چمن پرلت‌وال: پنځه ځایونه مو اعتراضونه دوام لري

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۰

د چمن پرلت‌وال وايي، د ښار زرګونه اوسېدونکي د چمن ښار په پنځو سیمو کې راټول شوي او اعتراضونو یې پیل کړي.
دغه اعتراض کوونکي وايي، د چمن پر پرلت‌والو د بریدکوونکو محکمه کول او د سپین بولدک ـ چمن لاره له پاسپورټ پرته خلاصېدل غواړي.

د چمن د پرلت ویاند صادق خان اڅکزی وايي، دمګړۍ یې د چمن ښار د پاسپورټ ادارې، د پاکستان دولتي بانک او چمن پرېس کلپ مخې ته او د چمن ـ کوټې د عمومي لارې په سر یې پرلتونه وهلي.
په دغو پرلتونو او اعتراضونو کې د چمن ښار سوداګر، قومي مشران، دیني عالمان، لغړیان (ګنډي مار) او یوشمېر ځايي سیاسي ګوندونه برخه لري.
صادق خان اڅکزی وايي:« د پاکستان له حکومت څخه دوه غوښتنې لرو، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ پرته تګ راتګ کول او د چمن پر پرلت کوونکو د برید کوونکو پاکستاني پوځيانو محاکمه کېدل غواړو او تر څو چې زموږ دغه دوه غوښتنې نه وي منل شوي، زموږ اعتراضونه به دوام لري.»
د چمن د خلکو له لوري پرلت او اعتراضونه اووه میاشتې وړاندې د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ جبري کېدو په غبرګون پیل شول.
خو پنځه ورځې وړاندې د پاکستاني پوځیانو له لوري د چمن پر پرلت‌والو برید وشو، چې په پایله کې یې دوه کسان ووژل شول او نږدې شل نور ټپیان شول.
تر دې مهاله د پاکستان حکومت د یاد پرلت او اعتراضونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

نور خبرونه

رادیو