د سویلي اسیا له پاره د بي بي سي مشرې جکي مارتینس د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال سره لیدلي او هغه ترې غوښتي چې دغه رسنۍ دې د افغانانو “دیني او ملي ارزښتونو” ته درناوی وکړي.
عتیق الله عزیزي ویلي، چې طالبان “د اسلامي ارزښتونو” په پام کې نیولو سره افغانستان کې د رسنیو، خبریالانو او بیان د ازادۍ ملاتړ کوي.
په دغه راپور کې افغانستان ته د بي بي سي د سویلي اسیا د مشرې د سفر د موخې په اړه څه نه دي ویل شوي.
عزیزي ویلي: “بي بي سي د افغانستان لپاره د خپرونو اوږده سابقه لري، لازمه ده، چې د افغاني ټولنې حساسیتونو او ځانګړتیاو ته ډېره پاملرنه وکړي.”
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معینیت سرپرست مولوي ضیاءالحق حقمل چې په دغه غوڼډه کې ګډون کړی و، ویلي، چې که بي بي سي غواړي په افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي نو له هغو خبرونو خپرولو څخه دې ډډه وکړي، چې “د افغانانو ترمنځ د نفاق او تعصب سبب ګرځي”.
د باختر اژانس د رپوټ له مخې؛ طالبانو یو شمېر هغه "مستند موارد” د بي بي سي د سویلي اسیا مشرې ته ور ښودلي چې په تېرو څو میاشتو کې د بي بي سي له خوا خپاره شوي دي.
طالبان وايي، چې د بي بي سي د سویلي اسیا مشرې کې ډاډ ورکړی، چې د دوی اندېښنې به له خپلو چارواکو سره شریکې او بېرته به دغې ډلې ته معلومات ورکړي.
په افغانستان کې د جمهوریت له نسکوریدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، بي بي سي په کابل کې خپل دفتر وتړه او خپل ټول همکاران یې لندن ته انتقال کړل.
د طالبانو عدليې وزارت ويلي، چې دوی په تېر ۱۴۰۲ کال کې دوه سياسي ګوندونه او ۷۵ ټولنې او خيريه بنستونه د «غيرې قانوني» فعاليتونو له امله امنيتي ادارو ته ور پېژندلي دي.
د طالبانو سترې محکمې هم څو ورځي مخکي خبر ورکړ، چې په کندهار کې يې په لومړي ځل دوه کسان د سیاسي فعالیت په تور په ۱۵ - ۱۵ کاله بند محکوم او یو بل کس یې د سیاسي فعالیت له امله ۳۰ دورې وواهه.
د ښځو پر زده کړو او کار کولو بندیزونه، پر رسنیو پراخ محدودیتونه، د تعلیمي نظام بدلول، په هیواد دننه بهرنیو ترهګرو ته ځای ورکول، د سياسي او ټولنيزو فعاليتونو بندول او داسې نور لسګونه موارد د دې لامل شوي، چې ددې ډلې پر وړاندې نړۍوال غبرګونونه ډېر شي
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی؛ امریکا مجبوره کړئ، چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوي وکړي او له شرارتونو لاس واخلي او که یې نه مني نو سفارت یې باید محاصره شي او ټول امریکایان له افغانستانه و ایستل شي.
که څه هم امریکا په رسمي ډول ویلي، چې دغه هېواد په افغانستان کې سفارت نه لري او د دوی غیر مقیم سفارت په دوحه کې موجود دی.
هغه یو ځل بیا ویلي دي، چې افغانستان تر اوسه په بشپړه توګه ازاده شوی نه دی او د هېواد فضا لا هم د امریکا په واک کې ده.
نوموړي د طالبانو له مشرتابه غوښتي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له فرصته په استفادې سره افغانستان باید د بهرنيو له اغېز او سلطې څخه فارغ او خپلواك کړي.
اسلامي حزب د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې اوس هم د افغانستان په اسمان کې ګرځي او د خپلې خوښې بریدونه کوي. په خبرپاڼه کې د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ هغو څرګندونو ته اشاره شوې، چې په کانګرس کې یې ویلي وو: "د تروريزم ضد ځواك او اداره په افغانستان كې فعال او ځواكمن حضور لري او په دې ارتباط طالبان له موږ سره پر خپلو ژمنو عمل كوي." حکمتیار ویلي دي، چې طالبان باید امریکا مجبوره کړي، چې په افغانستان کې له شرارت څخه لاس واخلي. په خبرپاڼه کې دغه راز د حکمتیار له قوله لیکل شوي: "افغانان هیله لري چې مسوول او اسلامي نظام ولري؛ خو اوسنیو شرایطو ته په کتو سره داسې ښکاري، چې دغو هیلو ته د رسېدو لپاره ډېر ګواښونه او خنډونه شته."
د ګلبدین حکمتیار له خوا په افغانستان کې د امریکا په سفارت کې د ځینو اشخاصو د موجودیت په تړاو مساله په داسې مهال مطرح کیږي، چې طالبانو هم په بار - بار ویلي، چې په کابل کې د امریکا په سفارت کې څوک نه شته. حکمتیار په دغه خبرپاڼه کې زیاته کړې ده، چې افغانانو د شوروي او امریکا په ماتولو سره فعاله ونډه درلوده او دوی باید د یوه ډاډمن محور په رامنځته کېدو سره راغونډ کړی شي. د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب دغه خبرپاڼه په داسې کې خپره کړې، چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او اسلامي حزب ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې دي.
شهادت ورځپاڼه چې د اسلامي حزب رسمي ورځپاڼه ده، د ګلبدین حکمتیار دغه خبر پاڼه یې د طالبانو د درېیو مشرانو ملا هبت الله، ملا حسن اخوند او سراج الدین حقاني له عکسونو سره یو ځای خپره کړې ده.
طالبانو څه موده مخکې حکمتیار له هغه کور څخه و اېسته چې تېر حکومت د یوې هوکړې له مخې ورکړی و. طالبانو ویلي، چې د حکمتیار د اوسېدو ځای دولتي ملکیت او ملي دفاع وزارت پورې اړوند دی. طالبانو له دې اقدام وروسته اسلامي حزب پورې اړوند د بریا راډیو ټلویزیون نشرات هم بند کړل او د ګلبدین حکمتیار پر ناستو او لیدنو یې هم بندیز ولګولو.