د شهاب الدین دلاور د وزارت په دوره کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د درې کلن فعالیت په تړاو څیړنې او پلټنې په ګڼو کاني قراردادونو کې د جدي مالي او اداري تخطیو شته والی په ډاګه کوي. د قراردادونو د حجم له مخې ۱۴ میلیارده، ۵۲۷ میلیونه افغانۍ زیان ثبت شوی.
د طالبانو د فرامینو او احکامو لوی ریاست د پلټنې د مرستیالۍ د اسنادو له مخې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، په شپږو قراردادونو کې د امتیاز یا رویالټي د کچې د ټیټ ټاکلو، د اسعارو د ناسم استعمال، د عوایدو د غیر بانکي راټولولو او د داوطلبۍ له اصولو څخه د سرغړونو له امله ملي بودجې ته هم د قراردادونو په کچه او هم په عملي استخراج کې درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د طالبانو د فرامینو او احکامو د تعقیب لوی ریاست د پلټنې مرستیالي، چې ددې ډلې د مالي، حسابي او اداري چارو پلټنه کوي، خپلې پلټنېد هبت الله د احکامو او لارښوونو او د تفتیش د هغو معیارونو پر بنسټ کړې، چې ددوی په وینا،د پلټنو عالي ادارو نړیوال سازمان «انتوسای» وړاندیز کړي دي.
یادې ادارې د طالبانو د مشر د ۱۸ ⁄ ۵ ⁄ ۱۴۰۳نېټې حکم او د ریاست د۶۹۰۰۶۸۷/۳۹ شمېرې صلاحیتلیک له مخې له ۱۴۰۱ کال نه تر ۱۴۰۳ کال پورې ددې ډلې د کانونو او پترولیم وزارت د مسوولینو د درغلیو موضوع څیړلې ده.
له تخنیکي ارزونو او د بازار له مطالعې پرته قراردادونه
د طالبانو د پلټنې مرستیالۍ د ګومارل شوي پلاوي د څارنې او افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو اسنادو له مخې، له هغو قراردادونو څخه چې په مقید ډول منعقد شوي او جوازونه یې قراردادیانو ته ورکړل شوي، د رویالټۍ د نرخونو له پلوه ارزونه شوې ده.
رویالټۍ نرخونه هغه مالي شرایط دي چې د کانونو یا کاني سرچینو د استخراج او استفادې لپاره قراردادیانو ته ورکول کېږي او د دولت یا عامه شتمنۍ د حق په توګه حسابېږي. هر قراردادي چې د کان یا کاني سرچینې جواز ترلاسه کوي، د خپل استخراج په بدل کې ټاکلې فیصدي یا پیسې د طالبانو ادارې ته ور کوي.
د طالبانو د عمومي کادستر او متراژ د تنظیم ریاست له خوا د ۱۸۱ شمېرې استفسار په ځواب کې وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د کانونو او پترولیم وزارت د یادو قراردادونو لپاره د بازار له بیو سره سم او د کانونو د ارزښت پر بنسټ د اقتصادي او تخنیکي تحلیل له لارې هېڅ لومړنی نرخ نه درلود. د پلټنو له مخې، داسې یو واقعي او معیاري ابتدایي نرخ نه و ټاکل شوی چې د قرارداد د ورکړې لپاره اساس وګرځي. د همدې تشې له امله د کان تخنیکي ارزښت د بازار د بیو پر وړاندې د داوطلبۍ له لارې اغېزمن شوی او وزارت اړ شوی چې یوازې د داوطلبانو د وړاندیز شویو رویالټیو پر بنسټ اکتفا وکړي.
د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د وړه والګي د نفرایټ ډبرې پروژه د ۱۶زره ټنو په اندازه وه او اعتبار یې د ۱۴۰۲/۲/۱۲ څخه تر ۱۴۰۷/۲/۱۳ پورې ټاکل شوی و. دغه قرارداد د هر ټن په بدل کې د ۲۰۰ زره افغانیو په رویالټۍ سره د شهاب محبوب شرکت ته ورکړل شوی و. په داسې حال کې چې د داوطلبۍ په پړاو کې افغان زمین سنګ شرکت د هر ټن لپاره ۲۰۷ زره افغانۍ وړاندیز کړې وې. د داوطلبۍ د نرخ او د جواز د ورکړې ترمنځ په هر ټن کې داووه زره افغانیو توپیر رامنځته شوی چې د جواز په سند کې د درج شوي حجم له مخې ټولټال ۱۱۲ میلیونه افغانۍ زیان ملي عوایدو ته اوښتی دی.
