ټي‌ټي‌پي: پاکستان غواړي په بې بنسټه ادعاوو او د کړکېچ په زیاتولو خپل حکومت ته دوام ورکړي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

د پاکستان د طالبانو تحریک د دغه هېواد د پوځي ویاند هغه ادعا په کلکه رد کړې چې ویلي یې و، ټي‌ټي‌پي د افغان خاورې په کارولو سره د دوی پر ضد فعاليت کوي.

د دغه غورځنګ ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته هم رسېدلې ویلي، پاکستان تل په دې هڅه کې دی چې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو خرابولو په ناسمې پالیسۍ سره کړکېچ پراخه او خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړي.
په خبرپاڼه کې دا رنګه راغلي، چې د پاکستاني پوځ د اطلاعاتي ادارو دغه شان له پروپاګنډه ډکو اعلامیو موخه پر افغان حکومت د ناروا غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره د فشارونو زیاتول دي.
دا رنګه په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د پاکستان پوځ غواړي په دې توګه د ولسي خلکو پام بل لور ته واړوي او په دې توګه خپلې ناکامیانې له خلکو پټې وساتي.
تېره ورځ د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د پاکستان د پوځ د ویاند تازه څرګندونې ردې کړې وې او هغو ته یې په غبرګون کې ویلي و، چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته داعش را اوړي او د دوی پر ضد کارول کېږي، چې باید پاکستان یې ځواب ووایي.
نوموړي دا رنګه ویلي و، چې طالبان د پاکستان ثبات او امنیت د افغانستان او سیمې په ګټه بولي او د افغانستان او پاکستان د ولسونو په ورورولۍ او ښو اړیکو باور لري.
د پاکستان او طالبانو تر منځ د ترهګرو پر موجودیت ناندرۍ وروسته له هغه پيل شوې، چې په کابل کې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل او په ورته وخت کې پاکستاني طالبانو په پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړل.

نور خبرونه

رادیو