د ولایتي شوراګانو همغږۍ شورا:د طالبانو په زندان کې د مېرمنو د مېندوارۍ مساله باید وڅېړل شي

AP ۱۴۰۳ غویی ۶

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ولایتي شوراګانو د همغږۍ شورا وایي، چې د طالبانو په بندخونو کې د مېرمنو د مېندواره کېدو پېښه دې په بې پرې توګه وڅېړل شي.

دغې شورا نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د شمالي ولایتونو په بندخونو کې د طالبانو له جنسي تېري وروسته د یو شمېر مېرمنو مېندواره کېدل په کلکو ټکو غندلي او ‏د ملګرو ملتونو د بشري حقونو او له نړۍوالې جنايي محکمې غواړي، چې د دې پېښې عاملینو ته سزا ورکړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې ده، چې دا پېښه زړه بوږونکې، نه بښونکې او ستر جنايي جنایت دی.
یادې شورا د افغانستان دودېزې ټولنې او د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو او کار کولو بندیزونو ته په اشارې سره وویل؛ په هغو بندخونو کې چې ساتونکي یې نارینه دي، د ښځو بندي کول جرم او د مېرمنو انساني کرامت ته سپکاوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې په خپل کلني راپور کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه لیکلي، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو جوزجان، فاریاب او سمنګان کې له ۹۰ تنه بندي مېرمنو څخه ۱۶ تنه یې د طالبانو له جنسي تېري وروسته مېندواره شوې دي.
د دغه راپور له مخې؛ د افغانستان په شمال کې د طالبانو د ډلې د غړو له خوا د پرله پسې جنسي تېريو له امله ښځينه بنديانې سقط ته اړې شوې دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې تېر کال د طالبانو ډلې ۴۸ ښځې چې د جنسي تېري او ډېرې وینې بهېدو له امله ناروغې شوې وې، د فاریاب، سمنګان او جوزجان روغتونونو ته لېږدولې دي.
د افغانستان د ولایتي شوراګانو همغږۍ شورا د خبرپاڼې په یوې بله برخه کې په امریکا او د سیمې په هېوادونو غږ کړی، چې خپلې نیابتي سیالۍ پای ته ورسوي او د ټولګډونه حکومت د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړي.
دا شورا وایي؛ که په افغانستان کې ناورینونه نور هم پراخ شي مسوول یې امریکا او د سیمې هېوادونه دي.

نور خبرونه

رادیو