• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مجاهد: د کار او ټولنيزو چارو وزارت هڅه کوي چې په هېواد کې د بېکارۍ ګراف را ټيټ کړي

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۱۱:۵۵ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په کندهار کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري د کار موندې په موخه یوه لویه غونډه جوړه شوې ده. مجاهد وايي، چې په غونډه کې د کاري فرصتونو د برابرولو او د بېکارۍ کچه د راټیټولو په اړه خبرې وشي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبې د غويي ۱۶مه په خپله اېکس ټولنیزه پاڼه کې په کندهار کې د یو غونډې د جوړېدو خبر ورکړ.

مجاهد وايي په غونډه کې به ټينګار وشوي ترڅو واردات کم او پر ځای يې کورني تولیدات زيات استفاده شي.

مجاهد زیاتوي: « په غونډه کې له سوداګرو غوښتنه شوې، چې د بهرنيو کارکوونکو پر ځای دي افغانانو ته د کار کولو لومړيتوب ورکول شي او د بهرنيو کارکوونکو د ګمارلو پر مهال باید هغوي ته د کار جواز واخيستل شي.»

پر همدې مهال نن د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال محمد زاهد جان اغا په کابل کې د کارګر ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل، چې د کار موندنې ملي پاليسې يې چمتو کړې او د کار پر قانون یې بيا کتنه کړې ده.

نوموړي ويلي، چې دوی د کارګرو حق ورکولو ته ژمن دي او د خوندي چاپيريال رامنځ ته کولو لپاره یې هڅې کوي.

د یادونې وړ ده، چې په کندهار کې جوړه شوې غونډې ته خبريالان ندي پرېښودل شوي.

په کندهار کې له تېرو څو میاشتو راهيسې د دغه ولایت د والي ملا شيرين په خاص امر پر عکس او ويډيو اخېستلو بنديز لګول شوی.

چارواکي اوس په دې ولایت کې د خپلو غونډو او ناستو پر مهال هېڅ خبريال او تصويري رسنۍ ته اجازه نه ورکوي.

خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره همدا غونډه پر داسې مهال تر سره کېږي، چې ډېری کسان په افغانستان کې له بې کارۍ څخه شکایت کوي.

افغانان وايي د اقتصادي ستونزو د حلولو په موخه د ځوانانو لويه برخه ګاونډيو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره ځي.

پر طالبانو نيوکه کيږي، چې واک ته په رسېدو دغه ډلې یوازې خپلو جنګيالو او پلویانو ته د کار زامینه برابره کړې ده.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د زوجینو د تفریق اصولنامې په اړه نیوکو ته باید هیڅ ارزښت ورنه کړل شي

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

ایراني چارواکي وايي، ایران نور د دې وړتیا نه لري چې نوي افغانان ومني

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۱۰:۱۸ GMT+۱

په ایران کې د کډوالو د ملي ادارې د بهرنیو وګړو او د کډوالو چارو مشر اصغر بلوکیان ویلي، چې ایران نور د افغان کډوالو د منلو وړتیا نه لري. ښاغلي بلوكيان له طالبانو وغوښتل، چې د افغان كډوالو د ورستنېدو لپاره د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې كړي.

د ایرانۍ صدا او سیما رسنۍ د راپور له مخې، اصغر بلوکیان افغانستان یو «ویجاړ او له ټکنالوژۍ لرې» هېواد وباله او له طالبانو یې وغوښتل چې په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو څخه د افغانستان د ودانولو لپاره کار واخلي.

وروسته له هغې چې طالبان په ۱۴۰۰ کال کې په افغانستان کې واک ته ورسول شول، ډېری خلک د ایران په ګډون نورو هېوادونو ته کډوال شول.

ورته مهال د ایران امنیتي ځواکونه هره اونۍ زرګونه افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې ستنوي.

اصغر بلوکیان د ایران په مشهد ښار کې له افغان کډوالو سره په یوه غونډه کې وویل چې په ایران کې د «بې اسنادو» افغان کډوالو شتون «د اسناد لرونکو لپاره هم ستونزې جوړولای شي.»

د دغه ایراني چارواکي په وینا، د اسناد لرونکو کسانو لپاره د زده‌کړو د ځای نشتوالی یوه له هغو ستونزو څخه ده چې ایران ته د بې اسنادو کډوالو له راتګ وروسته رامنځته شوې.

د هغه د څرګندونو له مخې، ايران نه شي کولى ټولو افغانانو ته د کار، پوهنتون، بيمه او روغتیایي اسانتیاوې وړاندې کړي.

اصغر بلوکیان دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې ایران د افغان کډوالو د منلو په برخه کې له نړیوالو په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو مرستې ترلاسه کوي. ایراني چارواکي وايي، دغه مرستې بسنه نه کوي.

سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۰۸:۴۱ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د وېډیوګانو په لېږلو په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندز، جوزجان، کندهار او نورو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی. سرچينې وايي، د هرات په ګلران ولسوالۍ کې سېلابونو درې کسان مړه کړي او ډېر مالي زيانونه یې اړولي دي.

