• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رواداري: طالبانو په سیستماتیک ډول د بیان ازادي او معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی دی

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۹:۰۱ GMT+۱

د بشري حقونو د روادارۍ سازمان وايي، طالبانو له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې په سیستماتیک ډول د بیان ازادي او معلوماتو ته د لاسرسي حق محدود کړی دی.

په راپور کې راغلي، چې طالبان له رسنیو څخه د خپلو پالیسیو او پروګرامونو د تبلیغاتو لپاره کار اخلي.

د «محدودیت، جبر او سانسور: په افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي او د بیان د ازادۍ د وضعیت» تر نامه لاندې د روادارۍ نوی راپور د چهارشنبې په ورځ د (غويي۱۲مه) خپور شو.

دا راپور د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ۶۱ښځو په ګډون له ۲۶۴ کسانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی.

د روادارۍ د راپور له مخې؛ د طالبانو ډله هېوادوالو ته د معلوماتو وړاندي کولو لپاره هېڅ قانون نه مراعاتوي او د معلوماتو د وړاندې کولو لپاره هېڅ ځانګړی ميکانيزم نه لري.

رواداري وايي، چې طالبان د واک تر لاسه کولو وروسته پر رسنيو د بنديزونو لګونو لپاره څو فرمانونه صادر کړي دي.

د روادارۍ د موندونو پر بنسټ طالبانو رسنيو ته خبرداری ورکړی، چې د بشري حقونو د سرغړونو، امنيتي او سياسي پېښو، د مخالفو وسله والو د بريدونو، د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو، د کوچيانو ترمنځ د جنجالونو، د پخوانيو کارکوونکو د بندي کولو، قتل او نيونو په اړه د خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.

په دغه راپور کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو په خاطر د خبریالانو د توقیف او شکنجه کولو یادونه هم شوې ده.

رواداري وايي طالبانو له رسنيو سره د مرکو له امله يو شمېر خبريالان، قربانيان او عيني شاهدان نيولي او ګواښلي دي.

په دغه راپور کې ويل شوي، چې د ۲۰۲۲ کال د جولای په مياشت کې د طالبانو استخباراتو رياست د فاریاب ولایت په میمنې ښار کې يو سېمه ييز خبريال د بشري حقونو د سرغړونو قضيو په اړه د خبر چمتو کولو په خاطر نيولی او شکنجنه کړی.

روادارۍ راپور په افغانستان کې د ښځينه خبريالانو وضعت او د طالبانو له خوا پر هغوی لګول شويو محدوديتونو ته هم اشاره کوي.

دوی ليکلي دي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره د ښځينه خبريالانو شمېر کم شوی او د پروان په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې په رسنيو کې د ښځو پر کار بنديز لګول شوی دی.

د دغه راپور له مخې؛ د لسګونو رسنيو فعاليت، چې د ښځو له خوا اداره او مديریت کېدې د طالبانو له خوا بند شوي دي.

د بشري حقونو دغه سازمان وايي، چې د رسنيو فعاليتونه په دوامداره توګه د طالبانو د استخباراتو، امربالمعروف او اطلاعاتو او فرهنګ ادارو له خوا څارل کېږي.

د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د څه باندې ۶۰۰ فعالو رسنیو له ډلې نیمايي یې د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي.

رواداري دا هم لیکلي، چې طالبانو د مخالفو شنونکو سره په رسنیو کې مرکې بندې کړي دي.

په راپور کې راغلي: «د ۲۰۲۱کال د اګست له میاشتې راهیسې ډېر کسان د نیوکې او په ازاده توګه د خپلو افکارو د بیانولو او د خپلو مدني غوښتنو د تعقیبولو په خاطر نیول شوي، شکنجه شوي او حتی وژل شوي دي.»

رواداري له طالبانو وغوښتل، چې د بشري حقونو د نړۍوالو سندونو له مخې پر رسنیو او ښځینه کارکوونکو لګول شوي بندیزونه پای ته ورسوي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: طالبان په کابل هوايي میدان کې مسافرو ته د کمپیوټر د وړلو اجازه نه ورکوي

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۷:۱۶ GMT+۱

د کابل په هوايي ډګر کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې هغه افغان مسافرین چې غواړي له افغانستان څخه ووځي د طالبانو له خوا ورته د کمپیوټر د وړلو اجازه نه ورکول کیږي.

د سرچینې په خبره؛ دا مهال د تالاشۍ په ټولو ځایونو کې افغان مسافرینو ته د طالبانو له خوا د کمپیوټر او هارډ ډیسک د نه وړولو امر کیږي.

سرچینې وویل: "که چېرې څوک د هوايي میدان له مسوولینو اجازه واخلي؛ نو په داسې حال کې کمپیوټر د هوايي میدان د تخنیکي برخې له خوا مکمل څارل کیږي".

سرچینه وايي، چې دا امر د کابل هوايي ډګر ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا شوی دی.

د کابل هوايي ډګر یوې بلې سرچینې هم افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه؛ هغه مسافرین چې افغانستان ته راځي کولی شي، چې خپل کمپیوټر له ځانه سره راوړي؛ خو تلونکي افغان مسافرين د دې حق نه لري، چې کمپیوټر له ځانه سره یوسي.

سرچینه وايي، ډېرو کمو خلکو ته د هوايي ډګر د مسوولینو له خوا د کمپیوټر د وړلو اجازه ورکول کیږي.

د دغې سرچینې په خبره؛ بهرني وګړي کولی شي، چې کمپیوټر له ځانه سره ولېږدوي؛ خو اړینه ده، چې د راتګ پر مهال خپل کمپیوټر په هوايي ډګر کې ثبت او راجستر کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د بهرنیو موسسو کارکوونکي او ځینو مېلمنو ته د کمپیوټر د لېږد په برخه کې اجازه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه کارکوونکي زیاته کړه: "اکثره وخت د بهرنیو موسساتو بهرنیو کارکوونکو ته د بهرنیو چارو وزارت له خوا اجازه لیک ورکول کیږي او یا هم د دندې پر کارت ورته اجازه ورکول کیږي".

عبدالجبار خوشحال چې دوه اونۍ وړاندې له کابل څه امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې پر بنسټ کډوال شوی افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د کابل په هوايي ډګر کې ورته طالبانو ویلي وو، چې یا دې کمپیوټر بېرته د خپلې کورنۍ غړو ته وسپاري او یا دې په هوايي ډګر کې پرېږدي.

هغه زیاته کړه: "د حیرانتیا خبره خو دا وه، چې طالبانو سره هېڅ ځواب نه و، چې ولې په کمپیوټر بندیز دی، یوازې دوه خبرې یې لرلې، چې یا دې کمپیوټر کورنۍ ته وسپاره او یا یې دلته ستا په مخ کې ماتوو؛ خو اجازه نه شته چې بهر یې یوسې".

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل په هوايي ډګر کې د کمپیوټر پر لېږد دا ډول بندیز د لومړي ځل لپاره لګول شوی دی.

طالبانو په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه یې هم مسافرینو ته د کمپیوټر د لېږد د بندیز په اړه کوم سپیناوی کړی دی.

ملا برادر: افغانستان پراخه کرنیزې ځمکې لري، خو بیا یې هم د کرنیزو توکو د تولید کچه کمه ده

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۶:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د کرنیزو محصولاتو په دېرشم پسرلني نندارتون کې وویل، چې افغانستان پراخه کرنیزې ځمکې او د خړوبولو لپاره یې پرېمانه اوبه لري؛ خو بیا یې هم د کرنیزو توکو د تولید کچه کمه ده.

دغه نندارتون د چهارشنبې په ورځ (د غویي ۱۲مه) د کابل په بادام باغ څېړنیز فارم کې جوړ شوی و.

ملا عبدالغني برادر یاد نندارتون مې وویل: «حکومتونه هڅه کوي، چې د خپلو محصولاتو د معرفي کېدو او هغو ته د بازارموندنې په موخه په کور دننه او بهر کې نندارتونونه جوړ کړي، چې موږ هم دا لړۍ پيل کړې ده.»

هغه زیاته کړې، چې د نندارتونونو له لارې د یو هېواد سوداګري وده کولی شي او په دغه برخه کې پانګونې ته هم زمینه برابرېږي.

ښاغلي برادر ویلي، چې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د افغان متخصصینو په مرسته عملاً د هېواد د ملي پراختیا پر ستراتیژۍ کار روان کړی.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې د کرنیزو محصولاتو ۳۰م نندارتون د کرنیزو محصولاتو او صنعتي تولیداتو ته د بازارموندنې، د کرنیز سکټور د پياوړتیا او له کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه جوړ شو، چې په ۲۶۳ غرفو کې مختلف توکي پکې نندارې ته وړاندې شول.

100%

ایراني چارواکي وايي، چې افغانستان ته د ایران د شترمرغ په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۶:۳۸ GMT+۱

ايراني چارواکي وايي د شترمرغ لومړۍ محموله د همدې کال په غويي مياشتي کې د ایران له دوغرون بندر له لارې هرات ته صادره شوې. د دې صادراتو بیه اووه میلیارد ریال اټکل شوې ده.

په رضوي خراسان کې د تایباد وترنري څانګې مشر حسن ازریان د چهارشنبې په ورځ د (غويي ۱۲مه) د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا ته وویل، چې په دې صادراتو کې ۱۰۰ یو میاشتني شترمرغ چرګان شامل دي، چې هر یو یې ۷۰۰ ګرامه وزن لري.

حسن ازریان ټینګار وکړ، چې افغانستان ته د دوغرون په پوله د شترمرغ په صادراتو کې هېڅ ډول بندیز نه شته.

د تايباد د وترنري شبکې مشر وايي؛ تمه ده، چې سږ کال افغانستان ته د شترمرغ صادرات د تېرو کلونو په پرتله زيات شي.

دغه ایراني چارواکي د افغانستان هوا د شترمرغ د نسل لپاره مناسبه وبلله او ویې ویل، چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د دې مرغانو نسل زیات شوی دی.

ایراني چارواکو تر دې وړاندې افغانستان ته د چرګانو او مرغانو د صادراتو د زیاتوالي خبر ور کړی و.

د شمېرو له مخې؛ ایران په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان ته شاوخوا ۱۴۸ زره تخمي چرګي صادر کړي دي.

تر دې مخکې طالب چارواکو ويلي وو، چې په تېر هجري لمریز کال کې له ایران سره د دغې ډلې د سوداګرۍ ارزښت له یو نیم میلیارد ډالرو څخه زیات شوی دی.

د دوبۍ په نړۍوال کلي سوداګریز او فرهنګي نندارتون کې افغانستان دویم مقام وګاټه

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د دوبۍ په ګلوبل ویلیج یا نړۍوال کلي سوداګریز او کولتوري نندارتون کې د لومړي ځل لپاره افغانستان دویم مقام خپل کړ.

په ګلوبل ویلج کې د افغانستان د څانګې مشر میرخان مقري وايي، چې دغه سوداګریز نندارتون هر کال د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې پرانستل کېږي او د لسګونو هېوادونو په ګډون شپږ میاشتې دوام کوي.

د نوموړي په خبره؛ په تېرو دوو لسیزو کې دا لومړی ځل دی، چې افغانستان دویم مقام ته رسېدلی دی.

هغه وویل: " دا زموږ د ټولو افغانانو او افغانستان لپاره ویاړ دی، چې یو جنګ ځپلی هېواد دې د نړۍ په کچه یو نندارتون کې دویم مقام تر لاسه کوي".

د ښاغلي مقري په وینا؛ په دغه نندارتون کې د افغانستان تولیدات؛ لکه لاسي صنایع، موسیقي، هنري پارچې، افغاني کالي، وچې او تازه مېوې، قیمتي کاڼي، ګاڼې، او خواړه نندارې او پلور ته وړاندې شوي دي.

په عرب اماراتو کې د ګلوبل ویلج په سوداګریز او کولتوري نندارتون تر ۳۵۰۰ زیاتو سوداګرو د ۹۳ کولتورونو په استازولۍ ۲۷ څانګې پرانیستې دي.

د طالبانو د مشر په امر د دې ډلې له کورنیو چارو وزارت سیمرغ موټر ټولېږي

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۴:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان له مخې د دې ډلې له کورنیو چارو وزارت سیمرغ موټر ټولېږي او بیا د نوموړي ځانګړې قطعې ته سپارل کېږي. په ورته وخت د بلخ د والي وياند وايي، چې په دغه ولایت کې د سيمرغ ګاډو د ټولو لړۍ پيل شوې او کورونیو چارو وزارت ته به وسپارل شي.

حاجي زيد د چهار شبنې په ورځ وویل، چې په بلخ کې يې د کورنيو چارو وزارت اړوند ۵ سېمرغ ګاډي له نظامي ادارو او کسانو ټول کړي دي.

ښاغلی زيد په خپل اېکس کې زیاتوي، چې د دې ګاډو د ټولو لړۍ د هبت الله اخوندزاده په امر او د بلخ د والي یوسف وفا په جدي سپارښتنه روانه ده.

نوموړي وايي: «يوازي د دوی د نظام اړوند سېمرغ ګاډي راټولېږي او هغو دولتي مسولين او ملکي کسان، چې په شخصي سرمايه یې رانيولي له هغو يې نه اخلي.»

د حاجي زيد په خبره، چې په بلخ کې د دې موټرانو د راټولو لړۍ لا هم دوام کوي.

يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم یې واخيستل شي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وويل، چې دغه موټران به وروسته له کورنيو چارو وزارت څخه د هبت الله اخونزاده د امنيت ځانګړي قطعې او مقام ته وسپارل شي.

هڅه مو وکړه، چې په هېواد کې د دې موټران د شمېر په اړه اړه د کورنيو چارو وزارت او ذبیح الله مجاهد نظر واخلو؛ خو هغوی جواب ونه وايه.