهل شو.
پر افغانستان د طالبانو بیا ځلي واک تر لاسه کولو وروسته د مدني سزاګانو لکه پر دورو وهلو، بدن غړو غوڅولو او اعدامولو لړۍ بیا پیل کړه او تر اوسه یې په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر افغانان په عام محضر کې په سزا رسولي دي.
د بشري حقونو مدافعینو او نړیوالې ټولنې په وار وار د طالبانو له مشرانو غوښتي، چې د تورنو کسانو د بدني سزاګانو مخه ونیسي
خو طالب چارواکو ویلي دي، چې دوی به د «اسلامي شریعت» له مخې سزا ورکولو ته دوام ورکړي.
په پنجشېر کې د طالبانو د والي دفتر وايي، د چين ځینې سوداګريز شرکتونه غواړي د دې ولایت د کانونو په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. دغه دفتر نن په يوه اعلامیه کې ویلي، چينایي سوداګرو د دې ولايت لپاره د طالبانو له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په لیدنه کې دا لېوالتیا ښودلې ده.
ګه څه هم د چينايي سوداګرو شمېر ته اشاره نه ده شوې، خو زیاتوي چې دې پانګوالو، له پنجشېر څخه تر کابله د اوبو د لېږد په پروژه کې هم پانګونې ته ليوالتیا ښودلې ده.
د طالبانو د پنجشېر والي محمد اغا حکيم د چينایي سوداګرو د لېوالتيا هرکلی کړی او ټينګار يې کړی او نورو کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته یې هم د پانګونې بلنې ورکړې ده.
د پنجشېر د طالبانو د والي دفتر په اعلاميه کې راغلي، چې دامهال په دې ولایت کې تر ۵۰۰ زياتو کانونو د استخراج چارې روانې دي.
اعلاميه زياتو، چې په تېرو څو مياشتو کې پر چينایي سوداګرو سربېره د ایران، فرانسې او امريکا د نړیوالو سوداګريزو شرکتونو مسولينو هم په پنجشېر کې د طالبانو له مسولينو سره په ليدنو کې د کانونو په برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی.
طالبانو په بیا واکمنېدو سره د پنجشېر په ګډون د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د کانونو سپړلو ته مخه کړه.
د جنورۍ په لومړیو کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي وزیر شهاب الدین دلاور په يوه غونډه کې ويلي و، چې په پنجشېر کې د زمردو ۱۷۰۰ کانونه پېژندل شوي چې له دې ډلې ۴۵۰ یې د ملاهبت الله په ځانګړي فرمان د دغه ولایت خلکو ته ورکړل شوي دي.
خو د همدې وزارت ویاند همایون افغان دوه اونۍ مخکې وویل، د افغانستان په بېلا-بېلو سېمو کې د ۲۰۰ کوچنيو او ۱۵ لويو کانونو د استخراج چارې روانې د کورنيو او بهرنیو شرکتونو له خوا روانې دي.
په هلمند کې سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د راوتلو سېلابونو له امله د یوې کورنۍ اووه تنه مړه شوي او درې نور یې ټپیان دي. دغه سېلابونو وړمه شپه د کجکي ولسوالۍ په قاضي خېلو سیمه کې خلکو ته د سر د زیان تر څنګ ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
سرچېنې وايي، د شړکنده بارانونو له امله په کجکي ولسوالۍ کې د شپې لهخوا د خلکو پر کورونو اوبه ورغلي او ګڼ خلک یې په خوب کې راګېر کړي دي.
له همدې ولایته په یو بل خبر کې راغلي، چې تېره شپه د دغه ولایت ګرشک ولسوالۍ په تاجکانو کلي کې د یوه کور چت د پرېوتو له امله دوه ۲ تنه وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.
په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمن او یو یې ماشوم دی او خاوند یې سخت ټپي شوی دی.
د هلمند تر څنګ د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه د سېلابونو له امله خلکو ته د اوښتو زیانونو راپورونه لاس به لاس کېږي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چارو د وزارت ویاند تېره ورځ ویلي و، چې په افغانستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۹۶زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
جانان سایق د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته وویل، چې د سېلاب له امله تر دوه زره ډېر کورني څاروي هم له منځه تللي دي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په وروستیو ورځو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله په ۲۳ ولایتونو کې دوه زره او ۶۲۷ کورونه ویجاړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیم د بدلون له اړخه د نړۍ شپږم زیان منوونکی هېواد دی؛ خو د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو پر وړاندې تر ټولو لږ چمتووالی لري.
په وروستیو کلونو کې پرله پسې طبیعي افتونه لکه وچکالي، زلزله او سېلابونه د افغانستان په زیانمنوونکو سیمو کې د خلکو د ژوند ژواک، کورونو او زیربناوو د ویجاړېدو لامل شوي دي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر ایران د اسراییل برید وغانده. هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې اسراییل په سیمه کې د ترینګلتیاوو اصلي لامل دی.
هغه لیکلي:« د ایران پر خاوره د اسراییل برید غندوو. په سیمه کې د دغو ټرینګلتیاوو اصلي لامل د فلسطین د مظلومو خلکو پر وړاندې د اسراییل سیاستونه، په غزه کې د دغو خلکو وژنه او په سوریه کې د ایران پر ډیپلوماټیکې استازولۍ برید و.»
هغه وایي، د دې لپاره چې اسراییل په غزه کې له خپلو جنایتونو څخه د نړۍ پام بل پلو واړوي او کورني اختلافات بند کړي؛ پر دغه ډول نا مسوولانه کړنې یې لاس پورې کړی.
هغه زیاته کړې، د ایران پر خاورې هر ډول برید او تېری سیمه د لاترینګلتاوو او جګړو خوا کشوي او سیمهییزه او نړۍواله بې ثباتي لا پراخوي.
هغه د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي:« موږ باور لرو، چې د اوسني کړکېچ او نورو بحرانونو حل له سولهييزو او ډيپلوماتيکو لارو چارو څخه ګټه پورته کول دي. موږ د ايران پر خاوره د تېري په کولو سره د کړکېچ د زياتولو او د سيمې د کړکېچ پلوي نه يوو. موږ د بحران د کمولو او په سولهییزه توګه د بحران د حل لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوو.»
یوه جګپوړي امریکايي چارواکي اېبيسي نیوز ته ویلي، د اسرايیل جنګي الوتکو د جمعې په سهار په یوه ډېر محدود برید کې اصفهان ته نږدې د هوايي دفاع پر یو سیسټم، له ایرانه بهر درې توغندي وتوغول.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم ویلي:« د دې وخت رارسېدلی، چې په منځني ختیځ کې د غچ اخیستنې خطرناکه دوره ودرول شي.»
د ګوترېش ویاند د هغه په حواله ویلي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي هر ډول انتقامي اقدامات غندي.