عیني شاهدان: په فیض اباد ښار کې د طالبانو یو پوځي کاروان په نښه شو

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

عیني شاهدان وایي، یو موټر سایکل چلوونکي په فیض اباد ښار کې د « پول جوزون» په سیمه کې د طالبانو یو پوځي کاروان په منځ کې ورسره چاودېدونکي توکي چولي دي.
د شاهدانو په وینا، په دغه چاودنه کې د طالبانو یو رینجر موټر ویجاړ شوی او د پېښې مړي او ټپیان هم روغتون ته لېږدول شوي دي.

لاتراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
له فیض اباده په رسېدلو راپورونو کې راغلي، چې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي، چې امبولانسونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

نور خبرونه

رادیو