د حالوش په نامه د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې د جمعې په ورځ د (غويي ۷مه) یو ۲۴ کلن افغان ځوان د ایران د بلوچستان او سیستان په سرباز سېند کې ډوب شوی دی.
داسې ویل کېږي، چې د دغه ځوان مړی له څو ساعتونو وروسته د سیمې د اوسېدونکو او سرې میاشتې په هلو ځلو پیدا او له اوبو را اېستل شوی دی.
حالوش په اېکس پاڼه لیکلي، دغه ځوان د لامبو وهلو پر مهال په اوبو کې له ډوبېدو وروسته مړ شوی دی.
د ایران په بلوچستان او سیستان کې د سرباز سېند پرېمانه اوبه لري.
حالوش هغه ویډیو هم خپره کړې، چې د دغه ځوان د ژغورلو لپاره د هلو ځلو څرګندونه کوي.
د ۱۴۰۲ کال د کب په میاشت کې هم یو افغان کډوال چې بزګري یې کوله د تهران په څنډو کې اوبو ډوب کړی و.