د کادستر او متراژ د تنظیم عمومي ریاست له خوا د ۱۶ ⁄ ۷ ⁄ ۱۴۰۳نېټې د استعلام په ځواب کې وړاندې شویو معلوماتو له مخې، قراردادي تر اوسه ۱۰۲ زره او ۴۰۷ ټنه نفرایټ ډبره استخراج کړې ده چې د عملي او حقیقي زیان اندازه اووه میلیونه او ۱۰۲ زره افغانۍ ته رسېږي.
همدارنګه څرګنده شوې چې د داوطلبۍ کمېټې غړو چې د وزارت د مقام له خوا ټاکل شوي وو، په خپل راپور کې په څرګند ډول هغه ګټونکی نرخ نه دی لیکلی چې جواز ورکړل شي. په دې کمېټه کې د حقوقو عمومي رییس مولوي سید احمد برومند، د عوایدو رییس مولوي محمد رسول عقاب، د قراردادونو د تنظیم رییس حافظ عبدالله ترین او د پلان او راپور ورکولو رییس محمد حارث برومند شامل وو.
د عامه شتمنۍ شفافیت او قانوني مدیریت د هر دولت\ادارې د مالي او اقتصادي سلامتۍ بنسټیز عنصر ګڼل کېږي خو اسناد ښيي چې طالبان د عوایدو په شفایت او مدیریت کې له ننګونو سره مخ دي.
له ۱۴۰۱ کال نه تر ۱۴۰۳ کال پورې د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ د ډبرو سکرو او ترازو عواید په فزیکي ډول په یوه شخصي صرافۍ کې ساتل شوي دي. ددې عوایدو د ساتنې ډول امانت ښودل شوی. کله چې وزارت په دې اړه پوښتل شوی دی، پلټونکي پلاوي ته د شته کړنلارو او اسنادو له مخې په ځواب ویلو کې پاتې راغلی دی.
دغه عواید چې چې ټولټال ۱۷۱میلیونه او ۴۴۷ زره او ۵۹۱ افغانۍ کیږي، په مزار شریف کې د قاري جلاد خان په نامه یوې شخصي صرافۍ کې پوره درې کاله ساتل شوي دي. په صرافي کې ددې پیسو د ګردان او اضافي عاید په اړه د طالبانو د تفتیش ادارې په پلټنو او اسنادو کې هیڅ راز یادونه نه ده شوې.
د طالبانو د کانونو وزارت دلیل دادی، چې هغه مهال د کانونو ولایتي ریاستونو بانکي اکاونټونه نه درلودل، خو په دریو کلونو کې د اکاونټونو نه جوړول او بانک ته نه انتقال ښيي، چې دغه پیسې په شخصي سوداګرۍ کې کارول شوې دي.
له ۱۷۱میلیونه او ۴۴۷ زره او ۵۹۱ افغانۍ څخه یوازې ۴۶ میلیونه د وزارت په بانکي حساب کې جمع شوې، او پاتې ۱۲۵ میلیونه او ۴۴۷ زره افغانۍ ددې پلټنې تر پایه پورې د قاري جلاد خان په صرافۍ کې ساتل شوې دي.
په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت د کانونو او پترولیم ریاست د ۱۴۰۱ مالي کال په اوږدو کې د ترازو او بندرونو شپږ میلیونه، ۷۲۰ زره، او ۷۱۰ افغانۍ عوایدبانک ته له انتقال وړاندې مصرف کړي، چې د بودجې د اصولنامې خلاف دي.د طالبانو د عوایدو د تنظیم ریاست پر ۱۴۰۳/۷/۲۲، نېټه د یوه استعلام په ځواب کې له دې موضوع نه ناخبري څرګنده کړې او دا ښيي چې یاد مصرف غیر اصولي او په خپل سر شوي دي.
د طالبانو د پلټنې مرستیالۍ په وینا، د عوایدو ریاست تنظیم د کانونو ولایتي ریاستونو ته د عوایدو د مصرف په تړاو هیڅ مکتوب یا حکم نه دی استولی.
په قراردادونو او د شرکتونو په غوراوي کې درغلي
په دې برخه کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت تر چتر لاندې په بېلابېلو ولایتونو کې د نفرایټ او مالګې د یو شمېر پروژو د قراردادونو، داوطلبۍ بهیر، د جوازونو د صادرېدو قانوني بنسټ او د عوایدو پر وضعیت تمرکز شوی دی.
په دغو اسنادو کې دغه راز د کانونو او پټرولیم په وزارت او ولایتي ریاستونو کې د اداري او مالي اصولو جدي سرغړونې هم ثبت شوي دي.
