له درې زرو ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۴

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ۷۰۰ څخه ډیر افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه او له دوه زره ډیر کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ایرانه راستانه شول.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د غوايي په دویمه نېټه ۲۶۵۱ تنه افغان کډوال له ایران څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو وزارت وايي، یاد کډوال په جبري توګه او خپله خوښه د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت په خبره یادو کډوالو کې پنځه تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي، چې په هرات کې د وارچایلډ موسسي ته یې سپارلي دي.
پر همدغه مهال د کډوالو وزارت وايي، تېره ورځ ۷۷۸ تنه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شوي دي.
د کډوالو وزارت وايي، دغه افغان کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راستانه شول.
طالبان وايي، افغانستان ته راستانه شوي ټول کډوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان او د خوراک نړېوال پروګرام ته د مرستو تر لاسه کولو په موخه معرفي کړي دي.
که څه هم د کډوالو د ملاتړ ځینو سازمانونو له پاکستانه د افغان کډوالو پر اېستلو نیوکې کړي، خو طالبان وايي د پاکستان او ایرانه د راستنېدونکو کډوالو لپاره یې بشپړ چتوالی نېولی دی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