د بشري حقونو سازمان حالوش: ایران څلور افغان بندیان اعدام کړل

د بشري حقونو سازمان حالوش خبر ورکړی، چې د پنجشنبې په سهار د ( وري ۳۰مه) د مشهد په وکیل اباد زندان کې څلور افغان بندیان اعدام شول. حالوش لیکلي، دغه بندیان په ۱۳۹۸ کال کې په نشهیي توکو د اړوندو تورونو په تړاو نیول شوي وو چې بیا وروسته د محکمې لهخوا په اعدام محکوم شول.





