• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ترکیه کې له یو کال څخه په کمه موده کې په سلګونه کسان د داعش د غړیتوب په شک نیول شوي

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۲۲:۴۹ GMT+۱

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په تېرو لسو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د داعش پر خلاف یو زرو او ۴۲۲عملیات ترسره کړي دي. د علي یرلي کایا په وینا ۲۹۹۱ کسان د داعش د غړیتوب په تور نیول شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۶مه) په اېکس ټولنیزي شبکې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې ۲۳ کسان یې د داعش د غړیتوب په شک نیولي دي.

دغه کسان د چاناک قلعه، هاتای، قونیه، ساکاریا، تکیرداغ، یالوا او یوزګات په ښارونو کې نیول شوي دي.

په مسکو کې د داعش - خراسان ډلې له برید وروسته ترکیې په خپلو بېلابېلو ښارونو کې له داعش سره د همکارۍ په تور د مشکوکو کسانو د پېژندلو او نیولو عملیات چټک کړي دي.

د هغو بریدګرو له ډلې څخه یوه بریدګر چې تېره میاشت یې په مسکو کې د کروکوس کنسرت پر تالار برید وکړ، له ترکیې څخه الوتنه کړې وه.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

مکرون په اورپا کې د قوي دفاعي او اقتصادي اصلاحاتو غوښتنه کوي

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۲۱ GMT+۱

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د پنجشنبې په ورځ د اروپایي ټولنې د لا قوي کیدو لپاره د خپل لیدلوري د بیانولو پر مهال د اروپا د قوي او همغږې دفاع غوښتنه وکړه.

د پاریس په سوربون پوهنتون کې په یوه وینا کې، هغه دا هم وویل، چې دغه لویه وچه باید د متحده ایالاتو تابع نه اوسي.

ماکرون وویل: "دا خطر شته چې زموږ اروپا له منځه ولاړه شي. موږ د خطرونو سره د مقابلې لپاره مجهز نه یو."

۴۶ کلن مکرون چې د خپلې ولسمشرۍ په دویمه او وروستۍ دوره کې دی او د واک یې یوازې درې کاله پاتي، غواړي خپلو منتقدینو ته وښیې چې هغه انرژي او نوي فکر چې نوموړی یې په ۲۰۱۷ کال کې واک ته رسولی و، اوس هم ورسره شته دی او دا چې اوس کوم تنبل مشر نه دی.

نوموړي په دغه وینا کې، چې نږدې دوه ساعته یې دوام وکړ، خبرداری ورکړ چې پوځي، اقتصادي او نور فشارونه کولی شي د ۲۷ هیوادونو اروپايي ټولنه کمزورې او سره وویشي.

هغه وویل، چې روسیې ته باید اجازه ورنکړل شي چې په اوکراین کې بریا ترلاسه کړي. نوموړي په اروپا کې د انټرڼیټي امنیت د ظرفیت د لوړولو، له بریکسټ وروسته له بریتانیا سره د نږدې دفاعي اړیکو او د لوړ پوړو پوځي پرسونل د روزنې لپاره د اروپا د اکاډمۍ د جوړولو غوښتنه وکړه.

هغه وویل، اروپایان باید د اروپا جوړ شوي پوځي تجهیزاتو اخیستلو ته لومړیتوب ورکړي.

ښاغلي مکرون وايي: "موږ باید ډیر تولید وکړو، موږ باید چټک تولید وکړو، او موږ باید اروپايي تولید ولرو. "

دغه وینا، په اروپايي ټولنې کې د مکرون د اصلي ملګري، د المان لومړي وزیر اولاف شولز ملاتړ هم ترلاسه کړی دی. سره له دې چې دواړو خواوو د دفاعي برخو او تجارت په اړه سره فکري تفاوتونه لرلي دي.

شولز په یوه اعلامیه کې وویل: "فرانسه او المان غواړي چې اروپا پیاوړې وي. ستاسو وینا دې موخې ته د رسیدو لپاره ښه ټکي لري."

