د خوست ولایت د طالبانو امر باالمعروف او نهی عن المنکر اداره وايي، د هغو درېیو تنو خبریالانو دوسیې یې محکمې ته استولي چې څو ورځې وړاندې د دوی لهخوا په هغه ولایت کې نیول شوي وو.
د دغې ادارې لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو خبریالانو په خپرونو کې د موسیقۍ غږولو تر څنګ له ښځینهو سره هم د ټیلیفون په لیکه خبرې کړې دي.
په خوست کې د ناز راډیو خبریال اسماعیل سعادت، د اقرا راډیو خبریال وحید الله معصوم او د خلکو غږ راډیو خبریال احسان الله تسل د څو ورځو راپه دې خوا د طالبانو سره بندیان دي.
سره له دې چې د خبریالانو د ملاتړ بېلابېلو ټولنو له طالبانو غوښتي، چې دغه او نور نیول شوي خبریالان دې ژر تر ژره خوشې کړي؛ خو طالبانو تر اوسه دغه غوښتنې نه دي منلي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته سمې نیمايي رسنۍ تړل شوې، خبریالان یې نورو هېوادونو ته یا کډه شوي او یا هم په افغانستان کې بې روزګاره ژوند تېروي؛ خو هغه خبریالان چې لا هم خبریالي کوي، د طالبانو له سختو بندیزونو، نیولو او ربړولو سره مخامخ شوي دي.