د وزارت د بشري سرچینو مسوولانو د خپلوانو او نزدې اړیکو پر بنسټ کارکوونکي مقرر کړي، د معاشاتو راپورونه د شخصي صلاحیتونو پر بنسټ اجرا شوي، د وزارت د محافظت مسوولانوخپلې وسلې او تجهیزات نه دي تسلیم کړي او د اکتشاف او استخراج د نفتو په پروژو کې قراردادیانو د تضمین او پانګې د وړاندې کولو مکلفیتونه نه دي عملي کړي.
د روڼتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي رپوټ کې د درغلیو ضد مبارزې په کلنی شاخص کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ له فاسدو دولتونو (ادارو) شمېرلی او په نړیواله درجه بندۍ کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله یو پړاو نور هم ښکته تللی دی.
په ننګرهار کې تالک او کرومایټ ډبرې، د بدخشان او تخار د سرو زرو کانونه، د پنجشېر لاجورد او زمرد د طالبانو د کانونو وزارت تر ژور څار او پلټنو لاندې دي. د کانونو جوازونه له شفافیت او وضاحت پرته صادرېږي، قراردادونه له تخنیکي ارزونو پرته ډېر وخت د فکري او مالي نږدېتوب پر بنسټ له منځګړو پرته ورکول کیږي او عواید یې له یوه روښانه او شفاف میکانیزم پرته د طالبانو خزانې ته ورځي.
دغو چارو په کوردننه او بهر د کاني زیرمو د شفافیت په اړه پوښتنې پیدا کړې او د افغانستان په ځینو ولایتونو، په ځانګړې توګه تخار او بدخشان کې یې د سیمې د خلکو غبرګونونه پارولي دي.
په نړیواله کچه، د کانونو او طبیعي زیرمو شفاف مدیریت د ملي شتمنیو ساتنې، د مالي فساد مخنیوي او د دوامدارې اقتصادي ودې لپاره مهم معیار ګڼل کېږي. د نړیوالو څارونکو، بشري حقونو سازمانونو او د شفافیت د نړیوالو بنسټونو پرلهپسې رپوټونه ښيي چې د افغانستان د کانونو سکتور، په ځانګړي ډول د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، د شفافیت او مسوولیت له نړیوالو معیارونو په پراخه کچه واټن اخېستی. په دغو رپوټونو کې ویل شوي چې د کانونو قراردادونه په شفاف ډول نه کیږي او نه یې هم جزئیات له خلکو او رسنیو سره شریکیږي.
اقتصادي کارپوه مزمل شینواري د مرغومي پر۱۵مه، له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د طالبانو د کانونو پر قراردادونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د پخواني حکومت برعکس، چې د کانونو وزارت به د کانکېندنې قراردادونه په شفاف ډول خپرول، طالبان له دقیقو او رڼو شمېرو پرته کانونه استخراجوي.
هغه زیاته کړه، چې «نه بودجه، نه عواید او نه هم د کانونو عاید په شفاف ډول خپرېږي او ټول عواید لومړی کندهار ته د طالبانو د مشر هبتالله اړوند نوي جوړ شوي بودجوي دفتر ته لېږدول کېږي او وروسته د کابل ادارو ته وېشل کېږي».
پخوا د عوایدو د راټولولو چارې مالیې وزارت سمبالولې.
د طالبانو د کانونو وزارت او اړوندې ادارې د قراردادونو د متنونو، مالیاتو، تادیاتو د میکانیزمونو او د استخراج د حقیقي حجم په اړه معلومات له رسنیو سره نه شریکوي، چې دا د اداري فساد د پېښو د پټېدو زمینه برابروي.
د روڼتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي رپوټ کې د درغلیو ضد مبارزې په کلنی شاخص کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ له فاسدو دولتونو (ادارو) شمېرلی او په نړیواله درجه بندۍ کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله یو پړاو نور هم ښکته تللی دی.
نوموړي وویل، چې « تېر به هېروئ، د اینده فکر به کوئ، دا فکر به نه کوئ، چې دا په هغه تنظیم کې و او دا په هغه تنظیم کې. دا فکر به نه کوئ، چې دا له دې ډلې سره تړلی و او دا له هغې ډلې سره تړلی و. دا فکر به له ذهنه باسئ چې دغه سړي پخوا زما په مقابل کې دا خبرې کولې او یا یې دا اعمال کول، نو لهذا نن د انتقام ورځ ده او زه به خپل انتقام ورنه اخلم».