مکرون له اوږدې مودې راهیسې د اروپا د "ستراتیژیکې خپلواکۍ" غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې باید په متحده ایالاتو لږه تکیه وشي.

د پښتونخوا په خیبر کې درې وسلوال ووژل او ۱۵ سرتېري ټپیان شول

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، د پښتونخوا په خیبر سیمه کې یې د استخباراتي معلوماتو له مخې نن په عملیاتو کې درې وسلوال وژلي دي. له بلې خوا په خیبر کې ملېشه ځواکونه وايي، چې د چاودنې له امله یې پرون ۱۵ سرتېري ټپیان شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، چې پوځ په خیبر کې د دریو وسلوالو پر وژلو سربېره وسلې او مهمات هم موندلي دي.

د پوځ د نن ورځې عملیات په دغه سیمه کې د ۱۵ ملېشه ځواکونو له ټپي کېدو یوه ورځ وروسته شوي دي.

د پاکستان پوځ له نږدې دوو میاشتو راهیسې په خیبر کې د وسلوالو پرضد عملیات پیل کړي دي، خو لا هم د دې پر دوی د پخوا په څېر بریدونه کېږي.

جمهوري غوښتونکي ملګرو ملتونو ته: د افغانانو انساني کرامت تر پښو لاندې کیږي، مداخله وکړئ

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۴۱ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه تازه لیک کې ویلي، چې په افغانستان کې بشري حقونه او انساني کرامت تر پښو لاندې کیږي او په ایران او پاکستان کې کډوال له شکنجو او ننګونو سره مخ دي.

په دغه لیک کې د افغانستان په تړاو د سیمه ییزې اجماع پر رامنځته کېدا ټینګار شوی او له ملګرو ملتونو غوښتل شوي، چې د افغانستان د اوسني کړکېچ د هواري لپاره د یوې لارنقشې د جوړولو لپاره ځانګړی استازی وټاکل شي.
په لیک کې ویل شوي، چې په لنډه موده کې افغانان د بشري حقونو او انساني کرامت څخه د سرغړونې په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

100%

د جمهوري غوښتونکو خوځښت زیاته کړې ده، چې د طالبانو له خوا د پخواني دولت له غړو سره غیر انساني او خشن چلند شوی، چې مستندې قضیې یې ثبت شوي.

په لیک کې ویل شوي: " په ځانګړې توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې زندانونو کې له ښځو سره د ناوړه چلند راپورونه د افغاني، اسلامي او نړۍوالو انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي؛ موږ له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوو، چې مداخله وکړي او دا ډول سرغړونې ودروي."

دغه خوځښت د ملګرو ملتونو سرمنشي ته ویلي، چې په افغانستان کې د انجونو او ښځو لپاره د زده کړې او کاري فرصتونو څخه انکار یوه جدي اندېښنه ده، چې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې د نړۍوالو میکانیزمونو له لارې د اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو له خوا اقدام ته اړتیا لري.

په دغه لیک کې په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند یادونه هم شوې ده او پکې راغلي: "هغه افغانان چې په ګاونډیو هېوادونو؛ لکه ایران او پاکستان کې مېشت دي د وژنو، شکنجې، د شتمنیو ضبطولو او جبري بېرته ستنول له ننګونو سره مخ دي".

د افغانستان جمهوري غوښتونکو پر ملګرو ملتونو غږ کړی، چې خپل نفوذ وکاروي او ډاډ دې تر لاسه کړي، چې یاد هېوادونه نړۍوالو معیارونو ته غاړه کیږدي او دا ظلمونه ودروي.

100%

په لیک کې زیاته شوې: "پر افغانانو د ظلم، ستم او غیر انساني چلند دغه ستونزې د ټولو نړۍوالو بشري حقونو او انساني کرامت خلاف دي."
په دغه لیک کې په بشري برخه کې د ملګرو ملتونو له مرستې مننه شوې او ویل شوي، چې افغانان د نړۍ مرستې ته اړتیا لري او نړۍواله ټولنه باید خپله مرسته ونه سپموي.

