• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د لېسانس درجې سند عربي او انګرېزي ژبو ته واړاوه

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۰۹ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلي سندونه ښيي، چې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د لېسانس سند له پښتو او دري څخه عربي او انګرېزي ته اړولی دی.

طالبانو تازه دا سند هغو کسانو ته ورکړی، چې له مدرسو فارغ او د لوړو زدکړو وزارت «د اسلامي پوهنتونونو او تخصص» ریاست کې یې دیني زدکړې ارزول شوې.

طالبانو تر واکمنېدو مخکې هم د خپلې ډلې لپاره ځینې عربي اصطلاحات دود کړي، چې ښه بېلګه یې پوځي مرکز ته معاسکر ویل دي.

دې ډلې په واکمنېدو سره هم د لومړي وزیر پر ځای ریس الوزرا، د سرپرست لپاره کفیل او نورې ورته کلیمې غوره کړې او هم یې د افغانستان د قول اردوګانو او ځینې نورو ادارو پخواني نومونه عربي کړل.

له مدرسو فاغو کسانو ته د پښتو او دري پر ځای په عربي او انګرېزي د سند وېش په داسې مهال دی چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له بیا واکمنېدو را هیسې دې ډلې پر دولتي دندو د مسلکي کسانو پر ځای د ملایانو د ګومارلو لپاره د دیني مدرسو له فارغو د دوی د زدکړو ارزونې لپاره بیا بیا ازموینې اخیستې دي او د بکلوریا، لېسانس او ماسټرۍ په کچه سندونه یې ور کړي دي.

د طالبانو لوړو زدکړو وزارت د تېرې جنورۍ په وروستیو کې هم له نږدې ۵۰ زرو ملایانو د ارزیابي امتحان واخیست، په نتیجه کې یې دوی ته د نیمه لوړو زدکړو او لوړو زدکړو سندونه ور کړل.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۴

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي