د بښنې نړۍوال سازمان: طالبان دې په خوست کې نیول شوي درې خبریالان ژر تر ژره خوشې کړي

AP ۱۴۰۳ غویی ۸

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې طالبان دې په خوست ولایت کې په خپلسري ډول نیول شوي درې خبریالان ژر تر ژره پرته له قیدو شرطه خوشې کړي.

دغه درې خبریالان د طالبانو له‌خوا د اپرېل په ۲۲مه نېټه په خوست ولایت کې د موسیقۍ د خپرولو او ښځینه اورېدونکو سره د دوی په ژوندۍ خپرونه کې د غږېدو په تور نیول شوي دي.
تر دوی وړاندې د روانې اپرېل میاشتې په لومړیو ورځو کې طالبانو په غزني ولایت کې یو بل خبریال حبیب الرحمن تاثیر هم نیولی دی.
دغه سازمان په اېکس پاڼه لیکلي:« هیڅ یو خبریال باید د خپلې دندې د ترسره کولو له امله بندي نه شي.»
دغه سازمان له طالبانو غوښتي، چې په سملاسي توګه دې د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د سرغړونې د کمېسیون هغه پرېکړه هم بېرته واخلي چې له مخې یې د دوو خصوصي ټلویزیونونو د بندېدو لامل شوې.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې تر نیمايي زیاتې ثبت شوې رسنۍ تړل شوې وې او دوه پر درېیمه برخه خبریالانو خپلې دندې پرېښې وې.
د دغه سازمان په وینا، د ۲۰۲۳ کال تر اګست میاشتې پورې د طالبانو له‌خوا د زیاتېدونکو محدودیتونو له امله په سلو کې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو رسنۍ پرېښې دي.
تر دې وړاندې د بې پولې خبریالانو سازمان هم له طالبانو د دغو خبریالانو د خلاصون غوښتنه کړې وه؛ خو تازه بیا طالبانو ویلي، چې دغه خبریالان شرعي محکمې ته کاږي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