د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو هرات کې یو خبریال ۴۸ورځې وروسته له بنده خوشې کړ

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په هرات کې د سولې ټلویزون مشر رامین امیري یې له ۴۸ ورځو بندي کولو وروسته خوشې کړی دی.
دغه مرکز د چهارشنبې په ورځ د (غويي په ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نوموړی د طالبانو استخباراتو نیولی او پرون یې په ضمانت راخوشې کړی دی.

د دغې خبرپاڼې په وینا، د ښاغلي امیري دوسیه محکمې ته استول شوې او تر څېړنو لاندې ده.
که څه هم چې دغه مرکز د ښاغلي امیري په راخوشې کولو خوښي ښودلې؛ خو دا یې هم ویلي چې پر نوموړي لګول شوی تور دې د رسنیو د قانون په رڼا کې وڅېړل شي.
تر دې وړاندې د جلا وطنه افغان خبریالانو ټولنې په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازي دفتر (یوناما) څخه غوښتنه کړې وه، چې د ښاغلي امیري په خوشې کولو کې دې مرسته وکړي.
همدغه تېره ورځ طالبانو په پروان کې د ملي ټلویزیون خبریال ندا محمد نوري له بنده خوشې کړ؛ خو له هغه وروسته یې په خوست کې شاعر او لیکوال فریدون ریان نیولی او برخلیک یې لا هم نه دی څرګند.
دا رنګه په غزني کې د نیول شوي خبریال حبیب الرحمن تاثیر او په ننګرهار کې د نیول شوي شاعر عزت الله ځواب کورنۍ وايي، چې لا هم د خپلو بندي شویو غړیو له برخلیکه خبر نه دي او د هغوی د روغتیايي حالت په اړه په اندېښنه کې دي.

نور خبرونه

رادیو