• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولوي کبیر ایراني چارواکو ته: طالبان په دغه ویر کې د خپل دوست هېواد تر څنګ ولاړ دي

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۰۷:۴۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون په اېکس پاڼه د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت له لوري د ایران مخکني ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د مړینې له امله د خواشینۍ اعلامیه خپره کړې ده.

دغه ټلویزیون د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت په حواله لیکلي چې، د ایران مخکني ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي په مړینه خواشیني دي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې طالبان په دغه ویر کې د «ورور او دوست» هېواد ایران تر څنګ ولاړ دي.

د ایران مخکني ولسمشر ابراهیم رییسي چورلکه تېره ورځ د ایران په ختیځ اذربایجان کې غورځېدلې وه، چې تر ۱۶ ساعتونو عملیاتو وروسته نن دوشنبه د چورلکې د غورځېدو په سیمه کې د ایران د لومړۍ درجې چارواکو جسدونه وموندل شول.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په کندهار ښار کې د طالبانو یو امنیتي کس ووژل شو او درې نور ټپیان شول

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۰۷:۱۲ GMT+۱

امنیتي سرچینې وايي، د نامعلومانو کسانو له لوري د طالبانو امنیتي چیک‌پوسټ ته د لاس بم غورځولو په پېښه کې د طالبانو یو امنیتي کس وژل شوی او درې نور ټپیان شول. طالبان پېښه منلې خو وايي، د پېښې قربانیان ولسي وګړي دي.

امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل،‌ نن سهار مهال د کندهار ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند شاهي صالون په سیمه کې د ناپيژانده کسانو له لوري د طالبانو چیک پوسټ ته لاسي بم ورغورځول شوی چې په پایله کې یې یو طالب وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دي.

بل خوا په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پېښه منلې، خو وايي، په یاده پېښه کې یو ولسي وګړی وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دي.

طالبان په یاده پېښه کې د دوی اړوند کسانو ته مرګ ژوبله نه مني.

د دوحې درېیمې ناستې په اړه له افغان سیاستوالو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې مشورې

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۰۴:۵۸ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر او پخواني اجراییه مشر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره د دوحې درېیمې ناستې او نورو مسلو په اړه خبرې وکړې. کرزي وویل، دوی په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو د ترلاسه کولو لپاره یې پر ملي هوکړه ټینګار وکړ.

پخواني ولسمشر په ایکس پاڼه لیکلي چې ده او عبدالله پر دې ټینګار کړی چې د هېواد د پرمختګ لپاره د نجونو او ښځو زده‌کړې اړینې دي.

دغو دوو افغان سیاستوالو د افغانستان په شمال کې له سېلاب ځپلو سره د ملګرو ملتونو د مرستو ستاینه هم کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله کابل ته تللې چې طالبان قانع کړي چې د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون وکړي.

طالبانو ویلي، که غوښتنې یې ومنل شي، په دې غونډه کې به ګډون وکړي.

طالبان د ګوټریش مرستیالې ته: زموږ غوښتنې ومنئ، بیا د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون کوو

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۰۴:۰۱ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا لومړي مرستیال په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره په لیدنه کې ویلي، چې طالبان به د دوحې په درېیمه ناسته کې هغه مهال ګډون وکړي، چې د دوی «دریځ» ومنل شي. هغه وویل چې افغانستان د دغې ډلې تر بشپړ واک لاندې «یو امیر لري چې ټول یې اطاعت کوي.»

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، مولوي عبدالکبیر د یکشنبې په ورځ د انټونیو ګوټریش سیاسي مرستیالې روزمیري ډیکارلو ته وویل: «د دوحې مخکنۍ غونډه د ځینو تنظیموونکو د نیمګړتیاوو له امله نیمګړې پاتې وه او په راتلونکې غونډه کې باید د اسلامي امارت دریځ ومنل شي.چې د طالبانو پلاوی هم په کې ګډون وکړي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي تېر ځل د دوحې په غونډه کې د طالبانو پر نه ګډون خواشیني څرګنده کړه، خو په ورته وخت کې یې وویل چې د طالبانو د غوښتنو منل د دې ډلې په رسمیت پیژندلو سره برابر دي.

طالبان له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو غواړي چې دغه ډله د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژني.

مولوي کبیر وویل چې طالبانو خپلې ټولې ژمنې پوره کړې او «د افغانستان په ټوله جغرافیه کې حاکمیت لري... په ټول افغانستان کې یو مرکزي حکومت واکمن دی چې یو امیر لري او اطاعت یې کیږي.»

ملګري ملتونه په دوحه کې درېیمه ناسته د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون کوي، خو کره نېټه یې نه ده ټاکلې. د ملګرو ملتونو د سر منشي سیاسي مرستیالې کابل ته سفر کړی او طالبانو ته یې د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، مېرمن ډیکارلو مولوي کبیر ته د دوحې د غونډې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په «دې غونډه کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت شرطونه ستونزمن نه دي.» هغې هیله څرګنده کړه چې د دوحې په غونډه کې به د طالبانو پلاوی هم ګډون وکړي.

نوموړې وویل، د دوحې غونډې ته د نړیوال بانک په ګډون د یو شمېر نړیوالو سازمانونو او هېوادونو استازي بلل شوي دي.

طالبان: د بغلان ۱۵۰۰ سېلاب ځپلو ته مو لنډمهالي هستوګنځي جوړ کړي

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۰۳:۴۶ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې په بغلان کې یې د سېلاب له لومړۍ ورځې څخه تر اتمې ورځې پورې د ۱۵۰۰ سېلاب ځپلو لپاره لنډمهالي استوګنځي جوړ کړي دي. دغه ټولنه وايي، په بغلان کې یې دوه زره او ۳۳۸ زیانمنې شوې کورنۍ ثبت کړې دي.

په تېرو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې پرله پسې سېلابونو ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

تر دې مهاله په بغلان کې تر ټولو ډیر ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د شمېرو له مخې په دغه ولایت کې تر۳۰۰ډیر کسان مړه شوي دي.

داعش په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو د خونړي برید پړه پر غاړه واخیسته

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۲۱:۳۹ GMT+۱

داعش د یوې اعلامیې په خپرولو سره په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو د وسله وال برید مسوولیت منلی دی.

په دې ډزو کې چې د ثور په ۲۸مه د جمعې په ورځ وشوې، درې اسپانوی سیلانیان او درې افغانان ووژل شول.

سربېره پر دې، یو هسپانوي او یو لیتوانیایي ټپیان شول.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د څلورو بهرنیو سېلانیانو په ګډون د ټپیانو شمېر اعلان کړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په بامیان کې یې د دغه وسله وال برید په تړاو اووه کسان نیولي دي.

په بامیان کې وسله وال برید له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شو او ځینو هېوادونو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ، چې د امنیتي اندېښنو او د ترهګریزو بریدونو د احتمال له امله افغانستان ته سفر نه کوي.