د طالبانو دفاع وزیر په خپلو خبرو کې د غچ اخېستې فکر رد کړ او ویې ویل، چې که دا فکر د طالبانو په لیکو کې وي او د یوه او بل پښې وهي، اوسنۍ اداره به یې پایداره پاتې نه شي.
د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو کلنیو مراسیمو کې، د هېواد د ملي یووالي او د کورنیو جګړو د مخنیوي په اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اخلافات باید له منځه یوسو.
مجاهد په کابل کې د دلوې ۲۶مې په مراسمو کې وویل چې که افغانان د انتقاماخیستنې او د قدرت لپاره د سیاسي اختلافاتو په فکر پاتې شي، نو نظام به پایدار نه شي او دغه وضعیت به هېواد لا پسې بېثبات کړي.
هغه زیاته کړه: «که د انتقام اخیستنې په فکر یاست، دا نظام دوامداره نه دی، او هغه کسان چې یوازې د اقتدار په لټه وو، نن حتی قبرونه یې هم شتون نلري.»
نوموړي د ملي یووالي او د راتلونکي نسل لپاره د مسولیت پر اهمیت هم خبرې وکړې او ویې ویل چې افغانان باید داسې تاریخ جوړ کړي چې راتلونکی نسل پرې وویاړي، نه دا چې پرې وشرمیږي.
یعقوب مجاهد همدا راز وویل چې د «برترۍ معیار باید نه ژبه، نه قوم او نه مقام، بلکې تقوا او ایمانداري وي.»
په ورته وخت کې د افغانستان په اوسني سیاسي جوړښت انتقاد کوونکي وايي چې د طالبانو په واکمنۍ کې ټول واک په یوه قشر، یعنې ملایانو راټول شوی، چې د سیاسي تنوع او ټولشموله ګډون د نشتوالي سبب شوی دی. د دې مطلق واکمنۍ له امله د خلکو حقوق، د ښځو او نجونو د زده کړو محدودیتونه، د اقلیتونو او لږکیو کمزوری استازیتوب، او د مدني بنسټونو محدوده ونډه څرګندېږي.
شنونکي ټینګار کوي چې که د هېواد اوږدمهاله ثبات، ملي یووالی او اقتصادي پرمختګ غواړي، نو لازمه ده چې د تصمیم نیونې په پروسه کې د ټولنې مختلف قشرونه، قومونه او سیاسي ډلو ته ځای ورکړل شي، څو حکومت د یو قشر د غوښتنو تابع پاتې نشي او ملي او ټولشموله بنسټونه جوړ شي.
د تهران والي محمدصادق معتمدیان ویلي چې په تېر یو کال کې د استوګنې له اسنادو پرته د یو شمېر افغان کډوالو په ایستلو سره په تهران کې ۳۲۰۰ درسي ټولګي «ازاد» شوي دي. نوموړي ویلي چې په تهران کې ۲۲۰ زره افغان زدهکوونکي بې اسناده وو او د عملي شویو تګلارو له مخې ۶۰ سلنه یې ایستل شوي دي.
د تهران والي معتمدیان زیاتوي چې د دوی په ایستلو سره د دولت لګښتونه هم راکم شوي دي.
د تهران والي ویلي: «هر زدهکوونکی د دولت لپاره ټاکلي لګښتونه لري. کله چې تاسو ۳۲۰۰ټولګي اداره کوئ، د اوبو، برېښنا، ګاز، د ښوونځیو د روانو مصارفو او د ښوونکو د معاشونو لګښتونه ټول پر دولتي بودجې تحمیل کېږي.»
د نوموړي د وړاندې کړو شمېرو له مخې، یوازې له تهران ولایته تر ۵۳۰ زرو ډېر بېاسناده افغان کډوال ایستل شوي چې له دې سره د ډوډۍ او اوړو مصرف هم کم شوی دی.
محمدصادق معتمدیان ویلي چې تهران باید د بېاسنادو افغان کډوالو کوربه نه وي. هغه زیاته کړې: «زموږ له ۱۵ګاونډیو هېوادونو هېڅ یو هم چمتو نه دی چې دومره شمېر ناقانونه بهرني وګړي په خپله پلازمېنه کې ومني.»
ادارې خبرداری ورکړی چې د سرپناه او اړینو توکو د نشتوالي دوام کولی شي د زیانمنو کورنیو ژوند لا پسې له ګواښ او بېثباتۍ سره مخ کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغانستان لا هم له طبیعي پېښو، اقتصادي ستونزو او بشري فشارونو سره مخ دی، او میلیونونه کسان د اساسي خدماتو او خوندي استوګنځای له کمښت سره لاس او ګرېوان دي.