• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د زیلینسکي د وژلو دسیسې تر افشا کېدو وروسته یې د امنیت مشر له دندې ګوښه کړل شو

۲۱ غویی ۱۴۰۳ - ۱۰ می ۲۰۲۴، ۱۹:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ غویی ۱۴۰۳ - ۱۰ می ۲۰۲۴، ۲۱:۳۸ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر د هغه د وژلو د هڅې په تور د لوړپوړو چارواکو د امنیت د ادارې د دوه لوړ پوړو چارواکو له ګوښه کولو دوه ورځې وروسته د دغې ادارې مشر هم دله دندې ګوښه کړ.

په خپل حکم کې، ولادیمیر زیلینسکي د لوړپوړو چارواکو د امنیت د ادارې د مشر سرګي لیونیدوویچ د ګوښه کولو دلیل او راتلونکې دنده یې نه ده روښانه کړې.

د اوکراین د استخباراتو ادارې «اس بي یو» له دې پرېکړې دوه ورځې مخکې ویلي و، چې د ولادیمیر زلنسکي د وژلو لپاره یې د روسیې دسیسه شنډ کړې ده.

همدا راز، دغه سازمان د اوکراین د جګپوړو چارواکو د امنیت ادارې دوه افسران د روسیې امنیتي خدماتو ادارې ته د معلوماتو د ورکولو په تور نیولي وو.

سرګي لیونیدو ویچ له ۲۰۱۹کال راهیسې د اوکراین د لوړپوړو چارواکو د امنیت د ادارې مشر و. نوموړی تر دې مخکې د ولسمشر د شخصي امنیت د ساتنې مسوول و.

ویل شوي چې د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل راهیسې د ولادیمیر زلنسکي د وژلو پلانونه په کراتو شڼډ شوي دي.

د مارچ په لومړیو کې، ولسمشر زلنسکي یوې ایټالیوۍ رسنۍ ته وویل: «امنیتي چارواکي وايي، چې تر اوسه یې زما د وژلو لس هڅې شنډې کړي دي.»

ویل شوي، چې له دوو نیول شویو افسرانو څخه یو یې د اوکراین پر ولسمشر او لوړپوړو چارواکو د برید لپاره توغندي او ماینونه برابر کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې له یرغل څه باندې دوه کاله تېریږي او د دغه هېواد ولسمشر تل د وسلو او پوځي تجهیزاتو د کمښت خبره کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

روسي ځواکونو د اوکراین پر ښارکیف له برید سره په جګړه کې بله جبهه پرانیسته

۲۱ غویی ۱۴۰۳ - ۱۰ می ۲۰۲۴، ۱۶:۲۱ GMT+۱

روسي ځواکونو د جمعې په ورځ د اوکراین په شمال ختیځ کې پر ښارکیف ښار د زغرګاډو پر مټ په برید سره، په روانه جګړه کې یوه بله جبهه هم پرانیسته. د اورکراین په ختیځ او سویل کې له ډیرې مودې راهیسې جګړه روانه ده.‌

د اوکراین دفاع وزارت وویل، چې په سرحدي سیمو کې د جګړې په سختېدو سره یې هلته نور ځواکونه استولي دي او زیاته کړې یې ده، چې روسیې د ووچانسک سرحدي ښارګوټی پر کنټرول شوو بمونو او توپونو ویشتی دی.

ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په کییف کې خبري غونډې ته وویل: "روسیې په ښارکیف کې د ځوابي بریدونو نوې څپه پیل کړې ده او اوس په دغه سیمه کې سخته جګړه روانه ده."

اوکراین په دغه سیمه کې د روسیې د تیاري په اړه خبرداری ورکړی او ویلي و، چې ښايي د برید لپاره د چمتووالي نښه وي. دا لا څرګنده نه ده چې مسکو به په دغو سیمو کې خپل بریدونه لا ډیر کړي که نه.

زیلینسکي ویلي، چې روسیه ممکن په پسرلي یا دوبي کې د لوی برید لپاره چمتووالی ونیسي.

هغه خبریالانو ته وویل، چې د کییف ځواکونه د جمعې د ورځې برید ته چمتو وو، خو کیدای شي چې مسکو دغې سیمې ته نور ځواکونه واستوي.

د اوکراین د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: "د سهار په شاوخوا پنځو بجو، دښمن هڅه وکړه چې د زغرګاډو پر مټ زمونږ دفاعي کرښه ماته کړي. تر اوسه، دا بریدونه په شا تمبول شوي دي؛ په سیمه کې سخته جګړه روانه ده."