همدارنګه سرچينې وايي، د سېلابونو راوتلو له امله د مړو او ټپيانو په شمېر کې د زياتوالي احتمال هم شته.

ځايي سرچیني وايي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په ډير شمېر د اوسیدو کورنه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

تر دې مهاله طالبانو د سېلابونو له امله د اوښتونو ځاني او مالي زیانونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

خو طالبانو د یکشنبې په ورځ د (غوايي ۱۶مه) خبر ورکړ چې د بدخشان – تخار د لویې لارې په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو تر منځ لارې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: د اسلامي همکاریو سازمان په سرمشریزه کې مو ګډون کړی

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۰۸:۱۸ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي همکاریو سازمان سرمشریزې غونډې ته یې د دغه سازمان په بلنه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیږلی دی. د اسلامي همکاریو سازمان تل په طالبانو نیوکې کوي چې ځینې کړنې یې له اسلامي اصولو سره په ټکر دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري د یکشنبې په ورځ د (غوايي ۱۶مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې، د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د اسلامي همکاریو سازمان په بلنه د دغه سازمان په ۱۵مې سرمشریزې غونډه کې ګډون کړی.

تر دې وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان یو شمېر استازو کابل ته سفر کړی وو او د طالبانو له حکومت یې د نورو غوښتنو تر څنګ د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیزونو لرې کولو غوښنې کړې وې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، استازی به یې د یاد سازمان په عمومي غونډه کې د ګډون تر څنګ د اسلامي همکاریو سازمان له چارواکو او غړو هېوادونو له استازو سره هم د څو اړخیزو موضوع ګانو په اړه خبرې وکړي.

خو دا یې نه دي ويلي چې په کومو موضوع ګانو به د دغه سازمان له غړو سره خبرې کوي، د اسلامي همکاریو سازمان غړو په هره ناسته کې له طالبانو غوښتي چې په تېرو دوه نیمو کلو کې له خپل نیولي دريځ څخه په شا شي او په افغانستان کې د ټولو لوریو په ګډون یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

د اسلامي همکارایو سازمان تر دې وړاندې په طالبانو نیوکې کړې وې چې په ډیرو برخو کې یې کړنې اسلامي نه دي او باید ترې لاس په سر شي.

د اسلامي همکاریو سازمازمان ۱۵مه سرمشریزه غونډه د مۍ په څلورمه پیل او نن به هم د ګامبیا په پلاېمېنه، بانجول کې دوام ولري.

د طالبانو کډوالو وزارت: سلګونه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۰۷:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ له پاکستانه په جبري ډول ۸۷۲ افغان کډوال راستانه کړل شول. دغه کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته اړول شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه نن یکشنبه د (غويي ۱۶مه) لیکلي چې، ۸۷۲ تنه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستان څخه راستانه کړل شول.

د کډوالو وزارت د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې وايي، ۱۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۱۲ تنه کیږي له دغې لارې د پاکستان حکومت له لوري په جبري توګه راستنې کړل شوې دي.

همدارنګه یاد وزارت وايي، ۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۷ تنو ته رسېږي د تورخم له لارې په جبرې توګه راستنې شوې دي.

ويل کیږي، درې تنه نور مجرد کسان هم د دغو کډوالو په ډله کې وو.

د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، تازه راستنې شوې کورنۍ یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالو او خوړو نړېوال سازمان دفترونو ته ور پېژندلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر پاکستان د کډوالو د ملاتړو ادارو د فشارونو سربېره هم پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوامداره ساتلې ده.

د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې چې په دې وروستیو کې یې خپاره کړي دي ویل کیږي چې، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل میاشتې پورې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱.۵ مېلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د بدخشان او تخار ترمنځ لویه لاره د سېلابونو راوتلو له امله د تګ راتګ لپاره وتړل شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۰۷:۰۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ویلي، چې د بدخشان او تخار لویه لاره د ډېرو سېلابونو راوتلو له امله د تګ راتګ لپاره وتړل شوه. په افغانستان کې د څو ورځو پرله پسې ورښتونو له امله د سر زیان تر څنګ مالي زیانونه اوښتي او د ولایتونو تر منځ غځېدلې لارې زیانمې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په بدخشان کې د دغې ډلې د ټولګټو چارو ریاست له قوله نن یک شنبه (غوايي ۱۶مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د ډېرو سېلابونو راوتلو له امله د تخار او بدخشان تر منځ لویه لاره د تګ راتګ لپاره وتړل شوه.

دا په داسې حال کې چې د بدخشان په ارګو او داریم ولسوالیو کې د طالبانو په وړاندې خلکو لاریونونه پیل کړي چې په تاوتریخوالي اوښتي او د حل لپاره یې طالبانو له کابله یو پلاوی ګمارلی چې له کابله بدخشان ته سفر وکړي.

د طالبانو باختر اژانس د بدخشان د ټولګټو چارو ریاست د مسوولانو له قوله وړاندې ويلي، چې د دغې لویې لارې د خلاصون هڅې روانې دي.