اصف درانی: هند پر پاکستاني طالبانو ۳۵ میلیارده هندي روپۍ لګوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۸

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی ادعا کوي، چې هند د افغان طالبانو له لارې د پاکستان تحریک طالبان تمویلوي.
نوموړی وایي، چې نوی ډیلی پر پاکستاني طالبانو د کال کابو ۳۵ میلیارده هندي روپۍ لګوي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د سې شنبې په ورځ (د غویي ۱۸مه) په اسلام اباد کې د سیمه ییزو مطالعاتو موسسه کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل: «هند کابو ۳۵ میلیاره هندي روپۍ د دغې ترهګرې ډلې د ژوندي ساتلو په موخه لګوي.»
تر دې وړاندې هم دغه پاکستاني ډیپلومات ویلي و، اسلام اباد داسې شواهد لري چې ښيي پاکستاني طالبان د افغان طالبانو په همکارۍ له هند پیسې اخلي.
نوموړي دا هم ویلي و، چې شاوخوا پنځه تر شپږ زره پاکستاني طالبانو په افغانستان کې پناه اخیستې ده، چې له کورنیو سره یې شمېر کابو اویا زرو ته رسېږي.
پاکستان تل خپل پخوانی سیال هند په سیمه کې د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي، په داسې حال کې چې نوی ډیلی هم د دغه هېواد پروړاندې پاکستان د ترهګرو په ملاتړ تورنوي.
سره له دې چې پاکستان یو وخت طالبانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې وه او د جمهوریت د پرځېدو پر مهال یې هم له دغې ډلې ملاتړ کړی و، خو له دې ټولو سره سره اوس دغه هېواد هم د طالبانو خوا ته د نیوکې ګوته نیولې ده.

نور خبرونه

رادیو