د اوکراین یوې جګپوړې پوځي سرچینې له نوم پرته وویل، چې روسي ځواکونو ووچانسک ته نژدې له سرحدي پولې اوکراین ته کیلومتر ور ننوتلي دي.

د سرچینې په خبره، د روسي ځواکونو موخه دا ده چې اوکرایني ځواکونه ۱۰ کیلومتره په شا وتمبوي، خو د اوکراین پوځیان هڅه کوي چې مخه یې ونیسي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسطیني دولت د ملاتړ په اړه رایه اچوي

۲۱ غویی ۱۴۰۳ - ۱۰ می ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ نن په دغه سازمان کې د هېواد په توګه د فلسطین د بشپړ غړیتوب د غوښتنې په اړه رایه اچوي. امریکا تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې په دې تړاو د فلسطینیانو وړاندیز ویټو کړ.

که څه هم تمه نه کیږي چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د جمعې د ورځې رایه په نړیوال ډګر کې د فلسطین اهمیت کې بدلون را ولي، خو د دوی د وړاندیز په اړه به یوه نړیواله ارزونه وکړي.

دا ملاتړ به د فلسطین د غړیتوب شرایطو په رسمیت پیژندلو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د "بیاکتنې" لپاره د خپلې غوښتنې د بیا سپارلو لپاره وشي.

په ملګرو ملتونو کې د بشپړ غړیتوب غوښتنه باید لومړی د امنیت شورا د ۱۵غړو او بیا د عمومي اسمبلۍ له خوا تایید شي.

د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، د دې سازمان غړي باید "سوله پال" وي.

ډیپلوماټان وړاندوینه کوي چې د مسودې متن ممکن د تصویب لپاره اړین ملاتړ ولري.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ګیلاد اردان د عمومي اسمبلۍ د پرېکړه لیک مسوده وغندله او ویې ویل چې دا پرېکړه لیک په عملي توګه فلسطینیانو ته دولتي حیثیت او حقونه ورکوي چې د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره په ټکر کې دي.

فلسطینیان دا مهال د ملګرو ملتونو څارونکی هېواد دی او دا حیثیت په ۲۰۱۲کال کې د ملګرو ملتونو د عمومی اسمبلۍ له خوا دوی ته ورکړل شوی دی.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د فلسطیین د کورواکه ادارې پلاوي د پنجشنبې په ورځ غړو هېوادونو ته په یوه لیک کې ویلي چې د پریکړه لیک د مسودې منل به د دوو دولتونو د حل لارې په ساتلو کې مرسته وکړي.

پر رفح د اسراییل د برید له پیل سره م.م. غزې ته د مرستو پر رسولو اندیښنه ښودلې

۲۱ غویی ۱۴۰۳ - ۱۰ می ۲۰۲۴، ۱۵:۴۲ GMT+۱

ملګرو ملتونو نن خبرداری ورکړ ی چې غزې تړانګې ته د مرستو لیږد به په څو ورځو کې ودریږي، ځکه چې اسراییلي سرتیرو له فلسطیني جنګیالیو سره خپله ځمکنۍ جګړه رفح ښار ته رسولې. رفح ته چې د جګړې له امله ګڼو خلکو پناه وړې د د قحطۍ له ګواښ سره د مخ غزې لپاره د مرستو رسولو مهمه لار بلل کیږي.

اسراییلي ټانکونو هغه عمومي سړک نیولی چې د رفح ښار ختیځې او لوېدیځې برخې سره وېشي او د ښار ختیځه برخه یې محاصره کړې ده.

د دغه برید له امله امریکا له خپل متحد اسراییل سره ځیني پوځي مرستې بندې کړې دي.

د رفح ښار اوسیدونکي وايي، چې نن یې د غزې تړانګې په سویلي څنډه او د دغه ښار په ختیځ او شمال ختیځو سیمو کې دوامداره چاودنې او د توپونو ډزې اوریدلې دي.

د هغوی په وینا، په سیمه کې د اسراییلي پوځ او حماس جنګیالیو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

حماس ویلي، چې د ښار په ختیځ کې یې یوه جومات ته څېرمه اسرايیلي ټانکونه په نښه کړي، هغه څه چې رفح ښار ته د اسراییلي ځواکونو ننوتل ښيي.‌

اسراییل د رفح له ختیځې برخې څخه ملکي وګړو ته د وتلو امر کړی او په لسګونو زره خلک یې اړ کړي چې له ښاره بهر سیمو کې پناه واخلي.