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو په بندخونو کې یو شمېر زنداني مېرمنې د جنسي تېري ښکار شوي او ۱۶ مېرمنې حامله شوې دي.

په ورته وخت کې په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلند هم د یو شمېر بشري حقونو د بنسټونو پام ځانته را اوړولی دی.

د پښتونخوا په لکي مروت کې جرګې په دغه سیمه کې د عملیاتو مخالفت وکړ

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۱

د پښتونخوا په لکي مروت کې زرګونو کسانو په جرګه کې ګډون سره په دغه سیمه کې د ترهګرۍ پر غندلو سربېره د ممکنه پوځي عملیاتو مخالفت وکړ. لکي مروت د پاکستان طالبانو غورځنګ د نفوذ سیمه بلل کېږي او پکې پر امنیتي ځواکونو ډېر بریدونه کېږي.

د لکي مروت جرګې سره هممهاله په دغه سیمه کې د سوداګرو ټولنې یا انجمن تجاران د بې قانونۍ او زیاتېدونکې ترهګرۍ پرضد کاربندیز کړی دی.

له پخوانۍ قبایلي سیمې وزیرستان سره نږدې لکي مروت هم په هغو سیمو کې ده چې ورځ تر بلې پکې د پاکستاني طالبانو بریدونه ډېرېږي.

د پاکستان پوځ پر ۲۰۱۴ کال په وزیرستان کې هم عملیات وکړل، چې له امله یې په لکونو خلک د پاکستان پر مختلفو ښارونو سربېره د افغانستان خوست او پکتیکا ته هم کډوال شول.

د لکي مروت جرګې دلیل دا دی چې که وزیرستان کې عملیاتو سره د طالبانو بریدونه ختم نه شول، نو لکي مروت کې به هم خلک کډوال شي، خو وسلوال به ختم نه شي.

جرمني اووه کسان د تروریستي بریدونو په پلانولو کې له داعش سره په همکارۍ تورن کړل

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۰۰ GMT+۱

د چهارشنبې په ورځ د جرمني فېډرالي څارنوالۍ اووه بهرني اتباع چې له داعش - خراسان ډلې سره په تماس کې وو، په جرمني او لویدیځه اروپا کې د ترهګریزو بریدونو په پلانولو تورن کړل.

تورن کسان د ترکمنستان، تاجکستان او قرغزستان اتباع دي او دوه کاله وړاندې له اوکراین څخه جرمني ته داخل شوي وو.

په تورنو کسانو کې د ترکمنستان تبعه عطاء الف، د تاجکستان اتباع محمد شجاع الف، نورالدین ک، شمشاد ن، سعید س، رباني زاو د قرغزستان تبعه ابرارجان ک شامل دي، چې د یو ترهګریز سازمان په جوړولو هم تورن دي.

د جرمني د فېډرالي ادارې د بیان له مخې تورنو کسانو پلان درلود چې په جرمني او لویدیځه اروپا کې پراخ بریدونه ترسره کړي؛ خو کوم مشخص پلان یې نه درلود.

دغه شکمن کسان، چې د تېر کال په جولای کې نیول شوي وو، له داعش خراسان سره یې اړیکې درلودې، چې په مسکو کې د تېرې میاشتې خونړي برید مسوولیت یې منلی و، چې لږ تر لږه ۱۳۷ کسان یې ووژل.

د پلټونکو په وینا؛ د ۲۰۲۲ کال په پسرلي کې د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې له پیل وروسته، شکمن کسان د اوکراین له لارې جرمني ته ننوتل او د داعش له یوه بل هالنډي غړي سره یې په ګډه یوه ترهګره ډله جوړه کړه.

په بیان کې ویل شوي چې دوی په منظمه توګه سره لیدل ترڅو د خپلو پلانونو په اړه بحث وکړي او په جرمني کې د بریدونو احتمالي ځایونه وڅیړي.