پاکستان د مذهبي ازادیو په هکله د امریکا راپور رد او له واقعیت سره په ټکر کې وباله

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۰

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسون راپور رد کړ او په دغه هېواد کې یې له واقعیت سره په ټکر کې وباله.

د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ نن په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وینا کې دا راپور نیمګړی وباله او زیاته یې کړه، چې پر بې سنده ادعاوو جوړ شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تېره جنورۍ کې بیا د مذهبي ازادۍ د نړیوال قانون له مخې، پاکستان د ځانګړې اندېښنې د هېوادونو په لست کې شامل کړی دی.

پاکستان هغه وخت هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددغه ګام مخالفت وکړ، خو د بشري حقونو ډلېوايي، ورځ تر بلې په دغه هېواد کې د مذهبي لږکیو پر ضد د تشدد او نفرت پېښې زیاتېږي.

نور خبرونه

رادیو