تر دې وړاندې څه باندې یو میلیون فلسطینیانو د اسراییل د بریدونو له ویرې رفح ښار ته پناه وړې وه.

اسراییل وايي، پر رفح ښار له برید پرته له حماس سره جګړه نه شي ګټلی او ادعا کوي چې د دغې ډلې زرګونه جنګلیاو په رفح ښار کې پناه اخیستي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو ویلي، چې لا له وړاندې غزې ته د مرستو اکمالات محدود و او پر رفح ښار د اسراییل له برید وروسته کیدای شي چې د مرستو رسول په بشپړه توګه ودریږي، ځکه چې غزه کې د تیلو او خوراکي توکو زیرمې مخ په خلاصیدو دي.

په غزه تړانګه کې د یونیسف لوړ پوړي همغږي کوونکي، هامیش ینګ وویل، "له پنځو ورځو راهیسې، غزې ته هیڅ تیل او نورې بشري مرستې نه دي رسیدلې او موږ په زیرمو کې پاتې وروستۍ مرستې کاروو."

مرستندویه ادارې وايي، چې جګړې تر اوسه په سلګونو زره بې ځایه شوي ملکي وګړي له سختو زیانونو سره مخامخ کړي دي.

امریکا او تاجکستان د «ترهګرو» په څارلو کې همکاري سره کوي

۲۱ غویی ۱۴۰۳ - ۱۰ می ۲۰۲۴، ۱۲:۱۳ GMT+۱

د تاجکستان لوی څارنوال رحمن یوسف زاده او د امریکا سفیر مانویل میکالر په دوشنبه ښار کې د «ترهګرو» د څارنې د سیستم د تطبیق لپاره د خپلمنځي همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک کړ. د تاجکستان د لوی څارنوال دفتر ویلي چې دا سیسټم اجازه ورکوي، چې د ټیکنالوژۍ له لارې د «ترهګرو» حرکت تعقیب کړي.

د تاجکستان د لویې څارنوالۍ دفتره په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي یوسفزاده او میکالر له افراطیت او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

د هغو ننګونو او ګواښونو په اړه د معلوماتو تبادله چې د تاجکستان او متحده ایالاتو امنیت تهدیدوي، د دواړو هیوادونو د اتباعو د حقونو او ګټو ساتنه، د افراطیت، تروریزم، سایبري جرمونو او پلاني بین المللي جرمونو مخنیوی او مبارزه د رحمان یوسف زاده او مانویل میکالر ترمنځ د خبرو نور موضوعات دي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان پرون په مسکو کې له خپل روسي سیال سره په کتنه کې وویل، تاجکستان له دېرشو کلونو راهیسې له افراطیت او ترهګرۍ سره مبارزه کوي او دې مبارزې ته به دوام ورکړي.

‏د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، ۱۱۰زره فلسطینیان له رفح ښاره تښتېدلي دي

۲۱ غویی ۱۴۰۳ - ۱۰ می ۲۰۲۴، ۱۰:۵۰ GMT+۱

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې په وینا، له هغه وخت راهیسې چې اسراییل د رفح ختیځ ته پوځي پرمختګ پیل کړی او پر ښار یې بریدونه زیات کړي، شاوخوا ۱۱۰ زره فلسطینیان له دغې سیمې تښتېدلي دي.

دغې ادارې زیاته کړه، دوی چې هرچیرې ځي د اسراییل د بریدونو له دوامدار ګواښ سره مخامخیږي.
دغې ادارې په اېکس پاڼه لیکلي:« د غزې په تړانګه کې هیڅ ځای خوندي نه دی او د ژوند شرایط خورا ناوړه دي.»
دغې ادارې یو ځل بیا په غزه کې د "سمدستي اوربند" غوښتنه کړې ده.

له بل پلوه د امریکا ولسمشر جو بایډن ګواښ کړی، چې پر رفح د برید په صورت کې به اسراییل ته د امریکا د وسلو لېږد بند کړي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یې هم په ځواب کې ویلي، چې هېڅ ډول فشار به دوی له خپل هېواده له دفاع را ونه ګرځوي.

هغه زیاته کړه: "موږ به یوازې ودرېږو."

اسراییل د هوايي بریدونو سربېره خپل ځواکونه د فلسطین په رفح بندر کې ځای پر ځای کړي او دغې سیمې ته د بشري مرستو لاره یې هم تړلې ده.